کاناډا کتابتون او آرشیف Library and Archives Canada
کاناډا کتابتون – کاناډا کتابتون او آرشيف، چي ددغه هيواد په پلازمېنه اوټاوا کي په ۲۰۰۴م کال کي تاسيس سوی، په نږدې ۱۱۷ ميليونه کاناډايي ډالره رغېدلی دی.
په دغه کتابتون کي يوازي ۲۰ ميليونه کتابونه او تر ۳۴ ميليونو پوري رسالې، مجلې، ورځپاڼي، ږغيز توکي، ډاټابېسونه، نقشې، ټاپې، چاپي آثار، انځورونه او لاسوندونه موجود دي او دغه راز ټولټال ۸۶۰ تنه کارکوونکي لري.