که د حلال مال سره حرام ورګډ شي؛ نو څه حكم لري؟
که چېری یو شخص د خپل حلال مال په کارولو سره تجارت پیل کړي (دا مال یې دومره سوچه او حلال وي چې هیڅ شک او شبهه پکې ونلري)؛ خو د وخت په تېرېدلو سره چې کله یې د تجارت لمن وغزېږي او زیاته وده وکړي؛ او له بل لوري د خلکو سره یې راکړه ورکړه هم زیاته شي؛ نو ورسره د هغه په حلال مال کې حرام مال هم ورګډ شي.
اوس ستونزه داده چې: دا تاجر د خپل دې ډول زیات شوي مال په اړه په وېره او اندېښنه کې ژوند تېروي؛ نو ځکه غواړي د دې مال د خوړلو او ورڅخه د استفادې کولو په حکم باندی ځان پوه کړي چې آیا دا ډول مال ورته حلال دی او که حرام؟
ځواب: د نوموړي ورور ددې پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې ویلی شو چې:
په اصل کې لوی څښتن تعالی پر خپلو بندګانو باندی د حرام مال خوړل ناروا ګرځولي دي (دا سلامي شریعت دا حکم لنډمهاله او مؤقت حکم ندی؛ بلکه د حرام مال خوړل د مسلمان لپاره په ابدي توګه سره ناروا ګرځول شو ېدی)؛ او دا هم ددې لپاره چې حرام خور انسان ظالم او مُستبد انسان وي او له بل لوري څخه ظلم کول د عامو خلکو په ټولنیز ژوند باندی هم ناوړه اغېزې پرې باسي؛ لکه: د مسلمانانو تر منځ د صمیمیت او خواخوږۍ ښې اړیکې له منځه وړي.
بله ناوړه اغېزه یې داده چې: پدې کار سره به یو واکمن پر بې واکه او زورور انسان به د یو بې وسه انسان پر حق باندی له استبداد څخه کار اخلي، که چیرې د ظلم مخه ډب نشي؛ نو بیا به په اسلامي ټولنه کې د ظلمونو او تېریو لمن دومره وغزیږي چې په هر ځای کې به لوی پر کوچني باندی ظلم کوي[؛ نو له همدې کبله اسلام د ظلم مخنیوی کړیدی؛ او ظلم یې ناروا بللی دی، تر څو په ټولنه کې د حق تلفیو مخه ونیول شي].
ددې مسئلې د لاښه څرګندولو لپاره تاسې یوه شېبه له ماسره پدې مبارک آیت کې فکر وکړئ؛ او له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ چې: ولی اسلام مونږ ته وايي تاسې د یتیم مال د هغه د بلوغ تر وخته پوری خوندي او محفوظ وساتئ؟
لوی پروردګار(جل جلاله) پدې اړه مونږ ته داسې لارښودنه کوي او ارشاد فرمايي چې: ﴿وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَتَبَدَّلُواْ الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا﴾ (سورةالنساء/2).
ترجمه: او تاسې یتیمانو ته مالونه ورکړئ(وروسته له دې چې د رشد او ځیرکتیا پړاو ته ورسیږي) او خبیث(بد) مال په غوره مال سره مه بدلوئ او تاسې د دوي مالونه له خپلو مالونو سره مه خورئ، بېشکه دا(د یتیمانو د مال خوړل) لویه ګناه ده.
حضرت سعید بن جبیر پدې اړه داسې وایي: د پورتني مبارک آیت مفهوم او مقصود همدادی چې: تاسې خپل حلال مال د حرام مال سره مه ګډوئ. [1].
که قرآنکریم آیتونه ته ځیر شو؛ نو په څرګند ډول سره دا خبره مونږ ته نوره هم ښکاره کیږي چې هر هغه څوک چې د نورو مالونه په ظلم او ناروا توګه سره ترلاسه کوي؛ نو هغوي به د یو خطرناک برخلیک سره مخامخ کیږي؛ لکه: د همدې خبرې د لاښه څرګندېدلو په اړه مونږ ته زمونږ پروردګار داسې لارښودنه کوي او فرمایي: ﴿إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا﴾ (النساء: 10).
ترجمه: بېشکه هغه کسان چې په ظلم سره د یتیمانو مالونه خوري دوي؛ اصلي خبره داده چې دوي په خپلو ګېډو کې اور خوري او ژر به دوي سخت اور ته ورسیږي(ور داخل به شي).
په عامه توګه سره لوی څښتن تعالی مونږ د حرام مال له خوړلو څخه منع کړي یو او نه باید یو د بل مال په زور او غصب وخوړل شي؛ لکه چې پدې اړه فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ… ﴾ (النساء: 29).
ترجمه: اۍ مؤمنانو! تاسې پخپلو منځونو کې یو د بل مالونه په ناروا توګه سره مه خورئ(مګر په هغه صورت کې یې خورئ چې کله) دا د تجارت مال وي او د جانبینو په خوښۍ سره (وخوړل) شي.
د ناروا مال یو څو مثالونه کېدلی شي دا وي چې لکه: دا مال باید د قمار، سودخورۍ، غصب، دوکې او د چل ول له ټولو ډولونو څخه باید پاک وي، له دې وروسته لوی څښتن تعالی هغه مال چې د یو بل په خوښې سره د یو لړ اصولو په پام کې نیولو سره ترلاسه کیږي او له هر ډول شک او شبهې څخه پاک مال وي، په حرام مال کې نشي شمېرل کېدلی؛ او پدې اړه نبي(علیه السلام) مونږ ته داسې فرمايي: (إنما البيع عن تراض)[2].
ترجمه: بېشکه بیع(خرڅلاو) یو دبل د خوښې کار دی.
په بل حدیث شریف کې مونږ ته بیا داسې فرمايي: ((إذا تباع الرجلان فكل واحد منهما بالخيار ما لم يتفرقا)). [3].
ترجمه: کله چې دوه سړي یو له بل څخه د خرڅلاو پر مهال څه ترلاسه کړي؛ نو هر له دوي څخه تر هغې پوری چې یو له بل څخه جدا شوي نه وي(د مال د اخستلو او یا نه اخستلو په اړه) اختیار لري.
حقیقت هم همدادی چې د حرام مال څخه د ځان ساتلو موضوع په رښتینې توګه سره یو له هغو خطرناکو موضوعاتو څخه ده چې پایله یې وهونکې او سوزونکې اور وي.
د حرام مال خوړلو له زیانونو څخه یو زیان دادی چې د حرام خور انسان دعاء به نه قبلیږي؛ دا خبره هم د یو حدیث شریف څخه ثابته خبره ده چې په لنډه توګه سره به یې یادونه وکړو: نبي (علیه السلام) پدې اړه مونږ ته داسې فرمايي: يا رَبّ يا رَبّ، وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ وَغُذِي بالحَرَامِ، فأنّى يُسْتَجابُ لِذَلِكَ ؟ ” رويناه في صحيح مسلم .
ترجمه: اۍپروردګاره! او د هغه خواړه، څښاک او پوښاک له حرامو(نارواو) څخه وي او په حرامو سره راستر شوی وي؛ نو څه ډول به (ددې حرام خوړونکي انسان) دعاء قبوله شي.
د حلال او حرام د لاښه پېژندلو لپاره په یو بل مبارک حدیث کې مونږ ته زمونږ لارښود پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) داسې فرمايي: (الحلال بيَّن والحرام بين وبينهما أمور مشتبهات لا يعلمها كثير من الناس، فمن اتقى الشبهات استبرأ لدينه وعرضه ومن وقع في الشبهات وقع في الحرام كالراعي حول الحمى يوشك أن يرتع فيه، ألا وإن لكل ملك حمى ألا وإن حمى الله محارمه).
ترجمه: حلال(څیزونه بیان شویدي او حرام هم؛ او د دواړو تر منځ داسې ورته(مشابه) کارونه شتون لري چې ډېر خلک پرې پوهه نلري؛ نوهر چا چې په شک او شبهه کې د اچوونکو کارونو څخه ځان وژغوره؛ نو په حقیقت کې یې د خپل دین او عزت ساتنه وغوښتله او هرڅوک چې د حرامو(په لمن کې) ولوید؛ نو دا داسې د هغه شپونکي په څېر دی چې(خپل مالونه او څاروي) د نورو د پولو سره (په څېرمه) کې څروي او نژدې ده چې دده (دا څاروي د نورو له پټیو او پولو څخه یو څه وخوري) او په هغې کې وڅریږي ، خو تاسې باخبره اوسئ چې د هر بادشاه(او واکمن انسان) یو څه پولی(ټاکلي حدود) وي او د الله تعالی پولې( او ټاکلي حدود) مَحارِم (حرام کړای شوي څېزونه) دي.
دلته یوې مهمې خبرې ته غواړو ستاسې پام راواړوو او هغه دا چې: کله کله هم داسې صورت حال رامنځ ته کیږي چې د یو شخص په دولت او ګټل شوې پانګه کې یو څه اندازه مال حلال او یو لړ نورو کې یې د حرام مال شبهه هم پرته وي او حلال له حرامو سره ګډ شوې وي، یعنې نه ټول حلال وي او نه هم ټول حرام وي؛ نو دا مسئله هم فقهاء کرامو په ښه توګه سره څېړلی ده او پدې اړه یې ویلي دي چې: هر کله که حلال مال له حرامو سره ګډ شوې وي؛ نو پدې صورت کې به دې مال ته کتل کیږي چې په اغلب ډول حلال پکې زیات دی او که حرام مال.
د امام أبوحنیفه(رحمه الله) نظر:
په دې اړه امام أبوحنیفه(رحمه الله) وايي چې: هر هغه څه چې حرامو فاسد کړی وي او زیاتره برخه یې حلال وي؛ نو پدې صورت کې هیڅ پروا نلري…. او که چېرې اکثره برخه یې حرام تشکیلوي؛ نو بیا پدې صورت کې یې خرڅول او چا ته د ډالۍ په توګه سره ورکول جائز ندي.
د امام أبوحنیفه (رحمه الله) د مشهورو شاګردانو څخه محمد پدې اړه د یو په زړه پورې مثال یادونه کوي او وايي چې: [إِذَا وَقَعَ فِيَهِ وَدَكُ الْمَيْتَةَ أَنَّهُ إِنْ كَانَ الزَيْتُ هُوَ الْغَالِبُ فَيَجُوْزُ بَيْعُهُ وَإِنْ كَانَ الْوَدَكُ هُوَ الْغَالِبُ فَلَا يَجُوْزُ بَيْعُهُ].
هر کله په یوه اندازه غوړیو کې د مردان شوي څاروي وازدې(شحمیات) ولویږي؛(ورسره ګډ شي) نو که چېرې په دې صورت کې د غوړيو کچه زیاته وي؛ نو پدې صورت کې د داسې غوړیو خرڅول روا دي او که چېرې د ناروا وازدو کچه زیاته وي؛ نو پدې صورت کې یې خرڅول ناروا دي (4) .
د یادې مسئلې په اړه عزالدین بن عبد السلام په خپل کتاب قواعد الأحکام څو قدمه نور هم مخکې ځي او وايي چې: که چېرې په ځمکه کې حرام دومره حده پورې زیات شي چې هيڅ حلال پکې نشي موندل کیدلی؛ نو بیا پدې صورت کې پکار خو دادي چې د مهمو اړتیاو په نظر کې نیولو سره خپلې اړتیاوې پکې په نظر کې ونیول شي؛ او د دې کار د تحلیل(روا والي) یوازې ددې پورې تړلی ندی چې یوازې د ضرورت پر اساس ترې مسلمانان استفاده وکړي؛ بلکه اصلي خبره خو داده چې مسلمانان هم باید لاس په کار شي؛ او دا ځکه چې که چېری مسلمانان له کاروبار څخه لاس واخلي(هیڅ کارو بار او تجارت ونکړي)؛ نو ددې کار تر ټولو بده پایله به داوي چې د مسلمانانو اقتصاد به خورا کمزورې شي؛ او کفري ملتونه به بیا پردوي باندی واکمن(قوي) شي او بیا به په هر ځای کې له اسلام او مسلمانانو څخه نړیوال کرکه کوي؛ او بیا به داسې حالت رامنځ ته شي چې د مسلمانانو تر منځ به بیکاري زیاته شي، د مسلکونو، صنعتي کارونو ارزښت به ورک شي او پایله به یې یو داسې حالت ته راورسیږي(لکه دا اوس) چې د خلکو ټولګټي کارونه(عام المنفعه) کارونه به ټپه ودریږي؛ او په دې توګه سره به مسلمانه ټولنه د یو ستر خیر څخه بې برخې شي.
له پورتنۍ خبرې څخه مونږ ته دا راڅرګندیږي چې نوموړې عالم دا خبره د هماغه وخت اړتیاو او ضروریاتو ته په پام کې نیولو سره کړېده؛ ځکه چې کله هغه ژوندی ؤ؛ نو دا داسې وخت ؤ چې په شرق کې اسلامي هیوادونه د اجنبي مهاجمو لښکرو تر ولکې لاندی وی؛ او له هغه له دې خبرې څخه وېرېده چې که چیرې مسلمانان د کرهڼې او مالدارۍ څخه په دې فکر چې کیدای شي دا حرامه لاس واخلي؛ نو دا کار به خورا بدې پایلې رامنځ ته کړي؛ نو پر همدې اساس کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې: که چېرې د یو چا په مال کې له حرامو سره حلال مال هم خلط(ګډ شوې وي)؛ نو آیا پدې صورت کې دا روا دي چې پدې ډول مال سره تجارت او راکړه ورکړه صورت ونیسي او کنه؟ نو هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: که چېرې اغلب او اکثر مال یې حرام وي؛ پداسې شکل سره چې کولی شي له دې حرام مال څخه ځان هم خلاص کړای شي؛ نو پدې صورت کې ورته پدې مال له نورو سره معامله او راکړه ورکړه جائز نده.
إمام ابنِ تيميه(رحمه الله) د حرام مال په اړه وایي چې: حرام مال په دوه ډوله دی:
لومړی دا چې: دا چې دا مال پخپل اصل کې حرام وي؛ لکه: مردار شوی څاروې، وینه، د خنزیر غوښه(دا یاد څېزونه په خپل ذات کې حرام دي)؛ او دا ځکه چې که چېری دا څیزونه د اوبو، خوړو یا کوم بل تویدونکي(مایع) څه سره ګډ شي؛ نو د هغه په رنګ، خوند او بوی کې تغیر راولي او هغه هم له ځان سره چټلوي او حرام یې ګرځوي.
دویم ډول: دا چې د هغه مال ترلاسه کول حرام وي:
لکه دا مال داسې مال وي چې(هغه پخپله حلال وي؛ خو د نورو لپاره) د هغه ترلاسه کول حرام وي؛ لکه: د یو چا ځمکه او خاوره غصب کول او په زوره اخستل، یا لکه داسې چې د یو ناروا عقد(تړون او لاسلیک) په نتیجه کې هغه ترلاسه شي؛ نو پدې صورت کې که چېرې دا مال د یو ناروا مال سره ګډ شي نه حرامیږي ؛ لکه: یو څوک د یو چا څخه درهم، (افغانۍ، ډالر یا نورې پیسې) غصب او په زور سره واخلي؛ او بیا یې له خپل حرام مال سره ګډې کړي، ځکه دا پیسې که یو ډول او سره ورته وي؛ نو په خورا آسانۍ سره جلا کېدلی شي(حرام یې له حلالو څخه بېلېدلی شي)؛ نو کولی شي بېرته یې تقسیم او وېشي او هر څوک پکې بېرته خپل حق ترلاسه کړي.
یو بل فقهي نظر دا هم دی چې: کله حرام مال په زیاته پیمانه د حلال مال سره ګډ شي؛ نو پرته له دې چې د هغه نسبت او اندازه په پام کې ونیول شي(نو پدې صورت کې دا مال ټول حرام ګرځي). دا ډله فقهاء د خپلې خبرې د اثبات او استدلال لپاره د یو حدیث شریف یادونه کوي؛ او وايي چې: [ما اجتمع الحلال والحرام إلا غلب الحرام الحلال].
ترجمه: هیڅکله هم حلال له حرامو سره نه دي ګډ شوي، مګر دا چې حرام پر حلالو باندی غلبه ترلاسه کړیده.
امام بیهقي بیا د دې حدیث شریف په اړه وايي چې: دا حدیث ضعیف حدیث دی؛ او ددې نظر په رڼا کې یوې بلې مهمې خبرې ته غواړو ستاسې پام راواړوو: هر کله که چېرې دوه دلیله سره په ټکر کې پرېوزي چې یو دلیل د مال د تحریم ګڼلو او بل دلیل د مال د روا ګڼلو غوښتنه کوي؛ نو پدې صورت کې یې حکم دادی چې دا ډول مال حرام ګڼل کیږي.
دویمه خبره چې پدې مهمه قاعده کې ذکر کولی شو داده چې: که چېری د یو مردار څاروي وازدې او غوړی له پاکو غوړیو سره ګډ شي؛ نو پدې صورت کې له دې غوړو څخه باید یوازې د ضرورت پر اساس ګټه واخستل شي او دا نظر د امام أبوحنیفه او د هغه د شاګرد محمد له نظر سره مخالفت لري؛ ځکه هغوي پدې اړه وايي چې: پدې دواړو(حلالو او حرامو) کې چې هر یو په زیاته پیمانه وي، هماغه مونږ ته ارزښت لري. درېیمه بله مهمه خبره چې که چېرې د مثال په توګه سره د یوې ونې یو څه برخه په حلاله برخه کې وي او بله برخه یې په حرامه برخه کې وي؛ نو پدې صورت کې باید د دې ونې حرامه برخه پرې شي.
د پورته درس لنډیز:
که په لنډو ټکو سره ووایو؛ نو ویلی شو چې که چېرې حلال مال له حرام مال سره ګډ وډ شي؛ نو پدې صورت کې بیا زیاتې پیمانې(اندازې) ته به ګورو چې کوم یو له دوي څخه پکې په پراخه کچه موندل کېدلای شي. په پای کې به دا مقاله په همدې خبرې سره پای ته ورسوو چې:
که چېرې د حلال مال پیمانه زیاته او د حرام مال پیمانه کمه وي؛ نو پدې صورت کې یا خو به دا مال د بندګانو او یا د بندګانو د حقوقو سره تړاو ولري؛ که چېری دا مال د الله د حق پورې اړه ولري؛ نو ښايي چې: ژر تر ژره باید توبه وویستل شي او که چېرې دا مال د بنده حق وي؛ نو پدې صورت کې لازمي خبره داده چې ژر تر ژره باید بېرته خپل اصلي خاوند ته دا مال باید وروسپارل شي او دې انسان ته تر هغه پورې دا مال نشي بښل کېدلی تر څو پوری یې چې بېرته یې خپل اصلي څښتن ته نه وي ورسپارلی او یا دا چې د مال اصلي څښتن ورته ددې اخستل شوی مال په اړه بخښنه وکړي.
وروستۍ خبره داده چې که چېری یو تن حرام مال له حلال سره یو ځای راجمع کړي؛ نو پدې صورت کې ددې مال څښتن ته دا پکار ده چې خپل لورونکي خدای تعالی ته دې توبه وباسي او خپل مال دې له حرام مال څخه پاک کړي؛ دا تر هغې پورې چې تر څو یې زړه ډاډه شي او په خپل ګومان او فکر سره اطمئنان تر لاسه کړي؛ او دا هم ددې لپاره تر څو وکولی شي خپل دین او ایمان له حرامو څیزونو څخه محفوظ وساتي؛ او بل ددې لپاره تر څو لوی پروردګار یې د هغو کسانو له ډلې څخه وګرځوي کوم چې له خپلو تېروتنو وروسته لومړی په خپلو تقصیراتو او نېمګړتیاو اعتراف کوي؛ او بیا ژر رښتینې توبه وباسي؛ لکه چې لوی څښتن تعالی د هغوي په اړه داسې فرمايي: ﴿وَآخَرُونَ اعْتَرَفُواْ بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُواْ عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾ (سورة التوبة/ آیت 102)
ترجمه: او دغه نور خلک چې په خپلو ګناهونو باندی یې اعتراف کړیدی، او(خپل) ښه اعمال یې (لکه: د ګناه کولو څخه وروسته سمدلاسه توبه ویستل پکار وي) له بدو اعمالو سره ګډ کړيدي؛ (لکه: د جهاد نه کول ؤ، البته دا پورتني ډوله خلک هغه ډله خلک ؤ، چا چې د تبوک په غزوه کې ګډون نه ؤ کړی) ډېر ژر ده چې لوی څښتن تعالی به د دوي توبه قبوله کړي، بېشکه چې لوی پروردګار خورا بښونکې او لورونکی دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهمې سرچېني: په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې د لاندې سرچینو څخه استفاده وکړۍ:
1: ـــ تفسير ابن كثير 1جلد / 386صفحه.
[2] – دا حدیث ابن ماجه په خپل کتاب السنن کې په دې (2185) شمېرې سره روایت کړیدی.
[3]: دا حدیث ابن ماجه په دې(2181) شمېرې سره روایت کړیدی.
(4) : الوَدَك : دَسَم اللَّحْمِ و دُهْنُه الذي يُسْتَخْرَج منه . ( يعنې هغه وازدو او شحمیاتو ته ویل کیږي چې د غوښو څخه ترلاسه کیږي او یا هغو غوړیو ته ویل کیږي چې د غوښو د جوشولو وروسته ترلاسه کیږي).
لیکنه: فضلُ الله ممتاز
ژباړه: محمد خالد ملکزی