راپورونه او لاسته راوړنې

د غورځنګ دننګرهار څانګې دفتر ته راغلي مبارزین

نن د ژبژغورنې ملي غورځنګ دننګرهار څانګې دفتر ته ښکلي مبارزین راغلي ول
هر یو ښاغلی شیر عالم اندړ،مطیع الله احمدزي،رحمت الله نورخیل،صبغت الله خنفي او ذاکرالله پتنګ صاحبان.
چې دوی ټولو د غورځنګ څخه ملاتړ اعلان کړ.
وروسته د ننګرهار څانګې د مسؤل عرفان پټان او ارشد غړی او همکار حمیدالله حمیدي او د موجودو میلمنو تر منځ د ریاسونو د ریسانو سره د غونډو او د پښتو ورځې د نمانځلو په اړه مشوري وشولې
او په پای کې پرېکړه وشوه چې د پښتو ورځ به دلته ننګرهار کې نمانځو.
په اخره کې د ننګرهار څانګې مسؤل له راغلو دوستانو مننه وکړه، چې په دې روژه کې یې زحمت وویسته.او تاسو ټولو ته هم بلنه درکوي تر څو راشئ، دفتر ته تر څو د نږدی سره ووینو او د پښتو ژبې د ودي باره کې ستاسو نظرونه واورو.
درنښت

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: