کمپیوټر څه ته وایی؟
د کمپيوټر تعريف: Definition Computer
د کمپيوټر نوم((Computer))د ((Compute)) يعنې شميرلو له ويې (کلمې)څخه اخيستل شوې او له همدې امله کمپيوټر د شميرونکي په نامه ياديږي.
که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسولوو لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی.
مګر له شک پرته د نن ورځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو:
کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلوم ات
( (Data تر کار ((Process لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروګرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې.
پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرګندوي:
1:کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی.
2:کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي ((Digital اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني.
3:کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
4:کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
5:کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري.
5:کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي.
6:کمپيوټر د ساتنځي(حافظې)لرونکی دی.
7:كه چېري په ورکړل شوي پروګرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات
( (Data)) کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر ح سابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي.يا په بل ډول ،کمپيوټر مسايل د پروګرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو ((Data)) پر بنسټ حلوي.
د کمپيوټر تاریخ: Computer History
د بشر يو له پخوانيو اړتياؤ څخه شمير او محاسبې ته اړتيا وه. له همدې کبله دډيرو پخوا زمانو راهيسې انسانانو هڅه کړې تر څو د شميرلو لپاره ښه وسايل او لارې چارې ومومي.
په لمړيو کې يې د خپل لاس په ګوتو شمير کاوه. له ميلاد څخه مخکې په شپږمه پيړۍ کې معداد Abacus(چې د چوټ په نامه هم ياديږي)د شميرلو اله د ګټې اخيستووړ وګرځيده چې حتی په ځينو ځايونو کې تر دې وروستيو کلونو پورې ترې ګټه اخيستل کېده.
د پاسکال (Blaise Pascal) په نامه يوه پيژندل شوي فرانسوي ساينس پوه په 1642زيږيز کال کې يو ماشين جوړ کړ چې د جمعې او تفريق چارې يې سرته رسولې.دا ماشين چې دجمع کونکي ماشين (Adding Machine) په نامه هم ياديده د څو څنګ په څنګ څرخونو لرونکې وه لمړی څرخ د يويز د رقم او پاتې نور څرخونه د لسو او نورو رقمونو ښودونکی ؤ.
پاسکال دا ماشين د پلار د مالياتي محاسبو د سرته رسولو لپاره چې دهغه دنده د مالياتو را ټولول او دهغه محاسبه وه منځ ته راؤړ.
له هغې وروسته د لايب نيز(Leibnitz 1686-1716 ) په نامه يو بل الماني رياضي پوه يو محاسباتي ماشين جوړ کړ چې د جمعې او منفي پر چارو برسيره يې د ضرب او ويش د چارو په سرته رسولو هم لاس بری ؤ.دا ماشين په حقيقت کې د پاسکال د ماشين پراختيا موندلی ډول ؤ.
د بريتانيا د کايبريج پوهنتون استاد چارليز بابيج(Charles (Babbage په نولسمه زيږيزه پيړۍ کې يو ماشين ډيزاين کړ چې هغې ته لمړنی کمپيوټر ويلی شو دا ماشين د تفاضلي ماشين(Difference Engine) &nb sp; په نامه ياديده او دشمير لمړنۍ چاري يې سرته رسولي د کار ډول يې اليکترونيکي نه بلکې په ميخانيکي ډول ؤ بابيج له هغې وروسته د يوه داسې ماشين د منځ ته راوړلو په فکر کې شو چې په سملاسي توګه او د پروګرام په واسطه کار وکړي.
بابيج دا ماشين د تحليلي ماشين ( Analytical Machine ) په نامه ونوموه . بابيج پخپل وخت کې د تکنالوژۍ، پيسو او نورو فني محدوديتونو له امله ونشو کړای چې د خپلې غوښتنې پر بنسټ دا ماشين عيار کړي.
تحليلي ماشين د لاندې پنځو ځانګړتياؤ په درلودلو سره د نن ورځې د کمپيوټر داساساتو بنسټ کېښود.
1:کمپيوټر ته د معلوماتو (Data) د ننه ايستلو د وسايلو لرل.
2:د ساتلو دوسايلو لرل.
3:د شميرونکي يا پراسسور لرل.
4:د کنټرول د څانګې لرل.
