ولې يوه ښځه څو ميړونه نه شي کولى؟

پوښتنه:

دا چې يو سړى حق لري چې څو ښځې وکړي نو ولې په اسلام کې يو ه ښځه دډيرو ميړونو دلرلو څخه منعه کړى شوى ده يعنى په اسلام کې ولې polyandry منع کړاى شوى ده ؟

ځواب:

(عموميات):
پورتنۍ پوښتنه ډيرو زياتو خلکو سره شته او پدې برخه کې اسلام تر پوښتنې لاندې راوړي . اجازه راکړۍ تر څو تر هر څه له مخه په تاکيدو سره ووايم چې د اسلامي ټولنې بنسټ ا واساس عدالت او انصاف دى. الله (ج) ښځه او نر مساوي پيدا کړي دي خو دهغوى وړتياوې او مسوءليتونه يو تر بله توپير لري . ښځې او نران يوله بله سره له  فزيولوژي (دبدن ددندو) او سايکولوژي (رواني) پلوه توپير لري،په ټولنه کې د هغوى رول، په دندې او مسئوليتونه يو له بله سره فرق لري . ښځه او نر په اسلام کې يو برابر دي خو کټ مټ يو شان نه دي. په څلورمه سيپاره ، د النساء سورة، ٢٤-٢٢ اياتونو کې دهغو ښځو يادونه شوې ده چې يو نر نه نشي کولى له هغوى سره واده وکړي او دهمدې سورة په ٢٤ ايات کې دا خبره ذکر شوى ده چې ((وَالْمُحْصَنتِ مِنَ النِسَاءِ= او پرتاسي حرامې دي مړوښې ښځى))
لانديني دلايل دا په اثبات رسوي چې ولې ښځوته په يو وخت  له يوه  څخه د زياتو ميړونو د کولو اجازه نده ورکول شوي:

د اولاد پيژندلو ستونزه:
که چيرته يو سړى څو ښځې ولري او اولاد يې پيدا شي نو دنوموړي ولديابچي پلار او مور په ډيره اسانۍ سره مشخص کيداى شي خو که يوه ښځه په يو وخت کې څو ميړونه ولري نو د بچي دزيږولو پر مهال به د بچې يا ماشوم مور معلومه وي او پلار به يې ورک وي چې داد چا ماشوم دى؟ داسلام سپيڅلى دين دمور او پلار پيژندنې ته ډير زيات ارزښت ورکوي . روانشناسان وايې چې هغه ماشومان چې خپل مور او پلار ، په ځانگړي ډول پلار ، ونه پيژني ، د يوى سختې ذهني ضربې او دماغى خړپړ تيا سره مخامخ کيږي او همدا لامل دى چې دفاحشو ښځو څخه زيږېدلي ماشومان روغ او صحتمنده نه وي . که د داسې يو واده په ترڅ کې زيږيدلى ماشوم مکتب ته د شمول په خاطر يوړل شى نو دهغى مور مجبوره ده چې د دوو، يا دريو پلرونو نو مونه ورکړي. که څه هم د ساينس او طب او په ځانگړى ډول دوراثت دعلم يا  genetic sciense د پر مختگ سره ممکن په داسى حالت کې هم دماشوم پلار مشخص کړل شي((خو تاسې فکر وکړۍ چې څومره وخت او څومره پيسو ته اړتياده چې دا ډول ازموينې تر سره شي اوپه نړۍ کې څومره خلک دامهال له دغه پرمختللې ټکنالوژۍ څخه گټه اخيستلى شي؟ بې له شکه چې عملاً دا کار ناشونى دى او مونږ يې ناشونتوب په خپلو سترګو وينو هغه داچې نن سبا په غربې ټولنوکې له چا څخه د پلار دنوم پوښتل جرم ګڼل کيږي آن تر دې چې دپلار نوم په مکتب، پوهنتون، پاسپورت او نورو اسنادو کې له خط څخه غورځيدلى دى او ځاى يې کورني نو م يا  family name-  نيولى دى. اروپا چې د ساينس په برخه کې نن سبا تر ټولو مخکښه لويه وچه ده ، دايې حالى دې چې د  genetic ازموينو پر ځاى يې د پلارنوم بيخي ورک کړ ،نو د افريقا او اسيا په شان دورو سته پاتې لويو وچو ځاى به په دې برخه کې څه وي. ((ژباړن))

د نارينه وو زيات ميلان:
نارينه نظر ښځو ته طبيعتاً ډيرميل لري چې له يوه څه زيات ودونه وکړي .

د يوې ښځې لپاره د ډېرو ميړونو ساتنه ناشوني ده:
دنارينه لپاره د ااسانه خبره ده چې د ډيرو ښځو دلرلو با وجود هم دميړه په صفت خپلې دندې تر سره کړي خويوه ښځه چې زيات شمير ميړونه ولري نه شي کولى چې ديوې ښځې په حيث خپله دنده تر سره کړي او دا ځکه چې ښځې د خپلې مياشتنۍ دورى د بېلابېلو پړاوونو په اوږدوکې د مختلفو رواني او سلوکي تغيراتو له امله اغيزمنې کيږى او ديوى ښځې په حيث د خپلې دندې دسرته رسونې څخه عاجزې پاتې کيږي.

جنسي ناروغۍ:
که چيرته يوه ښځه له يوه څه زيات ميړونه ولري او باوجود د دې چې ددوى له جملې څخه يو هم نورې اضافى جنسي اړيکې ونلري، بيا هم په دوى کې د جنسي خپريدونکو ناروغيو دخپراوي لوړ چانس موجود دى او دا ځکه چې په دى صورت کې يو ښځه گڼ جنسى ملگري لري خو که يو سړى څو ښځې ولري نو دوى ټول ټول غيرمشروع جنسي اړيکې نه لري نو پدې کې د جنسي ناروغيو دخپريدا چانس ډير کم او حتى په نشت حساب دى.

پورتنى ورکړل شوي دلايل هغه دي چه ژر د انسان ماغزه پرې خلاصيږي ممکن ډير نور دلايل به هم موجود وي چې د الله له خوا يو ښځى ته د ډيرو ميړونو حرام والى په ځاى ثابتوي.


ډاکتر عبدالکريم ذاکر نايک په ١٩٦٥ ميلادي کال کې د هندوستان په ممبي کې زيږيدلى. نوموړي په انساني طب کې ليسانس لري خو د ١٩٩١ کال راهيسې يې ځان اسلامي دعوت ته وقف کړى دى. نوموړى په مقارنه اديان کې د شيخ احمد ديدات له تکړه شاګردانو له جملې څخه دى. دا مهال د اسلامي تحقيقاتو د مؤسسې په نامه ديوې ادارې رئيس او بنسټ ايښودونکى دى چې د نوموړې ادارې په تشکيکل کې د صلحې په نامه يو تلويزوني چينل او يو مکتب هم شامل دى.ډاکتر ذاکر نايک په ګڼو هيوادونو کې د نامسلمو له بېلابېلو ډلو له ديني پوهانو سره مناظرې کوي او په خپلو مناظرو کې ډېر بريالى دى.

ليکوال:ډاکتر ذاکر نايک

ژباړه او زياتونه: ډاکتر پامير احسان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب