ښځې د میندوارۍ پر مهال کومو معاینو ته اړتیا لري؟

انګلنډ کې یوه ښځه له وخت مخکې د ماشوم زېږون پر مهال پوه شوه، چې خپل مېړه سره د کوروالي له امله پر (اېس ټي آی) میکروب اخته شوې او ماشوم یې هم مړ شوی دی.

له دې دردوونکې تجربې وروسته مستعار نومې (لورین) د دې ناروغۍ په اړه یو کمپاین پیل کړی.

لورین خپل ماشوم د سترګو پر وړاندې له لاسه ورکړ.

نوموړې وايي: “هغه یې ماته راوسته، ما ورته وویل تاسې ورسره مرسته وکړئ، خو راته ویې ویل، مونږ څه نه شو کولی. زه ورسره وم چې لور مې مړه شوه.”

لورین تېر کال جون کې میندواره شوې وه. هر څه ډېر ښه روان وو،‌ خو ناڅاپه یې یوه ورځ له ښځینه تناسلي آلې د یو ډول عجیبه ترشحاتو راوتل پیل شول.

ډاکټرانو فکر کاوه ،چې ښايي د تشو میتیازو میکروب وي، خو د میندوارۍ پر اتلسمه اوونۍ یې وضعیت لاپسې خراب شو او درد یې نور د زغملو نه و.

مور یې په ډېرې سختۍ ډاکټر ته بوتله، ډاکټرانو له معاینې وروسته ورته وویل، چې ماشوم یې نه شي ژغورلی او که لورین زېږون و نه کړي، ښايي پخپله ومري.

له وخته مخکې زېږېدلې ماشومه ډاکټرانو له زېږون وروسته مور ته راوړه، هغه لا ژوندۍ وه.

لورین وايي: “هغه ژوندۍ وزېږېده، خپله ګوته یې رودله او ښورېده. هغې له مرستې پرته ساه اخیسته او لاسونه او پښې یې ښورولې.”

لورین ادعا کوي چې، له مېړه یې د سوزاک یا کلامېډیا پر ناروغۍ اخته شوې، خو هغه مهال یې ناروغي تشخیص شوه چې، لور یې له وخت مخکې په ۱۸مه اوونۍ وزېږېده.

درې ډوله ناروغۍ چې اوس مهال میندواره ښځې معاینه کېږي- هیپاټایټس بي، اېچ آی وي او سفلس (د جنسي اړیکې له امله رامنځته شوی عفونت) دی.

لورین وايي: “ماشومه مې مړه شوه، مېړه سره مې د ګډ ژوند اړیکه پای ته ورسېده او ان ځان مې هم له لاسه ورکړی دی.”

په میندواره ښځو کې د اېس ټي آی د معاینې کمپاین

له وخت مخکې د ماشوم د زېږون او مړینې په اړه له څېړنو وروسته، لورین د خپل ماشوم د مړېنې دلیل په ډاګه کړ.

ورته ویل شوي وو، په ډېرې خواشینۍ سره چې د کلامیډیا یا سوزاک په اړه مو د معاینې‌ پایله مثبته ده.

“د جنسي اړیکو میکروبونه د جنسي اړیکو له لارې لېږدول کېږي، او ما یوازې خپل مېړه سره کور واله کړي دي. دا عفونت ماته زما له مېړه لېږدول شوی او زه خبره نه وم.”

لورین له دې هر څه وروسته د خپل واده تړون ختم کړ او اوس یې د جنسي اړیکو او کورالي له امله رامنځته شویو ناروغیو پر ضد کمپاین پیل کړی.

لورین د دې لپاره کمپاین کوي چې میندواره ښځې د دې ناروغیو معاینه وکړي.

خپلې جنسي روغتیا ته پام وکړئ

لورین زیاتوي: “دا کمپاین د بریتانیا په کچه د ماشومانو په خوندیتوب کې مرسته کوي او ښځې له هغې دردوونکي تجربې چې زه هره ورځ ترې رنځ وړم ژغوري.”

د بریتانیا روغتیا وزارت او ټولنیزې پاملرنې (DHSC) اداره وايي، په دې برخه کې یو کمېټه په ملي کچه د ښځو د معاینو برخه کې فعالیت کوي.

(DHSC) یوه خپلواکه اداره ده، چې د بریتانیا روغتیا ادارې او وزیرانو ته د معاینې برخه کې مشورې ورکوي.

انګلنډ کې دې کمېټې شواهدو ته په کتو پرېکړه وکړه، چې په میندواره ښځو کې دا معاینه باید اجباري نه وي.

د (DHSC) ویاند ويلي: “مونږ د میندواره ښځو ملاتړ ته ژمن یوو او له ټولو میندواره ښځو غوښتنه کوو، چې خپلې جنسي روغتیا ته پام وکړي. په خپل ځان کې هر ډول بدلون ته باید پام وکړي، په دې برخه کې د مشورې لپاره دې ډاکټر سره په اړیکې کې شي.”

دې ویاند همدا زار زیاته کړې، چې د بریتانیا په کچه د ښځو د روغتیا په مرکزونو کې ۲۵ میلیونه پاونډه پانګونه شوې، چې دوی هر ډول بېړنیو خدمتونو ته لاسرسی ولري.

آیا د جنسي اړیکو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو معاینه اړینه ده؟

د اېس ټي آی ټولې نښې یو ډول نه دي. د ډاکټر یا د جنسي روغتیا د کلینیک له خوا تشخیص کېدای شي.

د متخصصینو په وینا، ډېرې جنسي ناروغیو درملنه شونې ده، خو په سوزاک کې د انتي بیوتیک پر وړاندې د مقاومت زیاتوالی دا درملنه ستونزمنوي او په دې حالت کې بیا د سوپر سوزاک میکروبونه رامنځته کېدی شي.

ځینې انتانات لکه اېچ آی وي په بدن کې پاتې کېدی شي، خو داسې درمل شته چې کولی شي نښې یې راکمې کړي او یا یې مخنیوی وکړي.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب