ښځه د نر زرین وزر
د نړۍ په ټولو موجوداتو کې ښایسته موجود ښځه، د ښځې د زړه او د ښځې عاطفه ده، د ښځې زړه ډېر کلک او هم مهاله ډېر نازک دی، که د ښځې زړه د ډېر درد د زغملو توان لري نو ژر ماتیدلی هم شي.
د روان دور په دې ویرجن څپرکي کې ښځه هم هغه قشر دی چې له نر سره اوږه په اوږه درد زغمي، او تل یې پرې غږ کړی چې :
په غم کې تانه کمه نه یم
لیونۍ نه یم چې به کلي خبرومه
که ورور په سینه ټپ خوري، نو خور یې ژاړي او که خاوند یې له درده زګیروی کاږي، نو ښځه یې له سترګو اوښکې تویوي، که ښځه مور شي په پښو کې یې جنت وي او که خور شي نو بیا د ورور ارمان کوي او وايي:
بې وروره خور په کلي راغله
اواز یې وکړو چې د چا کره به ځمه
لور د پلار ارمان کاږي، خور د ورور او مور د زوي، په هر حال يې عظمت ته سلام په کار دی، د ښځې لپاره د هغې تر ټولو لویه شتمني د هغه سپیڅلی زړه،پلار،ورور او خاوند دي.
که څوک خور نه لري نو خېر دی څه خبره نه ده
دا ډېره سخته وي چې ګڼې خویندې ورور نه لري
یوه یتیم ماشوم په خوارې خولګۍ داسې وویې
یوازې زه یم که به ټوله دنیا مور نه لري
هو!
ښځه مور ده،ښځه خور ده او ښځه د دې ټولنې سمبالوونکې ده،دا که په یوه لاس زانګو زنګولی شي نو څه شک دی چې په بل لاس ټوله نړۍ زنګوي، د ښځې د خړې لوپټې له عظمته ټول خبر یاست، که تاریخ ته ځیر شو نو ښځې له نر سره اوږه په اوږه د جګړې میدان هم ګټلی او دا ټپه یې ورته ویلې:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
له عمل سره په خوا کې د خبرو په میدان کې هم ښځې له سړو سره یوځای روانې دي او هڅه یې کړې چې سړی یوازې پرېنږدي، کله ناکله خو یې لوپټې ته شمله ورو هم د عظمت لاس پورته کړی او ورته یې ویلي:
چې خبرې یې له کاره کمې نه دي
لوپټې مو له دستاره کمې نه دي
ښځې خو تل له خپل ټول کمال جمال سره یوځای پر نر غږ کوي او وايي:
ته که سْر یې زه دې ساز یم
که انجام یې زه اغاز یم
که غم راشي او که خفګان، که ولږه وي او که تنده خو دا یې په ډېره مېړانه تېروي، او په ډېر صداقت سره وايي چې:
ته که یې سترګې نو نظر دې زه یم
او ستا د نازکو خیالو
زرین وزر دې زه یم