ښکلا څه ته وایي؟

طبعي ده ،چې ښکلا فطرتي غوښتنه ده ؛خو ځنې وخت مو ذهن کې دا پوښتنه راولاړیږي چې څرنګه یو کس ددې قضاوت کوي چې داشی ښکلی دی؟

هغه کس چې ښکلا پېژني کومه خواري یې کړې که نه؟
هوښیاران وایي:(بې زحمته راحت نشته) هېڅ موجود لوبالي نه دی خلق شوی ، بلکې د خپل ژوند دترېدو دپاره هغه قانون مني، چې دمکافاتو د اخېستو او دمجازاتو نه په ډډې سره د خپل ژوند مرام برابرکړي ،که د اتوپیر نه وي ؛نو نړۍ به دظلم تنور ګرځېدلې وی همدغه شان داد بدرنګۍ تاثیرات دي چې په خلکوباندې د ښکلا مفهوم پېژ ندلی ،بل اړخ موبیا ډاډه کوي ، هغه دا چې په انسان کې تل د ښکلا احساس ساه اخلي ،ځکه که چیرې دا نه وای نو بیا ولې موږ وایو چې دا شی ښکلی دی دبېلګې په ډول که  د کاروان صیب دې بیت ته متوجه شو :

مرغان دې راشې زموږ لپو کې ځالې وکړي ــــ  غر مو نښتر نه لري کلی مو چنارنه لري

په پورتني بیت کې په لپه کې د ځالې جوړل د لویانو سربیره ماشومانو ته هم خوند ورکوي ، که څه هم هغه په عاطفې شکل د وطن ورانیدا نشي درک کولای بلکې د جمالیاتي احساس زور دی چې په ماشوم یې هم دغه ښکلا پیژندلې ده .

تآثرد هنرنه راټوکېدلی د بدرنګۍ اوښکلا په جاموکې ځان پټوي مثلا: که  یوماشوم د بام نه راولوږي زر بېرته په خپلو پښوودریږي اوبل پنځه کلن ماشوم ‌‌ډېر په خواږه غږ په یادو دقرآن کریم تلاوت کوي که پورته پېښو ته غور وکړو په دواړوحالاتوکې په انسان باندې د تاثرد چینې نه اوبه څښل کیږي، که څه هم اوله پېښه دردونکې اوپه دویمه کې مینه او عاطفه نغښتې ده ، چې د دغه درد او عاطفې د کیفیت درک ته هنر وایي.

باومګارټن د ښکلاپېژندنې بنسټ کېښود،داچې تردې دمه د ښکلا دپاره کوم ټاکلی تعریف نه دی موندل شوی  داپخپله ښکلاده ځکه دښکلي شي زیات صفتونه کیږي هر کس په دې لټه کې دی چې ښکلی تعریف دښکلا دپاره وپلټي یعني دا ګډوډي ښکلارامنځ ته کړې ده، بیا هم ښکلاهغه بوږنونکې لېدنه ده چې احساسات پاروي عواطف راویښوي اوخپل تګ لوری ټاکي چې پېژندنه  یې طولاني وخت ته اړتیا لري که څوک له ماپوښتنه وکړي په څومره عمر خوښ یې ؟ ډیر زربه رانه وویل شي،چې په هغه ژوند بسنه کوم چې یو ګل په زور اوزېر وګورم اوخپل مرام په کې ولټوم .

د دې خبرې یادول ضروري دي ، چې ښکلا موضوعي ده که معرضي په دې اړه حنیف خلیل په خپل کتاب د ښکلا هېنداره کې لیکي : موضوعي ښکلا هغه ښکلا ده ،چې د حس کېدونکي په حس کې موجوده وي او معرضي ښکلا هغه ده چې په څېزونو کې موجوده ده لنډه داچې په دواړو بعدونو پورې ځان تړي .روهي صیب لیکلي((یوشمیر ښکلا پېژندونکي ښکلا عیني نه ګڼي اوهغه دانسان روحاني تجلی ځنې یې عیني بولي ،چې زموږحواس او عواطف ورسره ملګري کیږي ))اناتول فرانس وایي: ((که ماته اختیار راکړل شي دحقیقت اوښکلاترمنځ یو انتخاب کړم زه به بې له شکه ښکلا خوښه کړم ))دښکلا نه باید ډېره د حقیقت غوښتنه ونه شي جامی صیب وایي:((که اکذب اوست احسن او))دکاظم خان شیدا په لاندې بیت کې د سېمبول په واسطه د ښکلا ټغر غوړولی چې کمند د واسطې دپاره سېمبول شوی ؛که څه هم په پړي ختل اسمان ته امکان نه لري.

د افتاب په کمند نه خیژم اسمان ته         نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو.

تولستوی د هنر تعریف کې ښکلا پېژندنه له هنر څخه جلا کوي وایي: د ښکلا مفهوم د هنر پېژندنه له ګډوډیو سره مخامخ کوي او دا هم وایي:چې  د هنر نه د ښکلا وتل د هنر د مړېنې سبب ګرځي )).

دهنرمن په اثر کې استیتیک ارزښتونه په مختلفو بڼوڅرګندیږی ،ددې متل مانا ((مېښې ته مې ګل ونیو هغه په خوله کړ))داده ،چې انسان په استیتیک ارزښت پوهیږي نه حیوان .

رومي دوګورمن په نظر((د ګلاب ګل څوک ددې دپاره نه خوښوي چې د هغه عرق د سترګو د درمل په توګه استعمالیږي بلکي ددې دپاره یې خوښوي چې ښکلی دی او ښکلا مستقل ارزښت لري))انسان چې ښکلا خوښوي د لاسته راوړلو په لټه کې باید زیار وباسي لکه چې وایي :

بدرنګۍ باندې مې داسې کانې وکړې
چې تر شا یې نه کتل ښکلا یې پرېښوه

اخذونه :

۱ـ  دا کتر خلیل حنیف د ښکلا هېنداره
روهي محمد صدیق   ادبي څیړنې ۲ـ

لېکنه: رحمت الله حکیمي 

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب