ښځه د اسلام او غرب په تمدن کې

انسان مدنی طبعه پیداشوی دی نو ځکه کله چی آدم علیه السلام پیدا شو یو څه وخت وروسته دهغه بی بی حوا هم دهغه دچپی پښتی نه پیدا شوه دهمغه اولی ورځی څخه ښځه دټولنی یو مهم عنصر دی او دغه انسانی دنیا بی دښځی دموجودیت نه نیګمړی ده .

ښځه دتاریخ په اوږدو کی دهیڅ تمدن نه ورکه او غایبه شوی نده مګر کله یی رول بارز او کله یی تت لوبولی دی نو مخکی ددی چی داسلام او اوسنی غربی تمدن په هکله خبره وکړو نو دلر غونو مدنیتونو کی دښځی په رول باندی رڼا واچوو .

یونانی مدنیت :

په دې مدنیت کې ښځه دکور لپاره وه همدا دلیل به ؤ چې له نسبي عفت او عصمت څخه برخمنه وه خو له دې امتیاز پرته نور نو ښځه له ثقافت ، تعلیم او نورو حقوقو څخه په بشپړه توګه محرومه وه ستر او پرده یواځې داشرافو نجباؤ دکورنیو خاصه وه نورو ښځو په نیمه عریان تن دهمدې اشرافو کورنیو دښځو خدمتګاري کوله . له قانوني لحاظه دیو عادي جنس په څیر بازار کې خرڅیده دښځو ځانګړی بازار ؤ چې به دوه ، چا څلور او چا شل ښځې مخ کړې وې او دې بازار ته به یې دخرڅلاؤ لپاره راوستلې.

دانسانې کرامت نه محرومې وې سړیو به دحیواناتو او ژویو په څیر کړنه ورسره کوله دمیراث او ملکیت له حق څخه بې برخې وې خو کله چې د یونان مدنیت خپل اوج ته ورسید نو دښځو د زیاتوالي او په بازارونو کې یې دنارینه ؤ سره داختلاط او معاشرت په نتیجه کې حالات یو بل رنګ ته بدل شول .

یو دا چې ښځې ته په دوهمه درجه قایلیدل او دوهم حالت یې دا چې صرف دیو شهواني جنس په توګه ورته کتل دتعلیم په وجه یې د خپل ژوند توښه یي دفحشاء له لارې برابرول که د کوم یو نیم سړي لاندې به یې ژوند غوښت نو مجبوره وه چې خپل ځان دیو متاع په څیر بازار ته عرضه کړي

رومی مدنیت :

په روم کې به چې دکوم سړی ماشوم پیدا شو مکلف نه ؤ چې د خپل فامیل غړی یي وګڼی. ماشوم (هلک یا انجلی) دعام محضر په مخ کې به دسړي پښو کې کښینول کیده او ژړل به یې که چیری به پلار پورته کړه معنی یی دا وه چې قبول یي دی او دفامیل غړی یي وګرځیده اما دا ډیره بده خبره وه چې پلار به خپل نوی پیدا شوی ماشوم واخیست.

دمور لپاره دا حق هم نه ؤ حاصل چې د ماشوم مخ وګوري ترڅو پورې چې پلار قبول کړی نه ؤ . که چیرې به یي پلار ترینه مخ واړولو معنی یي دا وه چې هغه یې د اولاد په توګه نه دی منلی او چې پلار به د اولاد څخه منکر شو نو ټولو خلکو به د خوشحالۍ او مبارکۍ په شکل لوړ لوړ غږونه پورته کول افرین او شاباس به یی ورته وویل بیا به یي هغه ماشوم خپل معبد ته وړل کیده او هلته به په ځانګړو تاقچو کې ایښودل کیده نو بیا به چې چا واخیست ښه ترښه او کنه نو په همغه تاقچو کې دګرمي، یخنی او یا دژړا له وجې همالته مړ کیده.

ترانجلۍ هلک امتیاز درلوده ځکه هلک به نورو خلکو اخیسته خو انجلۍ به په ډیر وخت په ژړا ژړا دمعبد په تاقچو کې مړه شوه خو مور ته داحق نه ؤ حاصل چې دخپلی لور مخ وګوري.

دفامیل مشر د خپلې ښځې ، لورګانو او زامنو رب بلل کیده د دوي دمال او ځان تصرف د مشر په لاس کې ؤ که چاته به یې دځان سوزولو حکم کاوه سرغړونه یي نشوه کولای دهغوي خرڅول ، چاته تحفه کې ورکول یوه عادي او معمولي خبره وه دفامیل دمشر سلطه دمرګ تر ورځې محفوظه وه.

خو کله چې په کال (۵۶۵)ق م کې (دجوستنیان ) قانون جوړ شو نو دپلار سلطه یواځې تر وهلو او شکنجه کولو پورې محدوده شوه دجوستنیان په قانون کې د واده عقد ته د(سردارۍ عهد ) نوم ورکړل شو یعنې چې ښځې د سړې سرداري په ځان قبوله کړه دځان ټول واک یي خاوند ته په لاس کې ورکړ چې دواده دمراسمو یي درې اصول ؤ

۱) داچې دکاهن او راهب لخوا ددین مراسمو له لارې ترسره شي.
۲) یا ښځه خپله ځان په ټاکلي مبلغ وپلوري.
۳) یا ښځه تر یو کال پورې کوم سړی صرف د هغې د خوراک او پوشاک دکفالت په عنوان قبوله کړي وروسته له یوه کال ( چې ښځې ته به یې خوراک او پوشاک حق ورکاوه له هغې به یي جنسي استفاده هم کولی شواي او هر خدمت چې به یي دزړه ؤ هغه به یي پر همدې ښځې تر سره کاوه) بیا به داښځه دهمغه سړي دښځې حیثیت وموند.

په رومي تمدن کې طلاق ډیر ساده پروسه وه یو مشهور رومي فیلسوف سنیکا ( ۴)ق م نه (۶۵)ق م پورې ژوند کړی په ډیره کلکه توګه درومیانو ترمنځ دطلاق په زیادت باندې غم ښکاره کوي هغه وایي چې اوس دروم په ولس کې طلاق دشرم خبره نه ده.

ښځې دخپل عمر حساب د خپلو میړونو په شمیر باندې کولو په هغه وخت کې به ښځو یو په بل پسې څو څو ودوونه کول.
مارشل (۴۳) م نه تر (۱۰۴)م پورې دیوې ښځې یادونه کوي چی لس میړونه یي کړي ؤ.

جود نیل (۶۰) م نه تر (۱۳۰) م پورې دیوې ښځې په اړوند لیکي چې هغی په پنځه کالو کې اته میړونه بدل کړي ؤ
سنب جروم (۳۴۰) م نه تر(۴۲۰) م پورې دیوې ډیرې باکماله ښځی حالات ځرګندوي په هغه وخت چې اخری ځل یی دیرشم میړه کړی ؤ او دخپل اخری میړه یویشتمه ښځه وه.

په یوناني تمدن کې

یوناني تمدن ډیر ځلانده ښکاري دا نسبتا یو مهذب ولس او قوم ؤ خو په هماغه تهذیب او تمدن کې دښځې حیثیت یو لویدلی حیثیت ؤ. هماغسې دټولو انساني بدبختیو بنسټ ګڼل کیده.(Pandara)په یوناني خرافاتو کې یوه خیالي ښځه
بیا یو وخت ښځه د قدر وړ وګرځیده او حیثیت یې د کور دیوالونو پورې محدود کړی شو نکاح ورته دشرافت او عزت مقام ؤ خو یو وخت دیونان ولس دنفس پالنې ، عیش او شهوانیت غلبه پیل شوه او په هماغه دور کې بې عصمته ښځو ته هغه مقام او درجه ورکړی شوه چې تراوسه یي په انسانی تاریخ کې مثال نه لیدل کیږي دعصمت پلورلو مرکزونه دټولنې د ښکته او پورته طبقو او پاټکیو دخلکو راټولیدو ځایونه وګرځیدل او دغه حالت دومره مخې ته لاړو چې د نکاح کول او یا د نکاح خبره یوه غیري ضروري مسئله وګڼل شوه باالاخره د هغوي مذهب هم دهغوي د حیواني غوښتنو په مقابل کې ماتي وخوړه .

دکام دیوي پرستش او عبادت په ټول یونان کې پیل شو کام دیوي د یو دیوتا ښځه وه دنورو درې دیوتاګانو سره یي هم اشنایي کړې وه ددې تر څنګ یو فاني انسان هم ددې سره (روحا) په یوځاي کیدو کې برخمن ؤ

ددی دګیډې څخه د محبت دیوتاکیویډ راپیدا شو چې پیدایښت یي ددې ښځې او دهغی د عاشقانو ګډه نتیجه وه. دا ښځه ددې قوم معبوده وه د ښځې په هکله ددې مهذب قوم اخلاقي انحطاط دې درجې ته رسیدلی ؤ.

هندویزم په تمدن کې

پخوانیو هندوانو عقیده درلوده چې دعلومو او فنونو ترلاسه کول تر هغو ممکن نه دي تر څو پورې چې انسان ټول عمر له کورني ژوند څخه لیري ونه اوسي یعني( باید مجرد وي او له کوره وتلی وي ) په هندي تمدن کې هم ښځه دخپلوانو(پلار ، ورور او زوي ملکیت بلل کیده) دا حق هم دښځې په لاس کې نه ؤ خو عجیبه دا وه چې د میړه له مرګ وروسته یي دژوند حق نه درلوده بلکې دمیړه دمړي ترڅنګ به دلرګیو په ډیري ژوندۍ سوځول کیدې دغه دود تر ۱۷میلادي پیړۍ پورې دوام درلوده او اوس کونډه ښځه دخوشحالۍ پروګرامونو کې شرکت نشي کولی.

په قدیم هند کې به ښځې دبګوان ، ونو ، لمر او بتانو په نوم قرباني (حلالې) کیدلې د بیلګې په توګه ځوانې پیغلې به یي دباران دخداي د شر او د خیر د خداي او یا نورو خدایانو په نوم قرباني او حلالې کولې

په هندی قوانینو کې یو دستور داسې راغلی چې طوفان ، مرګ ، دوزخ ، زهر ، ماران او اور هیڅکله هم تر ښځې بد نه دي ( تر دې ټولو ښځه بد تره ده )

مسیحی اروپا:

غربي نړۍ د اخلاقي انحطاط دمخنیوي او علاج په خاطر مسیحیت میدان ته راودانګل او په ابتداء کې یي یو څه خدمت تر سره کړ دفحشاء ، لوڅوالي او بربنډوالي یي مخه ونیوله د زنا دمخنیوي لپاره یي تدبیرونه جوړ کړل خو دښځې او نارینه ؤ اړیکو په هکله چې مسیحی مشرانو لید درلود نو هغه د انتها غوښتنې څخه هم اخوا ؤ او په حقیقت کې دانساني فطرت په خلاف د جنګ اعلان ؤ او دهغوي بنسټیز لید داؤ چې ښځه د ګناه مور او د بدیو جرړه او ریښه ده د نارینه لپاره دګناه په لور تګ سرچینه او د جهنم دروازه ده دټولو انساني مصیبتونو پیلامه له همدې څخه شوې د هغه ښځینه حیثیت پخپله د هغې دشرم لپاره کافي دی هغه باید په خپل حسن اوښایست باندې وشرمیږی.

ترتولیان چی دلومړیو مسیحي امامانو څخه ؤ دښځې په هکله دمسیحي تصور ترجماني داسې کوي
هغه دشیطان دراتلو دروازه ده هغه دمنع کړی شوې ونې په لور وړونکي ، دالله تعالی دقانون ماتونکي او دالله دتصویر نارینه لوټونکې ده .

کرای سوستم چې د مسیحي دمشرانو څخه دی دښځې په هکله وایي چې ښځه یوه نه غوښتونکي بدي ، یوه پیدایشي وسوسه ، یو خوندور افت ، یوه کورنۍ خطره ، یوه غارت کوونکی زړه وړونکی او یوښایسته مصیبت دی.

دهغوي بل لید دادی چې دنر او ښځې تر منځ اړیکې په خپل ځاي یو نجس او ناولی او داعتراض وړ کار ګڼي که هغه دنکاح په شکل کې هم وي دهغوي دراهبانه اخلاقو لید دادی چې مجردتوب او پیغلتوب داخلاقو معیار دی خو دواده ژوند په اخلاقی لحاظ پست او ذلیل وګرځیده خلکو دواده نه ځان ساتل تقوا ، تقدس او دلوړو اخلاقو علامه ګڼله .

قدیس (سوستام) ویلي ښځه یو بشر ته ورته ده چې انساني زړونو ته لار مومی دکورنۍ او ټولنې بربادوونکې ، رسواکوونکې محبوبه او دالله تعالی جل جلاله د غضب پاروونکې ده.

په پنځمه میلادی پیړۍ کې د (ماکون) په غونډه کې په دې بحث وشو چې ښځه یواځې جسم دی که روح هم لري په اخر کې فیصله وشوه چې روح لري خو فاسد روح او پرته دعیسی علیه السلام له مور(مریم بي بي) له روح څخه نورې ټولې ښځې دجهنم خس او خاشاک دي.

په کال (۵۸۶) کې فرانسویانو دیو کنفرانس په دایرولو سره پر دې بحث وکړ چې ایا ښځه انسان دی که نا انسان ؟ په پاي کې دې نتیجې ته ورسیدل چې انسان دی خو د سړو دخدمت لپاره پیدا شوی .
حتی تر کال (۱۸۰۵)م پورې انګریزقانون میړه ته دخپلې ښځی خرڅولو اجازه ورکړی شوې وه او دښځی قیمت یي (۶بسنه) ټاکلی ؤ.

جزیرة العرب :

په غربي نړۍ کې ښځې ته په هیڅ حق باندې سړي قایل نه ول بلکې عربی نړۍ هم خپلې ښځی ژوندۍ خښولې او چې کوم کور کې به انجلۍ پیدا شوه د هغې پلار به څومیاشتو پورې چا سره نه مخ کیده ځکه دا ورته دشرم خبره وه .

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په جاهلیت کې خپله لور ژوندۍ ښخه کړې وه د بني تمیم د قبیلې یو کس عاصم خپلې لس لورګانې ژوندۍ ښخې کړې وې او په دې یي افتخار کولو قرانکریم وایي
وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ ﴿٨﴾ بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ﴿٩﴾(سورة التکویر) کله چې دهغه ماشومې نه پوښتنه وشي چې په کومه ګناه وژل شوې یې.

ځینی سړیو تر سلو پورې ودونه کړي ؤ ځکه کوم حدود ددې کار لپاره نه ول.

نوې اروپا:

په اتلسمه پیړۍ کې چې کله د اروپا علماؤ او فیلسوفانو په ټولنه کې د وګړو دحقوقو په ملاتړ اوازونه پورته کړل او دشخصي ازادۍ نعرې وټنګیدلې اوددې په نتیجه کې دفرانسې لوي انقلاب (۱۷۸۹)م کال کی منځته راغی نو غرب داوسني غربي تهذیب او تمدن په لار روان شو چې نني منزل ته پرې ورسیده.

دې نو ښځې ته هم ډیر څه وکړل هغه پخواني سخت قوانین دښځې په اړه مات یا حدي اقل را کم کړی شول . خو ښځه دپخواني ذلت او سپکاوي نه راووتله خو دکومو نظریاتو دمتن نه چې دا نوی غورځنګ راټوکیدلی ؤ په هغې کې د هماغه لومړی ورځې څخه افراط موجود ؤ په نولسمې پیړۍ کې دې تمدن په ډیره ګړندي توګه پرمختګ وکړ او شلمې پیړۍ ته په رسیدو سره غربي ټولنیز جوړښت دبې اعتدالۍ یوې بلې انتها ته ورسید.

د اوسني غربي ټولنې درې اصول:

دغربي ټولنې بنسټ په لاندې درې اصولو ولاړ دی .

۱) دښځو او نرو تر منځ برابري.
۲) د ښځو اقتصادي خپلواکي
۳)د نارینؤ او ښځو تر منځ ازادانه اختلاط.

لومړي اصل: نه مقصد دا واخستل شو چې نر او ښځه نه یواځې دا چې په اخلاقي مرتبه او انساني حقوقو کې برابري لري بلکه ښځه دې هم دتمدن په پرمختګ کې هماغسي کار وکړي دغه برابري او مساوات ښځه دخپل فطری وجایبو څخه غافله او بې لارې کړه د کومو په پایښت پورې چې دتمدن او انسانیت بقا تړلې . اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو چې د دفتر او کار خانو کار نه نیولې بیا تر سپورت ، کلپ ، اسټیج ، رقص او سرود پورې دومره مصروفه کړه چې د ازدواجی ژوند فعالیتونو د اولاد روزنه ، دکورني خدمت ، دکور نظم رونق ټول د هغې دعمل دساحې څخه بیرون پاتي شول حتی کورنۍ چی دیو تمدن بنسټ او د ډبرې حیثیت لري په ډیره بده توګه د انتشار په لور روان دي .

دوهم اصل : دښځو اقتصادي خپلواکي هغوي دنارینؤ څخه بې پروا کړې هغوي پخواني اصول چې نر دې وګټي او ښځې دې دکور نظم جوړ کړي او په یوې نوې قاعدې باندې بدلون موندلی چې ښځه او نر یي دواړه باید وګټي او دکور نظم چارې خدمتګارې ته وسپارل شي ددې بدلون نه وروسته ددواړو په ژوندون دشهوانی اړیکو پرته نورې کومې د رستې اړیکې نه پاتي کیږي چې دوي دواړه یو ځاي اوسیدو ته مجبور کړي او دغه اړیکې نشي کولی چې د ښځې او میړه اړیکه یوه دایمي او  پایداره پاتي شي او کور دښځې او سړي لپاره د تسکین او ارامتیا سبب شي.

دریم اصل: اختلاط ډیرې بدې پایلي منځ ته راوړي ځکه چې هغوي دخپلو غوښتنو د تسکین لپاره اسانه لار چې دمزو او خوندونو ډکه لاره ده غوره کړه او ټول مسؤلیتونه یي شاته پریښودل هغه که د اولاد تولد او کور مسؤلیت دی دګناه خیال دمذهب سره یو ځاي له منځه تللی او ټولنیزه ویره هم په دې اساس چې ټولنه اوس هم هغه د فاحشې په نوم نه ملامته کوي او هغه ثقافت له منځه تللی .

اخري پیغور او خطره چې دیو حرامي بچي پیداکیده ؤ نو د هغې څخه د ځان ساتنې لارې د حمل دمنع کولو لارې او یا ضایع کیدو وسایل شته او که پیداکولو کې هم کوم شرم نشته ځکه اوس دیوې پیغلې او ناجایز بچي ته دومره تبلیغات شوي چې ټولنه هغه ته دنفرت په نظر دکتو جرءت نشي کولی او که څوک داسې جرءت وکړی نو د تیاره فکري د الزام لاندې راځي.

یو وخت اروپا کې چې فحشاء کیدله نو هغه نر او ښځه دواړو په ټولنه کې په بده سترګه کتل کیدل دې حالت پرمختګ وکړ نر دملاتیا نه خلاص شو یواځې ښځې ته په بد کتل او فاحشه به یې ورته ویل دې حالت نور هم تغیر وکړ او مخکې ولاړ چې د ښځې څخه هم د فاحشې نوم ختم شو او په ټولنه کې زنا او فحشاء یو معمولي کار وګڼل شو اوس په هیچا باندې ملامتیا نشته بلکې یو کاروبار وګڼل شو .

اروپا کې د ښځې دازادۍ شپلی پوه شو او هر پوه او فیلسوف خپل نظریات وړاندې کول دبیلګې په توګه (فروید) هرڅه ته دجنسي اړیکو له نظر ګوريٍ ، کارل مارکس ، انګلس ، نیچه او داسې رامنځته شول ددین انکار نه نیولې تر عیبو باتو پورې اوهر څه یي ماده او طبیعت وګڼل دوخت په تیریدو دښځو دازادي حرکتونه شروع شول او د ښځې ازادي ته یي منظم کار شروع کړ دبیلګې په توګه دسیکولریزم نه نیولې تر وجودیت ، هیمونیزم ، جندراو فیمنیزم ، د حمل دمنع کولو غورځنګ پورې ځنې خاص د ښځو دازادي او بې لاري غورځنګونه دي او ځنې بیا ددین او ټولنې نه د ازادۍ حرکتونه دي او ددې حرکتونو ترشا بیا دیهودو اوږده لاسونه موجود ؤ یهود خپلو پروتوکولونو کې وایي (فروید) زمونږ دقانون او نژاد څخه دی دده نظریاتوته مونږ رشد ورکړ او جنسي روابط مو ځوان نسل ته مقدس امر او عمل وګرځاؤ او همدارنګه ځوان نسل ته دجنسي غریزې پوره کول مهم ترین هدف وګرځیده په دې باندې مو د نړۍ اخلاق فاسد کړي .

د داروین ، مارکس او نیچه نظریاتو ته مونږ لاره هواره کړه او دکامیابۍ تر درشل ته مو ورسول او د نړی اخلاق مو پرې ویجاړ او فاسد کړل .

اروپا کې ډیرو لیکوالانو، ډاکټرانو او فیلسوفانو ددې بیلاریو په هکله او ملاتړ باندې ډیر لیکل وکړل او دې ته یي د اصلاح نوم ورکړ دبیلګې په توګه دجرمني سوسیال دیموکرات ګوند مشر بیبل لیکلي دي چې ښځې او سړي حیوانات دي نو ایا داحیوانات په جوړو کې نکاح او بیا د دایمي نکاح څه سوال پیدا کیدای شي ؟ داشعارونه او سوالونه راپورته شول ویل یي (داعصمت او پاک لمني څه بلا ده ؟) په ځوانۍ باندی دتقوی مصیبت ولې را نازل شوی ؟ دنکاح نه مخکې که څوک دچا سره محبت کوي څه ورانی به پیښ شي ؟

دفرانسوي شاعر الفریدس په دې هکله دزړه پورې کارونه وکړل دا په خپل یو ناول ژاک کې دښه خاوند مثال او نمونه وړاندې کوي چې دژاک ښځه دیو پردي سړی غیږ کې ځان وراچوي خو هغه دپراخ زړه خاوند میړه د هغه نه نفرت نه کوي او د نفرت نه کولو لاملونه بیا نوي او وایی کوم ګل چې زما پرځای بل چاته خوشبویی ورکول غواړي نو ماته ددې څه حق دی چې هغه تر پښو لاندې کړم او بیا دا الفاظ وایي ما خپل فکر نه دی تبدیل کړی دټولنی سره مې سوله نه ده کړي. زما له نظره نکاح په ټولو ټولنیزو اړیکو کې یوازي هغه وحشیانه لاره او طریقه ده چې تصور یي کیدای شي . زه باورلرم چې بالاخره به دا طریقه له منځه ولاړه شي که چیرې انساني نسل په رښتونی توګه دانصاف او عقل په لور قدم پورته کړي.

دې خلکو خپل ټول ځواک ددې فکر په خپرولو تیر کړ چې ازادي او د ژوند نه خوند اخیستل دانسان پیدایشي حق دی او په دې حق باندې د تهذیب او اخلاقو بندیزونه لګول په فرد باندې دټولنې تیری دی .

بالاخره دنولسمی پیړۍ غورځنګونه په اروپا کې تر ډیره حده کامیاب شول او ښځې دټولنې او دیني اصولو څخه ځان ازاد کړ  تر دې چې داسې شعارونه منځته راغلل لکه (سړی یوه دشمنه طبقه ده ) (دسړي او ښځې جنګ) دداسې دنیا لپاره جګړه چې بې دسړي څخه وي)

((دروټي رو)) یوه امریکایي لیکواله ده هغه ددښمن په نامه یو کتاب لري چې د دښمن نه مراد سړی دی یواځي په دې بسنه ونشوه چې ښځه دې ازادي واخلي بلکې د ازدواج او کورني ژوند نه هم ښځو بیزاري اعلان کړه مثلا: دبیلګې په توګه په فرانسه کې هرکال په زرو کې یوازي ۷ یا ۸ ښځې او نر د واده له لاري خپلې اړیکې جوړوي دا ډیره پخوانۍ سروی ده کیدای شي چې دغه فیصدي (۱۰۰۰۰) تعداد په اندازه وی .

نولسمۍ پیړۍ کې ښځو دخپلې کچې نه ډیره زیاته ازادي ترلاسه کړه اوس ښځه په هر میدان کې حضور لري هلته اخلاق هغه څه شول چې د ښځې ازادي تضمینوي ښځه د لوڅو عکسونو نه نیولې بیا بربنډو ځغاستې ، د ښځو او نرو لوڅ لمبل چې اخري پوړې یي په چکلو، ډم خانو او فاحش خانو کې دښځو انډوخر جوړیدل دي چې ښځه په داسې اخلاقي انحطاط باندې اخته ده چې تصور یي نشي کیدای او لانور هم (هل من مزید) چغې وهي . دغه ټول کارونه دعلم ، تعلیم او ښونې تر عنوان لاندې وشول اوس چې څوک ددې مخالفت کوي هغه مرتجع وروسته پاتي ګڼل کیږي.

اسلامي نړۍ:

اسلامي نړۍ ته د ښځو د ازادۍ غورځنګ په درې مرحلو ویشو.
۱)لومړی مرحله :دپورته کیدو او حرکت دور چې نولسمی میلادی پیړۍ نیمایي نه شروع شوه دا هغه شپې ورځې وې چې داسلامي نړۍ ځوانانو د اروپا په درشل ښپې کیښودې او تحصیلی بورسونه یي ترلاسه کړل همدارنګه په اسلامي هیوادونو کې دغربي نړۍ لخوا کالجونه او پوهنتونونه جوړیدل او ددې سره د غرب نه استادان هم راغلل دلته یي د اسلام پر ضد تبلیغات وکړل چې کوم فقر، بې سوادي او وروسته پاتي والی هغه د اسلام وجه ده او ښځه چې د اجتماعي مشکلاتو سره مخ وه هغه ته یي وویل چې ددې مشکلاتو دحل لار صرف غربي تمدن خپلول دي او بس .

دغرب فارغ محصیلانو په دې مرحله کې ډیرې لیکنې وکړې چې د ښځې په هکله پوره غوښنه ونډه پکې وه.

۲)دوهمه مرحله دنولسمې پیړۍ ختم او دشلمې پیړۍ پیل سره پدې مرحله کې ډیر مهم کتاب د(مرقص فهمي )چې د(۱۸۹۴)م کال کې د (المرءة فی الشرق) ترعنوان لاندې ولیکلو چې عربي نړۍ کې یي لړزه راوسته . چې لاندې اهداف یي مطرح کړل :

(۱) دحجاب او پردې له منځه وړل .
(۲) دنر اوښځې ترمنځ ازدانه اړیکې .
(۳) طلاق یوازي تر محکمې پورې تړل .
(۴) دډیرو ښځو کولو ممانعت .
(۵) د مسلمانې ښځې او قبطي سړي ترمنځ دنکاح ازادي البته دغه کتاب په مصري ټولنه کې لیکل شوی ؤ.

بل کتاب قاسم امین ولیکه چې (المرءة الجدیدة)
په دې کې د مسلمانو ښځې نه غوښتنه کړې وه چې د غرب د ښځو پیروي وکړي بل کتاب تحریر المرءة همدې کس ولیکه .
په دې مرحله کې د ښځو د حقوقو څخه دفاع بیا وروسته اتحادیې جوړې شوې او خپله مسلمانې ښځې میدان ته راودانګل او دحقوقو اواز یې پورته کړ د بیلګې په توګه (دجمعیت اتحاد زنان )هدې شعراوي جوړ کړی جمعیت ؤ همدارنګه (اتحادیه دختر نیل )چې د ډاکټر دریه شفیق ښځې دا انجمن جوړ کړی ؤ په تونس کې (اتحاد زنان مسلمان )دبشیره مراد په ریاست جوړ شو.

دریمه مرحله :دشلمې پیړۍ دنیمایي نه نیولې تر اوسه روانه ده.

په دی مرحله : اسلامي نړۍ مسکو ، کمونست اوسیکولر احزاب جوړ شول بیا یي دغه حزبونه قدرت ته ورسول ، قوانین تغیر شول . دښځو په اړه دنورو ژبو څخه ډیرې لیکنې راترجمه شوې حتی داسې ناولونه ترجمه شول چې صرف جنسي اړیکو دپاللو په خاطرلیکل شوي ؤ.

په دې مرحلو کې ډیر عمده غلطي دا وشوه چې ځینو علماؤ یا د غرب نه فارغ شویو افرادو ددې کوشش وکړو چې دا ټول حرکتونه داسلام سره صحیح وښایي د قران او سنتو څخه ورته دلایل پیداکړي چې (اسلام ) سره په تاریخي لحاظ روشنفکرانو ډیره غټه جفا کړې ده.

دې وضعې پرمختګ وکړ خبره دې ته ورسیده چې دین باندې نیوکې شروع شوې دبیلګې په توګه
۱) دښځې دپس ماندګۍ علت دین دی ځکه دیني قوانین سړیو لپاره دي او ښځې ته یي په حقارت کتلي ناقص العقل ورته ویلي کمزوري یي معرفي کړي .

۲) دکور مشري سړي ته ورکړې (۳) ښځې ته میراث کې حق کم ورکړل شوی . (۴) د ښځې په شهادت کې نقصان دی . (۵)سړي ته د څو ښځو جواز ولې ورکړل شوی . (۶) په ښځې باندې دبدن پټوالی لازمي شوی . نوال السعداوی وایي چې (زه احساس کووم چې الله په هر شي کې د هلک طرفداري کوي) دقرانکریم او احادیثو باندې د دوي پیروانو نیوکې شروع کړې همدارنګه اسلامي فقه سړیو لیکلې او هغه یي په خپله نفعه لیکلې ده . نو څه وشي : لاندې نقاطو ته کار وشي.

۱)اسلام  هر وخت زمان او مکان د پرمختګ لپاره کافي ندی او نه پروګرام لري په ځانګړي توګه په دې عصر کې .
۲) دین باید نوی شي (تجدد)فلسفه رامنځته شي چې نه مسلمانې ښځې دین له لاسه ورکړي یعني دین اوسنۍ زمانې سره برابر کړو.

۳) دښځې او نر په میراث کې برابرول .
۴)دطلاق په قضیه کې ښځی او نر ته یو شان حق ورکول .
۵)دکور په مصارفو کې برابري کول ترڅو ښځه دکور نه بهر کار وکړي او خود کفا شي او دسړي واک په ښځه او کورنۍ ختم شي.

۶)دمسکن په انتخاب او مسافرۍ کې ازادي چیرته چې وغواړي واوسیږي او چیرته چې سفر کوي ویې کولی شي او بالاخره ښځه د خپل بدن مالګه ده چې څه کوي هغه ازاده ده .

فکری او دهنی غلطی:

په نولسمې پیړۍ کې د لودیځوالو دښکیلاک او استعمار شکست د طوفان په څیر په اسلامي هیوادونو وروخوت او اکثره اسلامي نړۍ اشغال شوه او که ځینې اشغال شوي او غلامان شوي نه ؤ خو د ویرې او مغلوبیت شپې او ورځې یي تیرولې او اسلامي امت خپل د تیر برم او عظمت تاریخ شاته پریښود او نه یي غوښتل چې د هغه سره ځان تړلی وښایي .

نو مسلمانانو کوشش شروع کړ چې ځان د غربي تمدن سره عیار کړي ځکه مسلمانانو په سکالوژیکي لحاظ مشکلات خوړلي ؤ نو مسلمانانو ددغه وران ویجاړ او ماتي خوړ ذهنیت سره هغوي ته د پرمختګ اسانه لاره دا ښکاره شوه چې خپل ژوند د غربي تمدن په رنګ سره رنګ کړي غربي لباس ، غربي ټولنیزو اړیکو ، دغربي دودونو او لارو چارو او حتی چې په خبرو اترو هم دغربي ټولنې پیښې کیدلې کوشش روان ؤ چې اسلامي ټولنه په غربي قالبونو کې ورواچول شي ، الحاد ، د هریت ، او ماده پرستي دیو فیشن په ډول پرته له پوهې او درک نه قبول کړای شي.

هرخام یا پوخ فکر چې د غرب نه راتلو هغه په پټو سترګو منل کیده او په خپلو علمي غونډو کې د بحث او څیړنې لاندې نیول د روڼ خیالي لپاره ضروری ګڼل کیده شراب خوري ، جواري ، ډانس ، ګډا او سرود د غربي تمدن نور توکي او کارونه لاس په لاس اخیستل کیده .

داخلاقو ، ټولنیزو اړیکو ، اقتصاد ، سیاست ،قانون ،مذهب ، عقاید او عبادات په اړوند ټول غربي فکرونه داسې منل کیدل ګویا د اسمان نه وحې راغلې ده د اسلام په کومو احکامو چې غربیانو اعتراضات کول په هغې باندې مسلمانانو هم د شرم احساس کولو او هڅه به یي کوله چې د اسلام د لمنې نه دغه تور داغ پریمنځي تر دې چې د قران د ایتونو د منسوخ کیدو پورې یيی خبره ورسوله او ددې ټولو هڅو او هاند ددې لپاره کیدل چې ځان دغربي تمدن سره جوړ وښایي او هیڅ کار او عمل یي دفرنګیانو دتمدن په خلاف نه وي.

کله چې د غربي تمدن هجوم زیات شو علماؤ دهغو مسایلو ته جواز پیدا کولو چې د هغوي لخوا مطرح کیدلې بیلګې یي ځینې علماؤ د لاس او مخ ښکاره کولو جواز ورکړ دا هم په ډاګه شوه چې په جنګ کې په زخمیانو پټۍ لګولی شي او اوبه هم ورکولی شي مسجدونو او د زده کړې او تدریس لپاره هم د تلو اجازه لري او بالاخره اسلام ښځې ته پوره ازادي ورکړې ده خو خبره تر دې ځای پاتي نشوه او نور یي هم پرمختګ وکړ چې حجاب یو جاهلانه رسم او رواج وګڼل شو کوم چې تیاره ذهنه او تنګ نظرو مسلمانانو د لومړیو پیړیو نه ډیر وروسته خپل کړی ، قران او خدیث دحجاب له حکم نه خالي دي هغه یواځي دشرم او حیا ، اخلاقي ښوونه او روزنه کوي . کوم داسې چوکاټ نه دی جوړ شوی چې دښځې تګ او راتګ باندې کوم بندیز ولګوي.

نو دغه ړوند تقلید او ذهني غلامي وه چې مسلمانانو د غرب تمدن هر شی د علم او تمدن په عنوان قبول کړ او بیا یي اسلام په منحرف عیسویت قیاس کړ هماغه خبرې چې اروپایانو منحرف مسیحت پسې کولې هماغه نوع تبلیغات سکولرستانو او غرب زده ګانو د اسلام دحق دین پسې شروع کړې سره ددې چې اسلام ښځې ته په پشپړ پوره حق او ازادي ورکړې ده .

همدا حالت اوس په افغانستاان کې هم روان دی دغرب نه وارداتي نظريې په پټو سترګو منل کیږي او نه منل یي ارتجاع ، بې فرهنګه او وروسته پاتي والی ګڼل کیږي .

په ډیرو مواردو کې اسلام ښځې او نر ته خطاب او مسؤلیت یو شان متوجه کړی دی .
۱)نر او ښځه یو نفس دی الله جل جلاله فرمایی: یا ایها الناس اتقوا ربکم الذی خلقکم من نفس واحد ( النساء ۱)
۲)انساني مسؤلیت کې یوشان دي دواړو ته الله کرامت او عزت ورکړی دی امر او نهی یو ډول ورته راجع ده
الله جل جلاله فرمایی : وقلنا یاادم اسکن وزوجک الجنة

۳)نر اوښځه په جزا او بدله کې یو برابر دي: الله جل جلاله فرمایی : وستجابلهم ربهم انی لا اضیع عمل عامل منکم من ذکر او انثی –
۴)دتعلیم په اړه حق : پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي طلب العلم فریضة علی کل مسلم-   مسلم کې نر او ښځه دواړه راځي .

۵)اقتصادي حق : الله جل جلاله فرمایي : للرجال نصیب مما ترک الوالدین والاقربون وللنساء نصیب مما ترک الوالدین
۶)دکار حق: کله چې اقتصادي حق لري دملکیت حق ورته حاصل شو نو کار حق هم لري چې کار وکړي.
۷)سیاسي حقوق: کاندید حق رایه ورکولو حق.
۸)دا ټول کارونه هلته صحیح دي چې داسلام په چوکاټ کې او بې د اختلاط څخه وي.
نو د خپلو ځوانانو او خویندو نه خواهش کوم چې اسلام مطالعه کړي او د غرب ړوند تقلید ونه کړي.

استاد عبدالرحیم صراف 

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب