جنسي تیري کرغېړنې پېښې

  د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبرې به مو ډېرې اورېدلې وي او د ښځو د حقونو لپاره  به مو د مدافعینو ویناوې هم ډېرې اورېدلې وي، نه خو د ښځو له حقونو سرغړونې بندې شوې او نه هم د مدافعینو ویناوو اغېزه وکړه. د ښځو د حقونو څخه سرغړونه او تاوتریخوالی په بیلابیلو ډولونو اورنګونو سرته رسېږي. وهل ټکول، بیلابیلو دودونه ته قرباني کېدل، په  تیزابو سوځول او بلاخره وژل کېدل.

دا هغه ناوړه عملونه دي چې له کلونو کلونو راهیسې زموږ په ټولنه کې ښځې ورسره مخامخ کېږي،یو نظام هم په دې وتوانیده چې د داسې پېښو مخ ونیسي او یا دې د دغو پښو عاملینو ته جزا ورکړي. خو هغه څه چې زموږ په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې په دې وروستیو کې تر سره کېږي تر ټولو ناوړه او شرمناک دی؛جنسي تیری داسې عمل چې د خپل دین او د خپل ملي غرور په څېره  تر ټولو کرغېړن داغ دی.

زه دا نه وایم چې پورته یاد شوي عملونه تر دغه غوره دي او دا ډېرناوړه دی، بلکې دغه له شرمه ډک عمل زموږ په ټولنه کې سابقه نه لري. که هر ډول زور زیاتی د ښځو په مقابل کې کېده خو د جنسي تیري کرغېړنه پښه به نه وه پښه شوې.څو کله وړاڼدې په پاکستان کې وسېدم، او کله چې به مې یو نیم اخبار د لوستلو لپاره پیدا کړ، د جنسي تیري خبر به پکې حتما و، د داسې پښو د خبر لوستل بیخي نوی موضوع راته ښکارېده ځکه ما مخکې داسې څه په خپل هیواد کې نه و اورېدلې او په لوستلو به یې ډېره خپه کېدم او د رواني حالت په لحاظ به یې ډېر منفي تاثیر راباندې کاوه.  او د دغو کرکجنو پېښو قربانیانو ته د انصاف ورکول د خوب د  لېدلو پشان و.

د دغسو پښو پېښدل د پاکستان او هندوستان غوندې ګڼ نفوسو هیوادونو کې تقریبا معمول و. چې تر ټولو ناوړه پېښه یې څو میاشتې وړاڼدې په یوې محصلې ډلیز جنسي تیری و او هغه هم په یوه ښاري بس کې. په هندۍ نجلی د تیري خبر د نړۍ په رسنیو کې خپور شو او دا پېښه وغندل شوه. خو اوس له بده مرغه داسې پېښې زموږ په هیواد کې هم پېښږي.د هندوستان تر پېښې څو ورځې وروسته  په افغاني رسنیو کې هم داسې  خبر خپور شو چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې په یوې نجلۍ ډلیز تیری شوی چې بیا د خپل پلار لخوا ووژل شوه. خو دا پېښه نه چا وغندله او نه دا پېښه تعقیب شوه. تر دغې پېښې مخکې د پلار تیری په لور او په ځينو شمالي ولایتونو کې د داسې ناوړو پېښو خبرونه خپاره شوي وو.چې یوه ناوړه پېښه یې د دایکندي په ولایت کې په یوې شپاړس کلنې نجلی وه چې د دوو تنو لخوا تیری پرې شوی و، خو پولیسو نجلۍ د زنا په تور بندي کړه پس له پلټنو معلومه شوه چې نجلۍ بې ګناه ده او له بنده خوشې شوه خو د نجلۍ کورنۍ  د هغې له منلو انکار وکړ چې بیا د دایکندي ولایت د ښځو د ریاست له خوا خوندي ځای ته یوړل شوه خو له بده مرغه د ښځو په ریاست کې بیا جنسي تیری پرې شوی چې د ښځو په ریاست کې خوندي پاتې نشي نو دا به چېرته ولاړه شي ایا کوم خواخوږی به پیدا شي چې ور څخه حمایت وکړي؟ د هندوستان بدمرغه نجلۍ د درملنې لپاره سنګاپوره ته یوړل شوه پلار یې نوم په رسنیو کې اعلان کړ په حمایت کې مظاهرې تر اوسه دوام لري.

خو افغانې بدمرغې نجوني یوه د پلار لخوا ووژل شوه تیری هم په دې وشو او قتله هم دا شوه ځکه پلار به یې د غیرت په نامه دا کار کړی وي. او د بلې له منلو یې کورنۍ منکره شوه نه یې حمایت کې مظاهرې وشوې او نه یې چا نوم واخیسته. د ښځو په نوم جوړ شوی وزارت له داسې معامعلو سره بیخي علاقه نه لري کله مې نه دي اورېدلې چې دغه وزارت په رسمي توګه دا ډول پېښې غندلې وي او د بشري حقونو د کمیسون کار یوازې خبري کنفرانس جوړل او غندل دي او دا  داوړه لوړ پورې ادرارې دا فکر کوي چې خپل حق یې ادا کړ. دا بې خبرې په داسې هیواد کې چې د ښځو په نوم مستقل وزرات جوړ وي او د بشر او د ښځو د حقونوڅخه د دفاع په موخه په میلونونه ډالرونه مرسته کېږي د حیرانۍ وړ دی.

پوښتنه دا ده چې، هندوستان او افغانستان داسې هیوادونه دي چې دودیزې ټولنې لري او لا تر اوسه د دودونو نا لیکلی قانون پکې پلی کېږي. د دغو ټولنو ښځمنې اوس هم دودونو ته قرباني کېږي نو ولې هلته د هغې نجلې لپاره مظاهرې کېږي او موږ اوس هم دا مسله شرم ګڼو او نه غواړو چې خبرې پرې وشې؟ که خبره دغیرت وي او افغانان نه غواړي چې داسې خبرونه خپاره شي نو دا تر ټولو لویه بې غیرتي ده چې زناکاران دي په خلاص لاس وګرځي او څوک دې غږ نه ورته کوي. که خبره د دین وي نو ۳۵ کاله کېږي چې دین لپاره جنګېږيږو زموږ سپېڅلی دین دا حکم کوي چې زناکاران دې سنګسار شي.خو له بده مرغه د دغو پېښو غندل یوه دود غوندې دی چې کله پېښه شي له ریس جمهوره نیولې بیا تر عام وګړي دا پېښه وغندل شي او بس.که په داسې مسایلو کې عام وګړي ځانونه دخیل کړي او په ډېر قوت سره خپل توان د دغو وحشیانو په خلاف ښکاره کړي او داسې پېښو قربانیانو څخه ملاټړ وکړي،د دوي په حق کې مظاهرې وکړي او عامیلین د قانون منګلو ته وسپاري او دولت دې ته اړ کړي چې په دغو کسانو قانون پلي کړي.

پایله به دا وي چې موږ به هم د یوې قانونمندې ټولنې خاوندان ووسو. او بیا دا ډول ناوړه پېښې نه پېښږي.ترپرونه ښځې دودونه ته قرباني کېدې او دا فیصلې به جرګو کولې، د جرګې پریکړې به د قانون حیثت درلوده. خو تیري کونکو ته هیڅ جرګه نه جوړېږي او نه کوم زناکار ته سزا ورکول کېږي. پرون مو له دودونو سرغړونه نشوای کولای د خپلو پلارونو میراثونه مو خوندي ساتل او نن دود هم پالو و ځان د خپلو پلارونو په نست بېوسه هم ګڼو. نن ځان بې وسه ګڼو چې قانون نه پلی کېږي، پرون مو ځان بېوسه ګڼل چې له رواجونو مو بغاوت نشوای کولای. که د پرون بېوسې مو د نن شي او د نن مو د سبا شي نو ایا موږ به د یوه ژوندي  موجود په توګه سبا ته شتون ولرو؟؟؟

پاکیزه ارزو

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب