
کامیاب سوداګر به میلونر شي
د نن ورځې سوداګري ډیر پېچلې ده. د پوهې او ټکنالوجي د پراختیا له امله سوداګري په هره برخه کې په چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده، د ګړندي سرعت، کمپیوټر او ریاضي د عصری علم له سوداګرو سره مرسته کوي چې خپل سوداګریز فعالیتونه او کړنې په ښه توګه تر سره کړي.
لیکونکی محمد قیس (یاسيني)
لکه څنګه چې سوداګریزه نړۍ د بدلون په حال کې ده، سوداګر هم باید له بدلون سره سم د خپلې ادارې د پایښت او سوداګریزو موخو ته د رسیدو لپاره بنسټیز مهارتونه او وړتیاوي تر لاسه کړي. که سوداګر غواړي چې بریالی وي نو لاندې ټکي په خپل سوداګریزو چارو کې عملي کړي نو ډیر ژر به میلونر شي.
1. د سوداګرۍ پوهه:
سوداګر باید د خپلې سوداګرۍ اړوند بشپړه پوهه ولري. په داسې ډول چې د سوداګرۍ، بازارموندنې پر عایداتو مالیه او پوهه هره مالي برخه کې بشپړه پوهه او معلومات ولري.
2. د پلان جوړونې او مدیریت وړتیا ولري:
یو سوداګر که غواړي چې خپلې سوداګرۍ ته ځلا او پرمختګ ورکړي د پلان جوړونې، مدیریت او په هغه باندې د کنټرول وړتیا باید ولري.
3. لرلید او د اټکل کولو وړتیا ولري:
یو ښه سوداګر د خپلې سوداګرۍ د تیرو کړنو ته کتنه وکړي تر څو د راتلونکي لپاره یوه ښه تګلاره او لیدلوری وټاکي. د لرلید او اټکل په درلودلو سره کولای شي خپلې راتلونکې کړنې پلان کړي او په دې کار سره به سوداګري بریالۍ وي او دا سوداګر به ډېره ګټه تر لاسه کړي.
4. اخلاقي معیارونه:
د سواګرۍ اخلاقي معیارونه عبارت دي له چل، غلا، رشوت اخیستنې څخه چې په سوداګرۍ کې باید شتون ونلري. هغه سوداګر چې دا معیارونه په پام کې نه نیسي ډیر ژر به ټول خپل پيردونکي له لاسه ورکړي يو ښه سوداګر د ټولنیزو اخلاقي او مذهبي مسؤولیتونو درلودونکی وي او په مارکیټ کې د خپل پایښت او ګټې تر لاسه کولو لپاره د پورتنیو بد اخلاقیو مخه ونیسي.
5. ښه فکر او نوښتګر باید وي:
د نن ورځې سواګري په ډیرې چټکۍ سره په مخ راونه ده. یو سوداګر باید د نوښت او نویو توکو د تولید وړتیا ولري. همدارنګه باید سوداګر وکولای شي نوي مارکېټي میتودونه پلي کړي او نوي خدمتونه او تولیدات ټولنې ته وړاندې کړي.
6. میړانه او مقاومت باید ولري:
یو ښه سوداګر باید، کلک،زړور او ځواکمن وي. که سوداګر دا ځانګړتیاوې ونلري او ونشي کولای سواګریز خنډونه له خپلې مخې څخه لرې کړي، نو باید خپله سوداګري ډیر ژر وتړي.
7. د بدلون منل:
فزیکي او تخنیکي علم د تولیداتو نوي ډولونه خپروي او د تولیداتو اغیزناک مېتودونه وړاندې کوي، یو ښه سوداګر باید میل ولري چي نوي بدلونونه تر لاسه کړي او باید وړتیا ولري چي د تخنیکي پوهې د تر لاسه کولو په اړه څیړنه او پلټنه وکړي تر څو وکولی شي سیالۍ وکړي او خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
8. وړتیا او مهارت:
یو ښه سوداګر باید عادل او ښه طبیعت لرونکی وي او د خپلې سوداګرۍ اړوند سختو کارونو د تر لاسه کولو وړتیا ولري او وکولی شي چې ډیر کار وکړي او د ډیر کار کولو وړتیا ولري که سوداګر ونشي کولی سخت کارونه او سوداګریز فشارونه وزغمي، د مارکیټ سیالۍ ځواک له لاسه ورکړي او بیړۍ به یې په اوبو کې ډوبه شي.
9. سالم مالي مدیریت:
مالي برخه د سوداګرۍ له بنسټونو څخه ګڼل کیږي سوداګر که غواړي سوداګرۍ يې پرمختګ وکړي باید د مالي اسانتیاو پراخه سرچینه په واک کې وي یو نامتو او لایق سوداګر هڅه کوي د سوداګري مالي اړتیاوې او بهرني سرچینې پوره کړي او په اغیز ناکه توګه یې ترتیب کړي که سوداګر کافي پانګه په لاس کې ولري خو د سالم مدیريت وړتیا ونه لري نو سوداګري به یې ډیر ژر له منځه لاړه شي سالم مالي مدیریت د سوداګري د بریا کونجي ګڼل کیږي او دا وړتیا د یو ښه سوداګر له ښو ځانګرتیاو څخه ده.
10. تخنیکي پیاوړتیا:
یو ښه سودګر ته اړینه ده چې د یوې ځانګړې دندې او پوهې تر لاسه کولو او بشپړولو لپاره کافي تخنیکي مهارتونه ولري. سوداګر باید په اړونده برخه کې ځانګړې پوهه او وړتیا ولري تر څو وکولی شي خپله کاري پروسه او لازم میتودونه په بشپړ او اغیز ناکه توګه عملي کړي.
11. د ښې کاري ډلې درلودل:
سوداګر باید د خپلو سوداګریزو کړنو د تر لاسه کولو لپاره یو پیاوړي کاري ټیم چې له مسلکي کارکوونکو څخه جوړ شوی وي ولري. سوداګر باید د خپل ټیم د کارکوونکو له خوی، وړتیا ځیرکتیا او عقیدي په اړه خبر وي او ډاډ پرې ولري همدارنګه سوداګر باید د وګړو محدودیتونه وپیژني او د هغوی د انګیرنو په اړه پوه وي سوداګر باید په اغیزناکه توګه له خپل لاس لاندې وګړو سره د اړیکو نیولو وړتیا ولري. تر لاس لاندې کارکوونکي باید د اداري د پیاوړتوب لپاره وړاندیزونو د وړاندي کولو میړانه ولري سوداګر باید په خپله اداره کې د ډاډ، امنیت او خوښۍ فضا رامنځته کړي.
12. فکري ځواک:
یو سوداګر باید ددې وړتیا ولري چې وکولی شي په خپل فکري ځواک سره د اداري هم تخنیکي او هم بشري مهارتونه برابر او بشپړ کړي. کله چې د تولیداتو په اړه نوې پریکړه کیږي، اجرايي مشران څوک چې د تولیداتو کنټرول بازارموندنې، مالي او څیړنيز مسؤل دي، باید د ګډو موخو د تر لاسه کولو لپاره یو ځای کار وکړي.
13. ريښتینولي او صداقت:
سوداګر باید د خلکو سره په راکړه ورکړه کې ریښتینی وي.
که هر سوداګر غواړي چې په نړیوالو مارکیټونو کې شهرت پیدا کړي نو پورتنۍ لارښونې باید په خپله سوداګریزه راکړه ورکړه کې عملي کړي که سوداګران په خپلو ورځنیو چارو کې د پورتنیو ذکر شویو لارښونو څخه کار وانښلی نو د دوی کارونه د خنډ او ځنډ سره مخ کیږي او کیدای شي چې د دوی پانګه لمنځه لاړه شي او له مارکیټ څخه خارج شي.