دعا

کيداي شې د ستاسو په آمين سره دا دعا زمونږ او ستاسې په حق کې قبوله شي.

ای الله رب العزته
ای د ټولو کائناتو شهنشاہ،
ای د ټول مخلوق ساتونکی،
ای د ژوند او د مرګ فیصله کوونکیه،

ای د آسمانونو او ځمکې مالکه،
ای د غرونو او سمندرونو مالکه،
ای د انسانانو او پيريانو معبوده،
ای د عرشِ اعظم څښتنه،
ای د فرشتو معبوده،
ای د عزت او ذلت خاونده،
ای د رنځورانو شِفا ورکونکيه،
ای د بادشاهانو بادشاہ،
ای الله مونږ ستاسو گنهکار بندګان یو،
ستا خطاکار بندګان یو،
🙏 زمونږ گناهونه راته وبخښه🙏
🙏 زمونږ خطاګانې را وبخښه🙏
🙏 ای الله مونږ د مخکنیو او وروستنیو ،صغیرہ او کبیرہ ټول گناهونو، خطاګانو او د نافرمانیو بخښنه راته وکړه🙏
🙏 ای الله رب العزت مونږ له خپلو گناهونو څخه توبه کوو، زمونږ توبه قبوله کړې،
🙏 ای الله مونږ گنهکار یو،
سیاہ کاره یو ،بدکاره یو ستا د احکامو نافرمانه یو،
ناشُکره یو لیکن زمونږ معبود يواځې ته یې،
ستا د توحید گواهي ور کوو.
🙏 ستا څخه پرته بل څوک د عبادت لائق نه وینو،
🙏 ستا څخه پرته بل څوک د بندگۍ لائق نه وینو،
🙏 ستا څخه پرته بل څوک د تعریف لائق نه وینو،
🙏 زمونږ معبوده زمونږ گناهونه ستا له رحمت څخه لوی ندي،
🙏 په خپل رحمت سره زمونږ گناهونه را وبخښه🙏 🙏 🙏
🙏 ای الله مونږ گمراهۍ له لارې څخه لرې او صراط المستقیم په لار مو برابر کړه،
🙏 ای الله مونږ ته د ښه لمونځ توفیق راکړه،
په کوم لمونځ چې ته راضې کيږي،
🙏 په ژوند کې مو د نیکو اعمالو توفیق راکړه ،
په کوم اعمالو چې ته راضی کیږي
🙏 ای سرور کاینات مالکه مونږ ته په ايمان ژوند او په ایمان مرګ راکړه،
🙏 ای الله مونږ ستا د احکامو فرمان برداره وګرزه وه،
🙏 او ستا د ګران حبیب جنابِ محمد رسول الله(صلی للہ علیه وسلم) د نیکو او پاکیزہ آدابو پالونکي وګرزه وه،
🙏 ای الله له مونږ څخه پریشانیو لرې کړه،
🙏 ای الله څوک چې مریضان دي هغوی ته شفاءکامله ور نصيب کړه،
🙏 ای الله څوک چې د قرضو له بوج څخه لاندې دي، هغوی د قرضو له بوج څخه ژر خلاص کړه،
🙏 ای رب العزت له شیطان څخه مو په خپل رحمت کې وساته،
🙏 ای الله د اسلام دښمنانو ته هدایت وکړه،
🙏 ای الله د حلال رزق د ګټلو توفیق را په برخه کړې،
🙏 ای پروردگارِ عالم مونږ له حرامو څخه لرې وساتي،
🙏 ای الله زمونږ ټول شرعي حاجتونه را پوره کړي،
🙏 ای متعال ربه زمونږ دُعاګاني په خپل رحم او کرم سره قبولې کړي،
“ای زما پروردگاره د خپل ګران محبوب حضرت محمدﷺ په شفاعت چې په ټوله دُنیا کې چې څومره مخلوقات مړه شوي، هغوی ته د ګناهونو مغفرت وکړه،
هغوی د قبرونو له عذاب څخه وساته۔
یا الله پورته دعا زما او زما د فیسبوک د ټولو ملګرو په حق کې قبوله کړې.
آمين، ثم امین ثم امین 🙏 🙏 🙏

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب