که غــواړي چې مالداره شى او رزق مو پراخه شي نو لاندې قصة ولولئ

 

یوه ورځ یو کس دوکان ته لاړ، او دوکاندار ته یی وویل: کیلې په څو روپۍ دي؟

دوکاندار ورته وویل: کیلې درجن په ۱۰۰ روپۍ او مڼې کیلو په ۱۵۰روپۍ دي،

په همدي حالت کې یوه میرمن دوکان ته راننوتله چې دوکاندار له پخوا څخه پیژندله، او دوکاندار ته یې وویل: کیلې په څو روپۍ دي؟

دوکاندار ورته ووویل: کیلې درجن په ۴۰ روپۍ او مڼې کیلو په ۶۰ روپی دي، نوموړی میرمن ډیره خوشحاله شوه، او وویل: الحمد لله!

لومړنی مشتري د دوکاندار په دغه چلند ډیر په غصه شوو، سترګې یې سرې شوي، دوکاندار ته يې رند رند وکتل، غوښتل يې چې جنجال ورسره وکړي، خو دوکاندار ورته اشاره وکړه چې لږ منتظر شه…! او بیا یې هغې میرمنې ته یو درجن کیلې او یوه کیلو مڼې په ۱۰۰ روپۍ ورکړې، میرمن ډیره خوشحاله شوه، او وویل: دغه شیان به زما ماشومان وخوری، د الله تعالی څخه ډیره راضي یم، د کور په طرف روانه شوه.

کله چې میرمن له دوکان څخه ووتله، دوکاندار له مشتري څخه بښنه وغوښته، او ورته وویل: زما دې په الله قسم وي چې زه ستا سره دوکه نه کوم، دغه میرمن د څلورو یتیمانو مور ده، او د هیچا خیرات او مرسته نه قبلوي،

ما ډیر فکر وکړ چې څرنګه به وکولای شم چې له دغې میرمنې سره په داسې طریقه مرسته وکړم چې دا د محتاجۍ احساس ونه کړی…؟! خو له دغه لارې څخه پرته مې بله هیځ لاره پیدا نکړه، او هغه دا چې قیمتونه ورته راټیټ کړم، زه غواړم چې دغه میرمن داسې احساس وکړي چي له الله څخه پرته هيچا ته محتاجه نه ده، د الله سره تجارت کول او په زخمي زړنو باندې پټۍ لګول زما ډیر خوښیږي.

دغه میرمن په هره هفته کې زما دوکان ته يو ځل راځي، او زما دې په الله قسم وي چې په کومه ورځ له ما څځه سودا واخلي په هغي ورځ باندې زه څو چنده ګټه کوم، او د داسې لارې څخه الله راته رزق راکوي چې زه یې تصور هم نه کوم…!

مشتري چې کله د دوکاندار خبرې واوریدلې نو سترګې يې له اوښکو څخه ډکې شوي او دوکاندار يې په تندي باندې ښکل کړ.

یادونه: د خلکو په حاجتونو پوره کولو کې چې کوم خوند دی، یوازې هغه څوک ورباندې پوهیږي چې دغه عمل یې تجربه کړی وي، که غواړئ چې شتمن شئ او رزق مو پراخه شي نو صدقه ورکړئ.

دغه قصه د اردن یو ځواکمن عالم دکتور امجد قورشه په عربي ژبه باندې لیکلې او ما پښتو ته وژباړله، هیله ده چې تنده مو پرې ماته شي او عبرت ورڅخه واخلئ.

ژبـــــــــــاړه: عزیز الرحمن.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب