ښځه په لرغونې يونان كې
په پخوانيو قومونو كې يونان ډېر پرمختللې قوم و. مګر په دې قوم كې ښځې هيڅ حيثيت نه درلود. په يونان كې به ښځه د انساني ټولو بدبختيو بنياد ګڼل كيده . د يونانيانو په نظر كې ښځه د ټيټې پوړئ مخلوق و. د تهذيب او كار د پرمختګ سره ښځې هم لږ پرمختګ وكړو. مګر ورو ورو په يونانيانو بيا شهوت غلبه وكړله په دې وخت كې كنچنېو ښځو دومره پرمختګ وكړ چې په انساني تاريخ كې سارى نه لري. د هر فن خاوندان به له دوي څخه راتاو و. يونان كې حسن پرستئ او د ښكلا ذوق دومره غلبه وكړله چې بالكل خپل ځان ورځينې هير شو. لويو فيلسوفانو او پوهانو به زنا څه عيب نه بلله. نكاح پكې غير ضروري وګڼل شوه. له نكاح څخه پرته يو ځاى كيدل څه د شرم خبره نه وه. د ((كام د يوې لمانځنه)) په ټول يونان كې رواج شوه كام ديو د ديو تا ښځه وه مګر بيا ئې هم له نورو دريو ديوتاګانو سره اشنايې درلوده او د هغې په دربار كې د هر چا غوښتنې پوره كېدلې تر دې چې حرامي كېو پډ پيدا شو او بيا قوم دېته د معبوديت درجه وركړله) كنجر خانې په عبادتخانو بدلې شوي د نكاح اهميت له مينځه لاړ. په همدې ترتيب ښځې خپل اصلي حيثيت له لاسه وركړ. حتى په يونان كې لكه د ارسطو مشهور فيلسوف د اسبرطي په خلكو پړه اچوي چې له ښځو سره ولې آساني او ښه ګذاره كوي.
په يونان كې به د ښځې د مال او نورو ملكتيونو په څير پلورل كيدلى. (ريموستن) د يويانيانو يو استازى وايي چې مونږ لوڅي ښځې د خوند او صادقي او مهربانه ښځې دجسم د نورو غوښتنو د تامين له پاره غوره كوو