که غوږ مو درد کوي باید څه وکړو!!

 د انسان غوږ له دريو برخو څخه جوړشوی چی، لومړنۍ، منځنۍ او بهرنۍ برخه يا د غوږ پکه نومېږي. د غوږ منځنۍ برخه يوه نازکه پرده ده چې، د غوږ بهرنۍ او داخلي برخې سره جلاکوي.

د غوږ هره برخه ځانته بېلا بېلې ناروغۍ لري چی، تر ټولو عام ډول يې د غوږ د منځنۍ برخې يا پردې مکروبي کېدل دي.

په کابل کې د ميوند روغتون د چارواکو په وينا، يوازې دوی ته هره ورځ له (٧) تر (٨) پورې د غوږ په درد اخته ناروغان راځي چې، ډېری يې ماشومان دي.

ډاکټر محمد امان هايل په دې باب وايي: ”د غوږونو درد کومه ځانګړې ناروغي نه ده، بلکې يو عرض يا نښه ده چې، د نورو ناروغيو له کبله منځ ته راځي. د غوږونو ډېر دردونه د التهابي کېدو له امله وي چې، دغه التهابي کېدل د غوږ په هره برخه کې کېدای شي.

د غوږونو التهابي کېدل بېلا بيل لاملونه لري، د بېلګې په توګه په غوږ کې د تېرو څوکو لرونکو شيانو وهل، لکه د اورلګېد پلته کونجۍ (کيلي) ، ستنه او داسې نور تېره شيان چې، د غوږونو د التهابي او ټپي کېدو لامل ګرځي.

د غوږونو درد کومه ځانګړې ناروغي نه ده، بلکې يوه نښه ده چې، د نورو ناروغيو له کبله منځ ته راځي.

ډاکټر هايل:دغه ډول کورنۍ درملنې، لکه په غوږونوکې د شيدو، غوړيو، نسوارو، تارياکو اوداسې نورو شيانو اچول هم غوږونه التهابي کولای شي.

که چېري د زکام او ستونی سمه او پرخپل وخت درملنه و نه شي نو هم غوږونه په درد اخته کېدای شي.

د غوږونود درد نښې نښانې په ماشومانو او لويانو کې، سره توپير لري. کوچني ماشومان د غوږونو د درد پر مهال نا ارامه وي او سر ښوروي، که غوږونه يې په لاس وموښل شي نو يا اراميږي او يانور هم په چيغو پيل کوي او لږ غټان ماشومان بيا خپله ګوته په غوږ کې وهي.

لويان کولای شي چې، خپل حال په خپله ووايي. د نورو نښو نښانو ترڅنګ، د غوږ درد، پړسوب او له غوږونوڅخه يو يوډول ژيړ رنګه اوبو(نو) راتلل ددې ناروغۍ څرګندې نښې دي“.

ډاکټران په دې باور دي چې، که د دې ناروغۍ سمه درملنه و نه شي نو ناوړه پايلې درلودای شي، دبېلګې په ډول که د غوږ مکروب مغزو ته لار ومومي نو د مننجيټ ناروغۍ سبب کېدای شي.

دغه ډول که د غوږ بهرنۍ برخه التهاب ولري، نو کېدای شي دغه مکروب د غوږ منځنۍ او دننه برخو ته هم لار ومومي چې، په دې ډول په اورېدوکې ستونزې پيداکولای شي اويا کېدای شي چې، ناروغ د تل لپاره کوڼ شي.

د غوږونو د التهابي کېدلو لاملونه!

هغه مېندې چې، ماشومانو ته شيدې ورکوي، بايد خپل ماشوم په (٤٥) درجې زاويې سره په غېږ کې پرې باسي تر څو د مور شيدې د ماشوم په غوږ کې و نه څڅيږي.

ډاکټر بکتاش:

د غوږ په درد اخته ناروغ بايد پر خپل سر درملنه و نه کړي او ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړ شي، مخکې وويل شول چې، د غوږونو درد عوامل لري نو لومړی يې بايد عامل پيدا او بيا يې درملنه وشي.

ډاکټران وايي: ”که چېري غوږ ته کوم شی، لکه مياشه، مچ، مېږی او يا داسې بله خزنده ور ننوزي، نو بايد خپله يې د را ايستلو هڅه و نه کړو، بلکې ډاکټر ته ورشو“. يوه مېرمن په دې اړه داسي وايي:

” زما د ماشوم په غوږ کې مچ ننوتلی و، ماهڅه وکړه چې، راويې باسم، خو بريالۍ نه شوم، په نتيجه کی ماشوم نورهم په عذاب شو، په پای کې مجبوره شوم چې، ماشوم ډاکټر ته يوسم“.

د غوږ د درد د مخنيوي لپاره ډاکټر فقير محمد بکتاش وايي: ”کله چې غوږ خارښت کوي، بايدکوم شی په کې ونه وهل شي او بايد ناروغ ژر تر ژره ډاکټر ته ورسول شي“.

هغه مېندې چې، ماشومانو ته شيدې ورکوي، بايد خپل ماشوم په (٤٥) درجې زاويې سره په غېږ کې پرې باسي چې، په دې ډول د مور شيدې د ماشوم په غوږ کې و نه څڅيږي او بايد په ناپاکو اوبوکې له لامبلو هم ډډه وشي.

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب