کابل څانګې غونډې راپور ۲۰۱۹/۰۵/۱۰
نن مو د ژبژغورنې غورځنګ د مشر ښاغلي ابوبکر ځلاند په مشرۍ خپل مرکزي دفتر کې ناسته وکړه چې د قرآن مبارکو آیاتو باندې پیل شوه چې مشر ځلاند د خپلو د لاسته راوړنو ډک ولایتي سفرونو اړوند څرګندونې وکړې، بیا یې د غبرګولي اتمه باندې د پښتو نړیوالې ورځې د نمانځنې د چمتووالي اړوند نورو غړو ته دندې وسپارلې.
بیا غورځنګ ته تازه راغلو غړو ځان راوپېژند ورپسې هر یو خپل آند څرګند کړ.
د غونډې لپاره د بلنلیکونو، وېشلړ یې، د ویناوالو، ویاند، د قومي شوراګانو او ټولنو بلنو اړوند بحث وشو.
د ژبژغورنې ملي غورځنګ رسمي ویبپاڼه.
د ژبژغورنې ملي غورځنګ رسمي فیسبوک پاڼه.
د ژبژغورنې ملي غورځنګ رسمي فیسبوک ډلګی.