ښه پلار څوک دي؟

يو ښه پلار بايد دغه پنځلس لارښوونې په ځان عملي کړي !

۱- ښه پلار هغه دى چې په زړه خوږ او په خوله تريخ وي تر څو خپل ماشومان زيات نازدانه راغټ نه کړي .

۲- ښه پلار هغه دى چې خپلو اولادونو ته احترام ولري يعنى اولادونه هيڅکله نه تحقيروي .

۳- ښه پلار هغه دى چې تر هر څه مخکې خپلو اولادونوته د صداقت او ريښتينولۍ درس ورکړي .

۴-  ښه پلار د خپلو اولادونو د خوشحالۍ او ښه ژوند لپاره زمينه برابروي .

۵- ښه پلار خپلو اولادونو ته وخت او پوره مينه ورکوي .

۶- ښه پلار په دى پوهيږي چې اولادونه يي له ده څه طمع لري .

۷- ښه پلار سخت کار کوي تر څو اولادونه يي خوشحاله او آرام ژوند ولري .

۸- ښه پلار د زوى او لور تر منځ توپير نه کوي .

ښه پلار
پلار

۹- ښه پلار د خپلو روخصتيو په ورځو کې خپلو اولادونو سر ه بهر ته د چکر او لوبو لپاره ځي .

۱۰–  . ښه پلار د خپلو اولادونو په روزنه او پالنه کې زيات هڅه کوي

۱۱- ښه پلار د خپلو اولادونو د زده کړو لپاره تر خپل وس پوره او ښه زمينه برابروي .

۱۲- ښه پلار خپل اولادونه هڅوي چې له مور سره يي د کور په کارونو کې مرسته وکړى .

۱۳- ښه پلار د خپلو اولادونو سره د خپل کور او کار ځينى ستونزې نه شريکوي تر څو يي اولادونه فکرونه بل خواته ولاړ نشى .
۱۴- ښه پلار د خپلو اولادونو مثبتو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي .

۱۵- ښه پلار هغه دى چې خپل اولادونه په ټولنيزو ستونزو خبر کړى او په حل کولو يي ورسره مرسته وکړي .

کاپي…

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