که غواړئ ژمي کې زکام نه شئ!

په زکام نه اخته کیدو موثره لاره ورزش دی. ضروروي نه ده چې هر انسان خپل نور ضروروي کارونه پریږدي او هر ورځ څو ساعته ورزش وکړي. د ورزش لږه اندازه هر ورځ ډیر روغتیايي گټې لري. مکمله هفته کې یوازې څو ساعته ورزش به مو له ډیرو ناروغیو وژغوري.

څیړنه کې ثابته شوې چې یوه هفته کې دوه نیم ساعته ستړی کوونکۍ ورزش له زکام څخه مخنیوی کوي. دغه څیړنه د لندن سکول اف های جېن اینډ ټراپیکل میډیسن له خوا شوې.

دغه څیړنه کې چې په انلاین بڼه شوې ۴۸۰۰ کسانو گډون کړی وو.

د څیړونکو په وینا نه ستړی کوونکی ورزش څخه په انسان کې د زکام ضد خاصیت نه پیدا کیږي. زکام ضد خاصیت حاصلولو لپاره باید انسان ستړی کوونکی ورزش وکړي او ډیره خوله تویه کړي.

د زکام دغه سروې له تیرو پنځه کلونو څخه روانه ده او هر کال کې معلوموي چې کوم کسان په زکام اخته کیږي او کوم نه اخته کیږي.

دغه سروې کې د عمر او اولاد لرل یا نه لرل سربیره دا هم پوښتي چې په هفته کې څو ساعته ستړی کوونکی ورزش لکه منډې وهل یا لوبې کوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب