د ادبیاتو تدريسي ژبه

هر علم او پوهه د بيان او تشرېح لپاره ځانګړې تدريسي ژبه او ميتود لري، خو دا د مدرس او ليکوال په هنر او تجربه پورې تړلې ده چې خپلې موخې ته څنګه ځان ورسوي او خپل پيغام څه ډول په اغېزناکه توګه وړاندې کړي.

د اغېزناکې زده کړې له هنرونو څخه يو هم دادى چې د تدريسي موادو ژبه يې د مخاطب لپاره د فهم او پوهېدو وړ وي او د يوه غوره مېتود پر بنسټ له لوستلو او يا اورېدلو وروسته  د مخاطب په ذهني پانګه او پوهه کې خامخا زياتوالى راولي.

 ښايي د ګڼو علمي اثارو محتوا( منځپانګه) به غني او تر ډېره له نيمګړتياوو تشه وي، د مخاطب د پوهنې او ذهني اخذ

کچه به يې هم په پام کې نيولې وي، خو چمتو کوونکى يې خپل هدف ته د خپلې توقع سره سم نه رسېږي، ددې کار يو لامل دا وي چې ژبه يې تدريسي او د مخاطب له اخذ سره برابره نه نه ده.

په افغانستان کې د ادبیاتو  د تدريسي ژبې په برخه کې دا ستونزه له پخوا نه موجود ده او څوک چې د ادبياتو محصل وي، له ادبياتو سره سروکار ولري او ادبي اثار يې لوستي وي، نو دا ستونزه په اسانۍ سره درک کولى شي، لاملونه يې مختلف دي، خو د له منځه وړلو لپاره يې چندان کار نه دى شوى.

 هغه ادبي اثار او ادبيات چې د اکاډميکو ساحو يا مرکزونو نه بهر د ازادو ليکوالو او شاعرانو له لوري پنځول کېږي، طبيعي ده چې ليکنۍ ژبه يې د هغوى خپل سټايل او سليقه وي، دوى خپل نظريات او  خبرې کوي، هغه ژبه کاروي چې ورته اسانه وي او تر ډېره يې معلومات پاشلي او مخاطب هم عام وي، ځکه چې د دوى مخاطبين نا مشخص او پاشلي دي، د تدريس له هنر سره هم ډېر اشنا نه وي.

 دوى خپل اثار د کومې علمي رتبې، مقام او علمي ارتقا له پاره نه ليکي، ښايي عمومي موخه يې له خپل ذوقي او مسلکي تسکين ور ها خوا ژبې او ادب ته خدمت وي چې له شک پرته په افغانستان کې يې له خدمت د يوه خدايي خدمتګار په توګه سترګې نه شو پټولى.

د دوى همدا اثار وروسته د څېړونکو او د ادب د استادانو لپاره لومړني يا خام مواد برابروي، ځکه چې د ادبي  څېړونکو څېړنې، لکچرونه او يا تدريسي توکي بېلګو او تدريسي موادو ته اړتيا لري، دا مواد د همدې ليکوالو له اثارو او پنځونو اخيستل کېږي او که نه وي، نو د څېړونکي کار هم تر ډېره هوايي بڼه لري.

 دويمه ډله بيا هغه ادبيات او ادبي څېړونکي دي چې د ادبياتو د څانګو او اکاډمي کې رسمي مسووليت لري، دنده يې داده چې په وخت وخت اړتيا او زياتونو ته په پام سره نوې او اغېزناک تدريسي مواد چمتو کړي او پر ګونګو او نوو موضوعاتو څېړنې، کره کتنې او ليکنې وکړي.

که د ادبياتو پوهنځيو د څو کلونو وړاندې چيپټرونو او تدريسي اثارو ته پاملرنه وکړو، نو له هغو سره چې ازادو ليکوالو او شاعرانو ليکلي، چندان توپير نه لري او کله کله خو ګټ مټ له هغوى نه کاپي وي او وروسته يې د تدريسي موادو او چيپټرونو په توګه په خپله اداره او محصلينو تېر کړي وي چې دا يوه ستره ستونزه ده، د ادبياتو پوهنځيو د مشرتابه بې غوري او د تحصيلي نصاب کمزوري څرګندوي.

دا ستونزه په ټوله کې د ادبیاتو پوهنځي په تدريسي نصاب پورې هم اړه لري چې تر ډېره پرې کره او بيا کتنه نه کېږي ، د موثرې زده کړې او په محصل کې د فکري او علمي بدلون مسئله په کې له ياده ويستل شوې، د يوې اړتيا او جوړښت( سازش) له مخې يې مضامين سره وېشلي او د استادانو د وړتيا او پوهې  برخه(زمره) يې هم په پام کې نه ده نيولې.

يو استاد چې په ادب پوهنه کې يې کرښه هم نه ده کاږلې او نه يې خوښېږي، د ژبوهنې او ګرامر مسايل ورکړل شوې او بل ته چې په ګرامر او ژبوهنيزو مسايلو کې مهارت او تجربه لري، ادبي فنون، ادب تاريخ او نور مضامين يې ورکړي دي چې طبيعي ده په داسې حالت کې خپل تدريسي مواد په اغېزناک ډول نه شي چمتو کولى، وار خو د تدريسي ژبې او پروګرام د سمون شو.

هغه ادب تاريخ چې يو وخت د يولسم او دولسم ټولګي لپاره ليکل شوى و او بيا د ديار لسمو او څورلسمو ټولګيو له پاره( دارالمعملين) لپاره انتخاب شو، له څو کلونو راهيسې د ادبياتو پوهنځي د ليسانس دورې ته هم تدريسېږي.

د ادبياتو پوهنځي په ماسټرۍ دوره کې ډېر مضامين او مواد د ليسانس دورو دي او په دکتورا دوره کې شامل مضامن او تدريسي مواد له ماسټرۍ سره ډېر زيات توپير نه لري او محصل په پام کې نه دى نيول شوى، يواځې د سمسټر او ساعتونو د ډکولو لپاره فکر کېږي.

د علومو اکاډمۍ غړي او د ادبياتو پوهنځي استادان سره ددې چې په ورته او ګډو موضوعاتو کار کولى شي، ښايي کله کله يوه موخه ولري، خو د اثارو ژبه يې بايد يوه نه وي، ځکه د ادبياتو استاد همدا مواد له چاپ وړاندې او وروسته سلګونو محصلينو ته په ټولګي کې تدريسوي او د اکاډمي څېړونکى د علمي رتبې او پروژې د پاى ته رسولو لپاره يو اثر ليکي او تدريسي مسووليتونه نه لري.

د اوسنيو ګڼو ادبي مضامينو تدريسي توکي، استادانو د خپلو رتبو او ورکړل شوو موضوعاتو لپاره ليکلي وي، يوازې دفاع، لارښود استاد او يا علمي شورا يې په پام کې وي، په داسې حال کې چې سلګونه  د ادب محصلين هم د هغوى له دې اثر نه د تدريس او څه زده کړې تمه لري، د يوې اغېزناک او فعالې زده کړې لپاره بايد هغوى ته مفاهم د هغوى په سويه د تدريسي توکو په توګه برابر شي.

په بل عبارت: هغه ادبي اثار چې په بازار کې يې د کتاب خپرولو خصوصي ادارې خپروي او هغه چې د پوهنتون د نشراتو د برخې له لوري په رسمي ډول خپرېږي، بايد د ژبې، مېتود او حتى تخنيکي جوړښت له مخې يو ډول نه وي، خو له بده مرغه چې اکثره پوهنتوني اثار هم د شخصي خپرندويو ټولو له لوري  د نورو عادي اثارو په ډول خپرېږي، که ډېره توره وکړي، نو يوازې عالي جلد او ظاهري رنګ او سينګار به ورکړي، د محتوا پر تدريسي اړخ يې کار نه لري.

کله چې هغه بېرته د ادبياتو د محصل لاس ته رسېږي، ژبه او ميتود يې تدريسي نه وي، د ازادې مطالعې او معلوماتو لپاره وي، ليکوال يې تر دې وړاندې يوازې خپله رتبه، د خپرو شوو اثارو په لړليک کې د يوه اثر زياتوالى او کله کله پيسې او سوداګري په پام کې نيول شوې وي.

سره ددې چې په دې برخه کار شوى دى، ګڼ داسې ادبي اثار شته چې ژبه يې تدريسي ده، مخاطب يې يواځې د پوهنتون د ادب پوهنځي محصل دى، د هغه ذهني ظرفيت او پوهه يې په پام کې نيولې، د هر څپرکي په پاى کې لنډون او وروسته ځانګړې پوښتنې لري چې محصل د څپرکي بيا کتنې او د خپل اخذ او پوهې پرتلنې ته اړ باسي.

له بل اړخه همدا اثار د ازاد بازار او ازادې مطالعې د مينه والو له پاره هم ځکه موثر تمامېږي چې هغوى مطالعه د خپلې پوهې د زياتوالي لپاره کوي، د کومې ازموينې وېره ورسره نه وي، په همدې سبب يې مهمو ټکو ته پام اوړي او بيا يې په دې اړه له خپلو اضافي او مخکينيو معلوماتو سره يو ځاى کوي.

خو کوم ادبي اثار چې د ازادو ليکوالو او اديبانو له لوري ليکل شوي وي او تدريسي ميتود او ژبې ته يې پام نه وې کړي، د محصلينو دتحصيلي ستونزې په حل کې ډېر موثر نه پاتې کېږي ، معلومات يې ډېر خواره واره او عام وي چې د پوهنتون محصل يې وخت او حوصله نه شي پيدا کولى.

لنډه دا چې د ازادې مطالعې او ازاد ليکوال او پوهنتون د استاد د  ادبي اثر ژبه بايد يو شان نه وي، استاد بايد تر ټولو وړاندې دا په پام کې ونيسي چې دى د بېلابېلو سويو او ذهنيتونو لرونکو محصلينو ته د ادب د تدريسي لپاره مقرر شوى او لومړۍ موخه يې دهغوى پوهول او رسول دي، د تدريس مهم ټکي او پيغامونه بايد روښانه وي، په مناسبت وخت کې ورسول شي، لنډون او وضاحت ولري او هغه اضافي معلومات چې اصلي موخه په کې ورکېږي او له مناسبت يا وخت وړاندې راغلي، حذف کړي.

دې هدف ته په پام سره بايد خپل لکچر، فکر او تدريسي مواد عيار کړي، په هغوى کې د اړتيا سره سم بدلون راولي او له تدريسي موادو يې خپل ټول هغه ابهامات وباسي چې د محصل د مطالعې او پوهې زياتولو په برخه کې خنډ جوړوي چې دا کار د تدريسي ژبې او غوره مېتود له لاري په ښه ډول عملي کولى شي.

همدا استاد په دويم قدم کې بيا د ازادې څېړنې او ليکنې له پاره  د فکر او تصميم چانس هم لري، خو که خپل تدريسي مواد ان له لومړي سره يادو شوو ځانګړتياوو ته په پام سره عيار کړي، نو د يوه ازاد ليکوال په توګه هم خپله موخه له يوه اثر نه تر لاسه کولى شي.

په همدې ډول د ادبياتو ازادي څېړونکي او پنځوونکي هم بايد خپل اثار په ځانګړي ډول په اوس زمانه کې چې د ادبياتو په اړه د څېړنو، معلوماتو او ماخذونو لمن پراخه شوې، له ابهاماتو، تکراري خبرو، سولېدلو خبرو او سوژو په سوچه بڼه خپل مخاطب ته وړاندې کړي، څو مخاطب يې خبره درک او نوې پوهه تر لاسه کړي.

کله چې تدريسي مېتودونه نوي کېږي، د لکچر او چيپټر سيستم له منځه ځي، شاګرد محوري او کرېډېټ سيستم د زړو او  په اوس وخت کې د غير موثرو تدريسي روشونو ځاى نيسي؛ نو د تدريسي ژبې د سمون اړتيا تر بل هر وخت زياته مطرح کېږي.

ګل رحمن رحمانی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب