ژبې مري! پښتو ژبه به هم ومري؟

د دې له پاره، چې د  (ژبې مري) سرلیک لاندې لیکنه روښانه کوو، د مخه به یې یو څو سرلیکونه وڅېړو، چې د ژبې غوره والی راته روښانه شي.

د پښتنو تل لرلې ناخوالې

د ژبى په وده او کره کونه کې د هرې ژبې ويونکي په دولتي څلورديوالۍ کې  کوښښ کوي، چى د ژبې په پوهنيزه اړخ، ساده کولو او غښتلې کولوکې يې هڅه وکړي.

په خپله خټه کې خو دا پوره د خواشينۍ وړ خبره ده، چى د يوه قوم وګړي دې د خپلې رسمي ژبى د وروسته پاتيوالي  په هکله ناخوالى کوي، دا او يا هغه ملامته کوي، ځکه چې :

په يوه هيواد کي د  کومې ژبې رسميوالي په دې مانا دۍ، چى دا ژبه د ليکلوست، ښوونې  روزنې او د دولت يانې په دولتي څلورديوالي کى، همداسې د ښوونې روزنې  اود لوړو زده کړو ژبه وي، لکه زموږ په هيواد افغانستان کى چى دري يوه رسمي، سراسري اوپه ټوله مانا دولتي  ژبه ده۰

داسې د ژبى په هکله او په ځانګړي توګه د پښتو په هکله خو هم بايد کوم پښتون يا بل افغان دې ته اړ نه شي، چي د ژبې په هکله دې  څه ناخوالى وکړي، خو دا چى افغانستان يو ځانګړوالى لري، د منطقې د نورو هيوادونو سره، او د خپل تاريخ په اوږدو کې، په ځانګړي توګه پښتانه د ډيورند د کرښى وروسته زيانمن شوي، نو همداسى دهيواد د ډيرکى ژبه هم د دې ځانګړوالي  له امله په ځان پسې دا د ناخوالو ځانګړوالى لري، چى زه غواړم دا په دې ليکنه کي روښانه کړم او خپل اند په دې هکله ګرانو لوستونکو سره ګډ کړم۰

ما څو کاله د مخه په دې هکله دا ليکنې لرودې، خو اوس وتوانيدم، چى دا ليکنى ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم، په دې هيله، چى پښتو هم هغه قانوني ورکړشوى خپل ځاي ونيسي او بالاخره موږ له دې ناخوالو، چي ورسره ګير يو، خپلواک شو، نه يواځې پښتانه بلکې ټول افغان اولس، چى د دې ناخوالو سره په يو ډول  نه يو ډول لاس په ګريوان دۍ۰

که چيرې د داسې ليکنو څخه کوم د تجزيه غوښتنو يا د بلې کومې ژبى په تاوان، يا د بل کوم قوم په تاوان څه راځي، چى هغه  ناروا وي، بايد وغندل شي او مخه یې ونیول شي، خو که چيرې د نورو ژبو او نورو، زموږ د هيواد کلتورونو ته په کې درناوى او خپل یعنې د هغوي ځای ساتل وي، او يواځې  د خپل حق غوښتل يې موخه وي، چي د تاريخ په اوږدو کې او اوس هم د افغانستان دولت او حکومتي چارواکو ترې سرغړونه کړى او کوي يې، دا روا غوښتنه ده او بايد کوم پښتون په دې ونه ډار شي ، چي ګوندې څوک به يې فاشست  يا ناشناليست وبولې.

هيڅ څوک يو بل چا او يو بل قوم ته د تاوان اړولو حق نه لري او هيڅ کله بايد د خپل قوم د روا حق څخه څوک د بل د خوښۍ لپاره  تير نه شي .

که څوک چا ته له خپله جيبه يا له خپله ځانه خپل څه لکه پیسې ورکوي، خو خپل يې دۍ او حق يې لري، خو د قوم د ملکيت څخه تيريدنى حق بايد څوک ځان ته ورنه کړى شي، ځکه چى د اولس حق دۍ  او ترې تيريدنه يې ناروا ده. بيلګه يې ژبه راوړى شو، چى د اولس ملکيت دى، که څوک ترې تيريږي، دا د خپلې ژبې اوخپل قوم سره زيات تيرى دۍ.

کوم قانون، چى منځ ته راځي اړتيا ورته وي.  دا چى په افغانستان کې پښتو ژبه سراسري رسمى ده،  په دې مانا، چى اړتيا ورته شته او تر اوسه لا د اړتيا څخه  نه ده لويدلى يانې د له منځه تلو لپاره تر اوسه لار ورته نه ده ازاده شوې۰  دا اړتيا ورته ځکه شته، چې پښتانه په افغانستان کې ډيرکۍ قوم دۍ۰

موږ پښتنو تل په شعر او ادب کى ځانونه ستايلي، ژبه مو ستايلې ، پښتونولې مو – چي په ککره کي ژبه ده – ستايلى  او ستايو يې، خوکه دې ته پوره پام وکړو، نو دا مو زياتى کړى، ځانونه مو تيرباسلي، د ريښتياينې څخه مو تيخته کړې او ريښتياينه مو پټه کړې۰  موږ ګورو يا ريښتيا ده، چى همدا موږ پښتنو د خپلې ژبې سره مينه نه ده ښوولى، که نه نو کومه بيلګه به مو شته وى، چى دې ناخوالو ته به مو اړتيا نه پيښيدى۰ ګورو، چى پښتانه تل دا ناخوالې کوي، چي د ژبې سره يې هغه قانونې تلنه  نه ده شوې، په دې هکله – زما په اند- زياته ناروا د دې ژبي سره پخپله پښتانه کوي۰ يو څوک چې پخپله له خپل حق تيريږي، نو بل څوک يې ورته د ورکولو چمتووالى نه لري او نه يې دنده ده، چى د ځان لپاره نوى پرابلم پيدا يا رامنځ ته کړي۰  څوک چى له ژبى تيريږي، هغه له خپل حق څخه نه – لکه د مخه مو ګوته ورته ونيوله- بلکه د اولس له حق څخه تيريږي، چى دا ناروا ده، له قانون څخه سرغړونه ده او د ژبې سره تيرى.

راځۍ دا پوښتنه رامنځ ته کړو، چى کله او کوم پښتون په پښتو ترې نه تيريدونکى ولاړ دۍ؟

موږ پښتانه د کمى رنځ باندې اخته يو او دا راته ښه نه ښکاريږي، چي پخپله داسى يوې وروسته پاتې ساتل شوې ژبه باندې د هغه خپل ورکړ شوي  يا لرلي حق باندې ودريږو، که په دولت کې دننه پښتانه وي او يا له دولت څخه دباندې پښتانه۰ موږ پښتنو د پښتو روحيه ضعيفه کړې، چى زموږ روحيه  ياني د پښتنو روحيه ضعيفه ده۰ که پښتو ته په غور وکتل شي نو يوه خورا توانمنده او غښتلې ژبه ده، د هرڅه امکانات په کې خوندي دي، خو که پښتانه  وغواړي۰

که يو پښتون ته ووايې ، چې « پښتون نه يې»  زيات زوريږي۰ که جنګ درسره ونه کړي، نو پوره در څخه خپه کيږي۰ مګر  دې ته يې پام نه وي، چى دۍ په ژبه پښتون دۍ او ژبه چي پريږدي، نو بيا په کې د پښتانه څه پاتي کيږي؟

هيله ده، چې ګران لوستونکى دې ته پوره غور وکړي او خپله پښتونواله يا په خپل کلتور باندې ولاړوالى ته پوره پام وکړي۰

که د پښتون  د پټي په پوله تير شوې، چى هغه لار نه وي، نو کيدۍ شي چي له لږ خبرو تاو راتاو څخه وروسته  سره ووژنې۰ د خپل ځان د حق څخه که په مرګ تير شو، خو دا پښتون د قوم په حق نه دۍ ولاړ او ګورو، چى د حکومت او د حکومت څخه دباندې پښتون، له پښتو څخه ، چى د اولس حق دۍ تيريږي، او دا د اولس حق  پښتو تر پښو لاندې کوي۰

 ستونځي شته خو دا ستونځى دقانون په څلورديوالې کي د خپل ځان لپاره اوبى( حل ) لري۰ پښتو ته  په قانون کى د سراسري ژبې په څير حق ورکړ شوى، که څوک يې د پښو لاندې نه کړي.

 اوس راځو خپلې اصلي موضوع ته:

د ژبې پيدايښت

ژبه په ناڅاپى توګه  منځ ته نه راځي، ژبه د انسانانو د اړتياو سره سمه منځ ته راځي،  د انسان د اړتياو سره غبرګه وده کوي او پرلپسې توانمنده کيږي۰ ژبه د ښووني او روزنې د ودې سره وده کوي او د پيدايښتي ژبى يا طبيعى ژبى څخه نوې کليمې او لغاتونه  منځ ته راځي۰ نوې کلمي يا د هغه پيدايښتي کلمو له يوځاي ايښولو( ځنځيرونې ) يا ترکيب څخه منځ ته راځي يا څه ورته نوې جوړيږي او يا يې له بلى ژبي رانيسى۰

د هغه څه لپاره، چي په پيدايښتي ژبو کې ورته نومونه نه وي، هغه بيا د هغه چا په نامه ياديږي د کوم له خوا، چي  دا نوي څه ميندل شوى وي يانوي کشف شوي او يا منځ ته راغلى وي، چې ښې بيلګې يې د تودوخى درجي يووالي يا يوونونه( واحدونه ) دي، چي کالوين او يا  څيلزيوس (سيلزيوس) ته ګوته نيولي شو۰ لکه څنګه چى د ژبى غښتلتوب د ودې سره تړلي همداسى د ټولنى وده هم د ژبې د غښتلتوب لاسته راوړنه ده يانى د ژبى وده اود دې ژبى د خلکو پوهنيزه وده يو بل سره سيده او په څټ تړاو لري.

لنډ : د ژبي وده د هغي اړونده ټولنې وده ځان پسې لري او د ټولني وده د هغي اړونده ژبي وده په ځان پسې لري.

راځۍ، چې اوس د ژبې  لنډ پيژند ورکړو يا ژبه تعريف کړو

ژبه څه شى ده؟

 پيژند( تعريف، له الماني دودن څخه ): ژبه د نخښو يو سيستم دۍ،  چى د خلکو په منځ کې د پوهيدلو او پوهولو او همداسى د خپل اند څرګندونې او د بل اند باندې پوهيدنې، د پوهى ورکونى اوپوهي لاس ته راوړنې لپاره ترې کار اخستل کيږي: ژبه يا څه ويينه، فکر کونه، د خبرو، نخښو او يا دروحيې ( مخڅيرې) له لارې څرګنديږي. د انديز يا فکري څه روښانه ونى لپاره يا وينا کيږي او يا يوه څيره کښل کيږي او يا دبدن د غړو په خوزښت هغه انديز څه روښانه کيږي.

د دې لپاره چي دا نخښى او علامې ښه وپيژندل شي او ښه انسان پرې وپوهيدلي شي، نو د ژبو ټولنه منځ ته راځي، چى په دې نخښو – که د وينا له لارې وي، که کښل شوي وي او يا که د بدن د غړو د خوزښت له لارې وي – دا د همغى ژبې ټولنه ښه پرې پوهيدلى شي۰

داسى د نړيوالې ټولنې په کچه هم نخښې شته، چى د نړۍ يا نزدې د نړۍ په کچه پرې پوهول او پوهيدل کيدۍ شي۰لکه د خوزنده ماشينونو، چى په لارو د هغو د خوزښت لپاره قوانين پلى شوي، چى نړيوال دي او دا په نخښو خلکو ته د تلو راتلو لارې هواروي يا په ګوته کوي۰د ويلو يا نوره هم ښه د خبرو کولو ژبو ترمنځ تخنيکي ژبي هم شته، چى نړيوالې دي، ښه بيلګه يى کمپيوتر يا شميرونى دۍ، چى ژبه يى نړيواله ده۰ د داسى تخنيکي ژبو منځ کې به توپير وي مګر د نړيواليواليو يا نړيواليتوب  منځ کې يې کوم توپير نه شته۰

ترهغو چى نړۍ په ځانګړو ټولنو او قومونو ويشلې وي، د زياتو ژبو ټولني به وجود ولري او هرې ژبنۍ ټولنې ته به هغه د خپلى ژبنۍ ټولنې د ژبو نخښې ښه د پوهيدنى وړ وي اوزر.

لنډ :

ژبه هغه اله ده، چى انسان خپلى هيلې غوښتنې او پوهه يو له بل سره خپلو منځونو کى روښانه کوي، يانې خپل اند بل ته روښانه کوي او د بل ځان ته رانيسي۰ دا کار د کتابونو ، يو له بل سره خبرو ، راديو تلويزيون او ۰۰۰ له لارې ځان(صورت) نيسى دا په دې مانا، چى ژبه د يوبل څخه د بيلو بيلو لارو  له لارې د پوهيدلو او پوهولو اله ده۰

دا پوهونه او پوهيدنه په کومه ژبه ښه ځان نيسي يا سر ته رسيږي؟

پوهونه او پوهيدنه  په هغه ژبه ښه سر ته رسيږي، په کومه ژبه چې څوک ښه و پوهيږي او ښه وپوهولى شي۰ دا به نو هرو مرو مورنۍ ژبه وي، يا د هغه اړونده قوم ژبه۰ دا په دې مانا، چى دا بيا بيتوپيره نه ده، چى دا ژبه دې يا دا وي يا هغه ۰ دلته د مورنۍ ژبى  غوره والي ښه څرګند بايد په ګوته شي، چې انسان پرې زر څه زده کولى او زر څه ورزده کولى شي.

ژبه د پوهولو او پوهيدلو اله يانې څه؟

لوى څښتن انسانان پيداکړي او دا يى بيا په قومونو ويشلى ، چى د هر قوم سره يى د هغه قوم خپله ژبه پيداکړې. د دې قوم وګړي په همدې د خپل قوم په ژبه يو او بل سره پوهوي۰ په همدې مورنۍ ژبه د هغه قوم وګړي ،  يو بل ته هغه زده کړي څه ښايي او دا نور په همدې ژبه ، چى ورښوول شوي دي زده کوي۰ دا کار په بله ژبه هم کيږي، خو دا کار پوره ستونځمن دۍ، چى د دې ليکنې له دننه به نوره هم روښانه شي.

هغه قوم چى ښوونه او روزنه يي په خپله ژبه دې، ګړندى پرمخوده کوي او هر څه زر ورته زده کيدۍ شي او زريې ور ښوولى شي۰

اجازه راکړۍ، چې دا خپل ځان د  بيلګې په توګه راوړم او په دې هکله خپله ناتواني تاسو ته په ګوته کړم، چى د نورو نزدې  ښه زده شوو ژبو سره يې لرم۰ زه د ژبو په زدکړه کي ښايي لږ ستونځي ولرم، خو بيا هم هغه خپله لاره پرې هواره-ولی  شم۰

ما د خپل ژوند د دوه پردرې وخت څخه زيات له هيواده دباندې تير کړى، مګر اوس هم زما لپاه لومړنۍ ژبه پښتو پاتې شوې ده  او په الماني کې دا اوس هم ټيکه ليکنه نه شم کړۍ او په خبرو کي هم زيات ناټيکوالي لرم۰ دا اوس هم ماته زما ځوى اولور زما ليکنيز ناټيکوالۍ  په ګوته کړ، چى يو تورى را څخه پاتى وو۰ ګورو چې د خپلې مورنۍ يا لومړۍ ژبې غوره والى څومره راوتلى دۍ۰ په نامورنۍ ژبه کې د پوهنې زدکړه زياته ستونځمنه ده، ځکه ستونځمنه ده،  چى:

   —   زده کړى  په دويمه ژبه د ستونځو سره مل دي،  په دويمه ژبه څوک ښه نه پوهيږي، نو ځکه ښه نه  شي پوهيدلى

   —  څوک به نوې  پوهنه څنګه زده کړي، چى د پوهنى سره  د ژبى نابلدتيا له امله د ننه خپل اريزې ستونځي هم ولري؟

دا به يواځي په ياد راوړم، چى ماته دا اوس هم هغه څه، چى ما په ښوونځي کې لوستلى، پوهيدل يې راته ستونځمن ښکاريږي۰ پوهيږو چي ښوونې  ورښوونې، پرې پوهيدنه او پرې پوهونه په خپله مورني ژبه کى څومره ساده او په بله ژبه څومره ستونځمن دي دلته په ياد راوړم، چى ما زده کړې په پښتو کړي، خو په داسې پښتو، چى د نومونو په مانا نه پوهيدو ، بى له تړاو کلمو څخه يى نور څه پښتو نه وو او لا تراوسه همداسى ده۰

ژبه د پوهيدلو او پوهولو اله په دې مانا نه ده، چى ګوندې مورنۍ ژبى دې هغه خپل غوره والى د لاسه ورکړى وي او دا دې بى پروا وي، چې څوک يو د بل سره په کومه ژبه پوهيدل او ورپوهول کوي يا غږيږي.

د دې لاندې، چى ګوندې ژبه د پوهولو او پوهيدلو اله ده، دا د ليکلوست پښتانه څنګه پوهيږي؟

د دې لاندې د ليکلوست پښتانه هغه د خپلې ژبي غوره والى ته پام نه کوي( يا يى نه شي کولى)۰ په خورا خواشينۍ به دا ووايو، چى په حکومت کې دننه پښتانه دي، که دباندې،  يواځې د خپلې مورنۍ ژبي د غوره والى څخه نه بلکې د خپلې ژبې څخه سوچ تيريږي، حتى دا اوس هم خبرې نه پرې کوي اودا د مورنۍ ژبې غوره والى يى چى څوک منځ ته راواچوي هم ښه يې نه راځي۰

پښتو د  دولت په څلورديولى کى هم هغه خپل قانونى ځاى نه دۍ نيولى ، يانې د قانون ساتونکو اورګانونو يى په قانون پلي کوونې  باندې پښه ايښوولى او تراوسه يى د قانون په ضد کار کړى، د ليکلوست ژبه نه ده سراسري شوى ، چى دايى له قانون څخه ورکړ شوى حق دۍ.  نو پښتانه لاتراوسه د مورنۍ ژبى غوره والى يا نه پيژنى او يا وايي ، چى دا نو پرابلمونه منځ ته راولى او دا خبره هم يواځي پښتانه کوي۰ نور قومونه په دې پوهيږي، چى دا د پښتو حق دۍ ، خو پښتانه يې  نه پريږدي، چې دې ته اړوالى يى هم احساس کړى واي۰

موږ پښتانه لا تراوسه خپل ځانونه داسې غولولى شو لکه څنګه مو چى تراوسه دا کار کړى، چى مورنۍ ژبه دې دومره غوره نه وي، خو داسى فکر نه کوو، چې داژبه، چې خبرې پرې کوو، نو دا دې ولې پښتو نه وې۰

ژبه د کلتور ښوونه او زده کړه ده، ژبه کلتور دۍ ژبه د کلتور په ککره کې ځاي لري ، نو له دې امله د پوهيدلو او پوهولو څخه ورزياته ده۰

 Culture کلتوريا کلچر (لاتين کلمه ده) څه ته وايي؟

پيژند( تعريف):  
١ ) کلتور د ژوند د څرګندونې فکري يا انديزه ټولګه ده ۰
٢ ) روزنه (تربيه) د ژوند نازکډول
٣ ) د بکتريي روزنه، چى د دې او نورو اړوندو سره يې موږ سر او کار نه لرو۰

په کلتور پوهيدنه او د کلتور زده کړه، چى د ژوند څرګندونى فکرې يا انديزه ټولګه وي ، نو دا کار په پيدايښتي توګه په ژبه کيږي، يا د ژبى له لارې وړاندې کيږي، نو له دې امله ويلي شو، چى پخپله ژبه کلتور دۍ او د کلتور په ککره کې ځاي لري۰

کړى شو چى ووايو ، چى د پښتنى کلتور په ککره کي هم  ژبه ځايلري، که څنګه؟ چى نه يواځې په دولت، ښوونه او روزنه کى يى هغه خپل قانوني ځاي نه دۍ نيولى، بلکى زموږ په هيواد کې ، چى پښتو د پښتنو شتون له امله سراسري رسمى ده هغه ورځنۍ ژبه نه ده۰

په پوهنه کى پښتو- لکه څنګه چى اړيين او قانوني دى- هغه  خپل ځاي نه لري، پښتو او پښتانه له پوهې وروسته پاتى دي۰ که ووايو، چى پښتانه کلتور نه لري، نو دا به بيځايه وي، ځکه چې هر اولس خپل ځان ته يو ځانګړى کلتور لري، ځانګړې ژبه لري  او پښتانه هم د داسى يوه ځانګړي کلتور او ځانګړې ژبى خاوندان دى( په دې زيات نه غږيږو، چى پښتانه څومره لوړ يا ټيټ کلتور لري، موږ يواځي يوڅو ريښتياينې دلته څيړو)او پښتو ژبه هم يوه خورا غښتلې ژبه ده، که چيرې د دې ژبې ويونکي  په پوهه سمبال او غښتلي شي او دا ژبه له کاره ونه غورځوي او يا يى داسى له کار غورځونې ته پرې نه ږدي. خو که ووايو چى ډيرو پښتنو يا کم له کم له هغه زياتو د ليکلوست پښتنو خپل پښتني کلتور پريښودۍ او يا لږ تر لږه ورته غوره والي نه لري دا کار شوى۰ که ژبه ژوندۍ پاتى وي، وده وکړي، کلتور ژوندى پاتيږي او وده کوي.  چي ژبي وده نه وي کړې کلتور وروسته پاتى وي.

پښتو ژوندۍ پاتى شوې په غرو رغونو کي او همداسى مو پښتنى کلتور، چي پر مخ تللى او که وروسته پاتي دۍ ، د همدې غرو رغوپښتنو له برکته دۍ۰

ژبې مري:

که کومه ژبه له اړتيا ولويږي، که کومه ژبه  په ټولنه کې له دې ولويږي، چې د خبرو اله نه وي، د خبرو ليکلوست څخه ولويږي، دا په دې مانا، چې په ټولنه کې نوره د پوهيدلو او پوهولو اله نه وي، يانې ځاي يى بله ژبه ونيسي، د دفتر څخه ووځي، د ښوونځي ژبه نه وي، په لوړو زده کړو يانى پوهنتون کى خپل ځاي ونه لري نو داسې ژبى د مرګ سره مخامخ کيږي، چې ګران لوستونکى يې د تاريخې بيلګو سره ښه بلد دي۰ دا د نړۍغټ کلتورونه او ژبي، چي له منځه تللې  يواځنى لامل يې د ژبي د کاره او اړتياوو لويدل دي او بس.

پښتو مري؟

د دې سرليک لاندې، چى «پښتو مري» ښايې ځنې پښتانه ښه ليد ونه لري او د دوي په اند به داسى ليکنې د پښتنو زړونه وغورځوي او ناهيلۍ به راپيداشي، خو زما موخه د داسى ليکنو څخه او بيا د داسې سرليک لاندې داده، چې موږ پښتانه خپلو ناتوانيو او د دې ناتوانيو لاس ته راوړنو ته په پام شو  او پرې نه ږدو، چې ژبه مو په مرګوني رنځ رنځوره وي۰ لا تراوسه وخت دى که وغواړواو بايد دا وغواړو۰ زه د ژبې په هکله ښه ليد لرم ژوند مې ژبه ده نور څه راته دومره غوره والى نه لري، مګر دا چې موږ پښتانه د کمۍ په رنځ ګير يواو ژبه راباندې دومره ګرانه نه ده، ځکه يې پريږدو۰ وخت له وخته تير نه دۍ يا يې همدا وخت دۍ، چې پښتو مو لا پوره له لاسه نه ده ورکړې او د پوهنيزه کيدو توان په پښتنو او پښتو کې لا پوره پاتې دۍ، ځکه، چى دا په منطقه کې يو ستر قوم دۍ، که دې دليکلوست پښتنو پښتو يا ټولو يا يې زياتو د لاسه ورکړې، نو په کلو او بانډو کې لا پښتانه زيات دي او ژبه ژوندۍ ساتي۰ نو زما هيله له دې سرليک سره دا ده، چې پښتو راباندې ګرانه شي او دا ژبه مو د نړۍ د ژونديو او پوهنيزه ژبو په لړى ( قطار) کې ودريږي۰

 ١٢ په سلو کې پښتنو پښتو پريښودې که نور هم دا د ليکلوست پښتانه پښتو پريږدي، که څه هم دا د ليکنى له لور وي، نو پيدايښتي ده، چى بيا نو پښتو مري، ځکه، چى هر دليکلوست پښتون، چې پښتو پريږدي، دا د پښتو لومړى پل دۍ، د مرګ په لور۰ موږ پښتانه د نورو ژبو سره مخامخوالي (ضديت ) نه لرو، خو خپله ژبه بايد راباندې ګرانه کړو او وپوهيږو، چي پريښوول يې ګوناه ده۰

لکه چي پورته مو ګوته ورته ونيوله،  ژبي مري، چي د هغى ژبې د ټولنى ژبنيزې اړتياوې پوره نه کړي، د ليک لوست او خبرو ولويږي، د ښوونى او روزنې ژبه نه وي او د دولت په څلورديوالى کي هم هغه خپل د اړتيا وړ قانوي ځاي  غوره نه کړي او دا اړتياوې يې نورې ژبى پوره کړي۰

د کلتور او کلتوري ودې يانې د ژبى د ودې ځاى د هر هيواد مرکز وي۰ پښتو په کابل کې، چى د افغانستان زړه دۍ، له خبرو اترو لويدلى، چى دا د قانون سپکاوى  حتى غير قانونى کار دۍ۰ په کابل کې ګورو، چي که دوه پښتانه هم سره يوځاي شي، يو له بل سره په پښتو نه غږيږي ۰

 که چيرې يو پښتون د يوه غير پښتون سره په پښتو خبرې پيل کړي، سملاسي ورته ويل کيږي، چي په پښتو نه پوهيږي۰ دا که يو کس، چې ښوونه او روزنه ترې پاتې وي پروا نه لري، خو که څوک د ليکلوست خاوندان وي، نو دا کار هم د قانون سره مخامخوالي دۍ، چى بايد ونه منل شي۰

دا غير پښتون هم بايد پښتو ته همداسى په درنه سترګه وګوري، لکه پښتانه، چي زموږ د هيواد نورو  ژبو ته او همداسى په پوره کچه دري ته په درنښت ګوري اود کوم پښتون څخه به وا نه وريدل شي، چې ګوندې په دري دى پوه نه شي۰

دې ته دې ګران هيوادوال اجازه  راکړي، چې زموږ د هيواد دري ژبى ته د يوې توانمندې ژبي په څير ګوته ونيسم، چي نه يې څوک په تاوان خوښ دي، نه څوک بايد دا حق ځان ته ورکړي، چى د تاوان رسولو نيت يې وي،  ځکه چې اجازه يى نه شته او نه څوک تاوان وررسولى شي، ځکه چې هغه پوره توانمنده ژبه ده اوپښتانه هم همداسى نظر ورته لري۰ زموږ د هيواد ژبه ده او هرو مرو يې په همغه قانوني څلورديوالى کى درنښت په کار دۍ،  له پښتو ژبې څخه نه کم او نه زيات۰

دا چى پښتو مري، په لاندې توګه يې روښانه کولى شو:

پښتو د قانون په څلور ديوالۍ کې د افغانستان سراسري ژبه ده۰ دا په دې مانا، چى د افغانستان دولت د دې ژبې او همداسې د قانون په څلورديوالى کې د نورو ژبو حقوقو ته بايد په درناوي وګوري او د ولتي ژبې په څير بايد وګڼل شي۰ دې پسې به د افغانستان د حکومت دندو ته ګوته ونیسو.:

لیکنه: ډاکتر ماخان (ميږى) شينوارى

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب