کاش قارغه وای | کیسه
په یو ستر ځنګل کې یو قارغه اوسېده او له خپل ژوند څخه ډېر خوښ و، خو یوه ورځ یې چې قاز (یو ډول سپین مارغه دی، چې په اوبو کې اوسېږي) ولیده، نو فکر یې وکړ، چې قاز دومره سپين او زه دومره تک تور یم، نو دا قاز به د نړۍ تر ټولو خوشحاله مارغه وي.
د قارغه په زړه کې دا خبره پاتې نه شوه او قاز ته یې وویل، چې زما په آند به ته د نړۍ تر ټولو خوښ مارغه یې، قاز وویل: لومړی ما هم همداسې فکر کاوه، چې زه به د نړۍ تر ټولو خوښ مارغه یم، خو چې کله مې طوطي ولیده، نو پوه شوم، چې هغه به د نړۍ تر ټولو خوښ مارغه یې، ځکه هغه دوه مختلف رنګونه لري.
قارغه د طوطي څنګ ته ورغئ او خپل فکر یې ور سره شریک کړ، طوطي وویل، ما هم همداسې فکر کاوه، خو چې کله مې تاوس ولیده، نو پوه شوم، چې تاوس تر ټولو خوښ مارغه دی، ځکه زه دوه رنګونه لرم او هغه ډېر زیات رنګونه لري.
قارغه د تاوس څنګ ته ورغئ او ورته یې وویل، چې ته خو ډېر ښاېسته، زما په آند به ته د نړۍ تر ټولو خوښ مارغه یې، ځکه ته ډېر زیات رنګونه لرې او هره ورځ دې د لیدلو لپاره سلګونه خلک راځي.
تاوس وویل: زه هم همداسې فکر کوم، چې زه به د نړۍ تر ټولو خوښ او ښاېسته مارغه یم، خو زه د همدې ښکلا له امله دلته په باغِ وحش (ژوبڼ) کې بندي یم، ما پر ژوبڼ ډېر زیات فکر وکړ او په پایله کې دې نتیجې ته ورسېدم، چې یوازې قارغه یو داسې مارغه دی، چې د ژوبڼ په یو قفس کې هم قید نه دی او له همدې امله زه له تېرو څو ورځو راهیسې دا ارمان کوم، چې کاش زه یو قارغه وی، چې له دې بند څخه خو ازاد وی کنه.
زموږ د انسانانو هم همدا مشکل دی، خپل ځانونه له نورو سره مقایسه (پرتله) کوو او په دې توګه خپل ځانونه ناهیلي کوو.
په دې نړۍ کې هېڅوک هم د بل په شان نه دی او نه یې هم مال او اولادونه یو شان دي، نو باید خپل ځانونه له نورو سره مقایسه نه کړو او پر خپلو شیانو خوښ واوسو.
ژباړه: Abid Mohmand