5:د پايلو دښودلو لپاره د وسايلو لرل.
که څه هم تحليلي ماشين چې د هغې مفکوره بابيج وړاندې کړې وه د نن ورځې له کمپيوټرونو سره ورته والی درلود او دده فکرونو ته په کتو چې دده له زمانې څخه مخکې ؤ او همدارنګه د همغې زمانې د فني شونتياؤ د نه درلودلو له امله بابيج ونشو کړای چې دا ماشين په خپل وخت کې جوړ کړی مګر دده مفکورې د نن ورځې د کمپيوټرونو د جوړولو لپاره بنسټ وګرځيد نو ځکه بابيج د کمپيوټر بنسټ ايښودونکی بولي.
له بابیج سره د تحليلي ماشين د پروګرام د منځ ته راوړلو لپاره د (Augusta (Adaپه نامه يوې انګليسي ښځې مرسته کوله نو که چېرې د کمپيوټر بنسټ ايښودونکی بابيچ وي نو Adaد کم پيوټر لمړۍ پروګرامره نومولی شو.په رښتيا سره چې د بابيچ مفکوره ددې ښځې کارونو هڅوله.د Adaد پروګرام ليکنې ژبه چې په 1979 کال کې معرفي شوه د همدې ښځې په نامه نومول شوې.
د هرمان هالريټ(Herman Hollrith) په نامه د يوه امريکايې پوه د جدول بندۍ ماشين( Tabulating Machine ) هم د اهميت وړ دی. له دې ماشين څخه په کال 1890 کې دامريکا د سر شميرنې لپاره کار واخيستل شو او ددې په واسطه په کمه موده کې د سر شميرنې کار پای ته ورسيد. په کال 1896 کې هرمان هالريت د جدول بندۍ د ماشينونو شرکت منځ ته راوړ چې دا شرکت بيا په کال 1924 کې له څو نورو شرکتونو سره يوځای شو تر څو د IBM((International Business Machineشرکت منځ ته راغی.
د شمير ټول مخکې ياد شوي ماشينونه هغه ماشينونه ؤ چې په ميخانيکي ډول يې کار کاوه.
په شميريزو چارو کې له ميخانيکي چارو څخه ګټه اخيستل د لاندې نيمګړتياؤ لرونکی وو:
د حجم زياتوالی
د چارو سستوالی
له ټوټو څخه د يوه په خرابوالي او يا ورستوالي سره په چارو نه ډاډمن توب
په يوه ټاکلي حد کې د پرمختګ دريدنه
لومړنی اليکترونيکي کمپيوټر
په کال 1946 کې د انياک (ENIAC) (Electronic Numerical Integrator and Calculator )په نامه لومړنی اليکترونيکي کمپيوټر د ددوو تنو هر يو ايکريت ( Eckert )او ماچلي(Mauchly) په واسطه جوړ شو.
دا کمپيوټر چې د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال پرې کار شوی ؤ د نظامي موخو لپاره جوړ شوی ؤ.
د ENIACکمپيوټر د لاندې ځانګړتياؤ لرونکی ؤ:
ددې کمپيوټر حجم ډير زيات ؤو حتی تر دې چې 1500 فوټ مربع په شاوخوا کې يې ساحه نيوله.
دروندوالی يې 30 ټنو ته رسيده.
له 1800 څخه زياتو خلا لرونکو لامپونو(Vacuum Tubes) څخه په کې کار اخيستل شوی ؤ.
دا چې دا ماشين اليکترونيکي ؤ نو د شمير له ميخانيکي ماشينونو څخه 200 ځلې چټک ؤ.
د پرګرامونو دساتلو لپاره يې ساتنځی نه درلود او ټول پروګرام په يو ځايې توګه هغه ته ورکول کېده چې له همدې امله ددې کمپيوټر پروګرام کول ستونزمن ؤ.
همدې دوو تنو وکړای شوای چې په 1952 کال کې د EDVAC (Electronic Discrete Variable Automatic (Computerماشين ډيزاين کړي.چې دEDVAC ماشين د ساتنځي لرونکی ؤ او کولای شوای چې پخپل ساتنځي کې پروګرام ته ځای ورکړي.
د کمپیوټر ویروسونو ډولونه:
په ټوليز ډول کمپیوټر وايروسونه پر لاندنيو دوو برخو ويشل کېږي:
١- په نېغه توګه (Direct Action) اجرا کېدونکي وايروسونه.
٢- په حافظه کې (Memory Resident) غلي شوي وايروسونه.
ځينې وايروسونه د پورتنيو دواړو خاصيتونو څښتنان وي، په حافظه کې غلي کېدونکي وايروسونه په ډېرې اسانۍ سره د سيسټم کړه وړه تر نظر لاندې نيسي او د پروګرام پنځېدو پر مهال د نورو په ککړولو لاس پورې کوي، نوموړي وايروسونه له دوو لارو څخه په حافظه کې غلي کېږي.
١- د ځينو وقفو په استفادې سره.
٢- د MCB چې د Memory Control Block لنډيز دى په استفادې سره.
نننيو وينډوزونو تر ډېره بريده په حافظه کې د غلي کېدونکو وايروسونو مخه نيولې او د هغوى څارنه يې محدوده کړې ده، له همدې امله ننني وايروسونه په حافظه کې پر غلي کېدو برسېره په نيغه توګه يوه اجرايوي کړنه هم تر سره کوي.
د فايل باينري (Binary) وايروسونه
يو وايروس خپل فايل د يوه پروګرام د فايل په بڼه په سيسټم کې خوندي کوي او د بېلابېلو تخنيکونو له لارې د نورو فايلونو په ککړولو لاس پورې کوي، د يادونې وړ ده فايلي وايروسونه د خپلو ځانګړو تخنيکونو له مخې پر بېلابېلو برخو ويشل کېږي چې تر ټولو مهمې يې په لاندني ډول دي:
١، پر ليکل کېدونکي (Overwriting) وايروسونه، دا ډول وايروسونه په نېغه توګه ځان د يو پروګرام په ابتدايي برخه او د هغه په کوډونو کې داخلوي، له همدې امله نوموړى پروګرام په يو ويروس بدلېږي، که د پروګرام د پنځولو پرېکړه وشي نه يوازې دا چې نه پرانيستل کېږي بلکې نوموړي وايروسونه د نورو فايلونو په ککړولو لاس پورې کوي، دا ډول وايروسونه په ډېره اسانه توګه له منځه وړل کېږي.
٢، مل (Companion) وايروسونه، دا ډول وايروسونه په نېغه توګه د يو پروګرام په کوربه فايل کې کوم بدلون نه راولي، پر ځاى يې د خپلو ځينو کړو وړو له مخې يو وينډوز په دې اړباسي چې د پروګرام پر ځاى وايروس وپنځوي، ځينې وختونه نوموړي د يوه پروګرام نوم بدلوي او ځان د پروګرام د نامه په بڼه ښيي، يا دا ډول وايروسونه په يوه ډايريکټرۍ کې EXE يا COM فايلونه په دې موخه چې تر هر څه مخکې اجرا کېږي ککړوي.
٣، اړيکى لرونکي (Link) وايروسونه، دا ډول وايروسونه د سيسټم د اجرايوي فايلونو په وروستۍ برخه کې خپل اړيکى داخلوي، له همدې امله د دې بدلون په وجه يو پروګرام پنځوونکى فايل د پروګرام پنځولو تر څنګ وايروس هم اجرا کوي چې ښايي د امکان تر بريده په سيسټم کې د ټولو ځاى پر ځاى شوو پروګرامونو د پنځوونکو فايلونو په وروستۍ برخه کې ياد شوى اړيکى موجود وي.
٤، دعوه ګير (Pretending) وايروسونه، دا ډول وايروسونه په ډېره ساده توګه خپل ګوډ د يو پروګرام د اجرايوي فايل په سر کې داخلوي، له همدې امله د پروګرام پنځولو پر مهال تر هرڅه مخکې د وايروس کوډ اجرا کېږي.
٥، داخلېدونکي (Inserting) وايروسونه، دا ډول وايروسونه ځان د يو پروګرام د کوربه فايل په منځنۍ برخه کې داخلوي، نوموړي وايروسونه کولاى شي د ځان لپاره د يو کوربه پروګرام په فايل کې ځاى ولټوي او ځان په کې داخل کړي، که نوموړى فايل د وايروس ځايولو وړتيا ونه لري، يوه غټه برخه يې بل ځاى ته انتقالېږي او پاتې تشه فضا يې وايروس د ځان لپاره غوره کوي.
٦، اضافه کېدونکي (Appending) وايروسونه، دا ډول وايروسونه خپله ورانکاره حمله د يو پروګرام د کوربه فايل په سر کې ليکي، د نوموړي فايل د سر برخه د هغه پاى ته انتقالوي او ځان د اصلي پروګرام د ابتدايي برخې په منځ کې يا هم د وروستنۍ برخې په منځ کې داخلوي، که د پروګرام د پنځولو پرېکړه وشي نوموړى حمله د فايل له ټاکلي برخې څخه د وايروس په لوستلو پيل کوي او وايروس اجرا کېږي، ورپسې د فايل ابتدايي برخه چې له ځايه بېځايه شوې وه بېرته خپل ځاى ته انتقالېږي او پروګرام ته د پنځولو اجازه ورکول کېږي.
٧، سکريپټي (Scripts) وايروسونه، دا ډول وايروسونه په حقيقت کې د وايروسونو په ډله پورې هېڅ تړاو نه لري، هر سکريپټ يو ځانګړى متن دى چې بايد د پروګرامونو د برخو له لورې ولوستل شي او تفسير شي، مګر په اوسني عصر کې د جدي تهديد په ليکو کې درېږي. د سکريپټي ژبې څو لاندنيو ډولونو ته ځير شئ:
١- جاوا سکريپټ (Java Script)
٢- ويژول بېسيک سکريپټ (VB Script)
٣- جې سکريپټ (Jscript)
٤- اى، ار، سي سکريپټ (IRC Script)
٥- يونيکس شيل سکريپټ (Unix Shell Script)
٦- ايم، ايس ډاس بېچ سکريپټ (MS-DOS Batch Script)
٧- وېژول فاکس پرو سکريپټ (Visual FoxPro Script)
٨- ځينې نور بېلا بېل سکريپټونه لکه سوپر لوګو (Super Logo)، پرو (Pro)
کمپیوتر تېزولو لپاره پنځه اسانه لارې چارې
د هارډ ډسک له سره تنظیمول یا Defrag کول
ښايي دا تاسو ته معلومه نه وي چې د هارډ ډسک له سره تنظیمول د کمپیوتر د ساتلو لپاره څومره اړین دی.
د هارډ ډسک له سره تنظیمول کمپوتر ټول (Data) معلومات یوځای کوي د کمپیوتر د تیزولو صلاحیت لري.
په کومه طریقه چې په کمپوټر کې فایلونه ساتل کیږي، د هغې له کبله ټول نوي هارډ ډسکونه هم سستیږي. څنګه چې په هارډ ډسک کې نوي فایلونه ثبتیږي یا حذفیږي دا ټول معلومات د یو ځای کېدو پر ځای د هارډ ډیسک په بېلا بېلاو حصو کې پاتې کیږي چې له کبله دغه فایلونو ته لاس رسی بیا په اسانه نه کیږي او هارډ ډسک ورسره سستیږي.
هارډ ډسک کې د معلوماتو ترتیب سره نه یواځې دا چې په هارډیسک کې ځای زیاتیږي بلکې معلوماتو ته لاس رسی هم اسانه وي.
دا بیا هېڅ ستونزمنه نه ده. محض د ځېنو پرواګرامونو څخه په کې مرسته اخېستلای شئ، مثلا Smart Defrag 3 د (وينډوز ۸،۱) لپاره او یا iDefrag د (ایپل OS ) لپاره.
غیر ضروري فایلونه حذف کړئ
نن سبا تر ۲۰۰ جي بي پورې هارډ ډسک ډیر په اسانۍ سره ډکیږي او څومره چې دا ډکیږي د کار کولو صلاحیت يې هم متأثره کیږي.شاید ستاسو کمپیوټر کې هم داسې ډیر پخواني فایلونه موجود وي چې ستاسو په استعمال کې نه وي او د کمپیوټر زیاته برخه یې نیولي وي.
مارکيټ کې ستاسو شخصي کمپیوټرو PC یا میک کمپیوټرو لپاره ډيری پروګرامونه شته دی چې ښيي کومو فایلونو ستاسو د هارډ ډسک زیات ځای نیولی دی. د Space Sniffer یا InDirStat په نوم پرواګرامونه تاسو سره په دې کې مرسته کولای شي چې کوم فایل ډیر ځای نیولی دی.
که تاسو په میک کمپیوټر کې OS X استعمالوئ نو دا کار نور هم اسانه دی. ددې لپاره د Finder اسانتیا هم استعمالولای شئ. دا تاسو ته په میک کمپیوتر کې موجود د اپلکیشنیو، پرواګرامونو، هارډ ډسک، فایلونو، فولډرو، ډي وي ډي ډرایورز ټول شیان ښيي. تاسو ددغو فایلونو له سره تنظیمولای شئ، تاسو د میک ټول فایلونه مواد لیدلای شئ او څه مو چې زړه وي، هغه لرې کولای شئ.
څخه ځان وساتئ
دا د کمپیوتر د تیزولو لپاره تر ټولو تیزه لاره ده، په ځانګړي ډول دې سره کمپیوټر ژر تر ژره چالانیږي.
دا هم امکان لري چې د کمپیوتر چالانولو سره دا هم معلومولای شي چې په کمپیوتر کې کوم پروګرامونه اوس چلیږي او که غواړئ هغه هم بند کړئ.
په OS X کې Activity Monitor او په ونډزو کې Task Manager پر مټ دغه کار کېدلای شي. که تاسو سره میک کمپیوټر وي، نو System Preferences ته لاړ شئ او Users and Groups انتخاب وکړئ او هغه پروګرامونه بند کړئ چې ستاسو زړه وي.
[irp][irp][irp]که PC یا شخصي کمپیوتر استعمالوئ نو مفته Tool د Autoruns استعمالولای شئ چې په اتومات ډول چليدونکي پروګرامونه کنټرولوي.
وایرس او زیان رسووونکي پرواګرمونه له منځه ویسئ
ځيني خلک دا فکر و ګومان کوي چې د اینټي وایرس سافټ ویر څخه پرته ګوزاره کولای شي او د همدې کبله ډیری پروګرامونه کمپیوتر کې انسټالوي چې له کبله یې کمپیوترونه بالعموم او بالخصوص پخواني کمپیوټرونه ډير متأثره کړي.
خو بیا هم هغه کسان چې د کمپیوتر ماهر نه دي، هغوی دې د وایرس څخه د ځان ساتلو لپاره اینټي وایرس سافټ وییر استعمال کړي.
تاسو خپل کمپیوټر ځانګړتیاو ته په کتلو سره یو اینټي وایرس سافټ وییر انتخابولای شئ. داسې ډیری اینټي وایرس سافټ ویرې شته دی چې ډیره کم ځای نیسي او همدا راز په کمپیوتر کم بوج رواړي چې په کې Microsoft Security Essentials ،Panda Cloud او Avira شامل دي.
که څه هم دا ډیره مشهوره شوې چې میک کمپیوټرې د وایرس څخه نه متأثره کیږي خو بیا هم که ستاسو ایپل کمپيوټر د معمول څخه پرته سست شي نو بیا هم دغه طرف ته توجه کول اړتیا دي. په دغسې حالت کې تاسو مفت ټول (Tool) Avast یا Sophos اینټي وایرس استعمالولی شئ.
Web applications استعمال کړئ
که Google Docs ، Adobe’s Buzzword یا Zoho یا Peepel په څېر اپلیکشن وي او هغه څه ددې لارې کولای شې چې د آفس د لارې کیږي نو د آفس د استعمالولو اړتیا څه ده. (هغه کسان چې انترنیت ته لاسرسی لري، دا د هغوی لپاره ده).
نن سبا په ویب اپلیکیشنز کې چې څومره براوزرې کار کوي له هغې هر ډول کار اخېستل کیدای شي.
د دې دوه فایدې دي:
لومړی دا چې د استعمال پر مهال په کمپیوتر کې ډير دروند نه وي.
دوهم دا چې په هارډ ډسک ددې هېڅ اثر نه وي.
که تاسو د پورته پنځه مراحلو څخه تېر شئ او بیا مو هم کمپیوتر د چالانولو پر مهال تیز نشي، نو یا خو کوم مستري سره اړیکه ونیسئ یا د نوي کمپیوتر لپاره د حل لاره چاره ولټوئ.