ژبور منافق
له امیر المؤمنین عمربن الخطاب رضي الله عنه نه روایت شوی دی هغه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: زه په خپل امت باندي له هر هغه منافق نه ډېر ويریږم چې د ژبې ماهر وي.
عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي كُلُّ مُنَافِقٍ عَلِيمِ اللِّسَانِ )، رواه أحمد في “المسند” (1/22) .
په یوه بل روایت کې ” المنافق سلیط اللسان ” راغلي دي یعني په ژبه مسلط وي د ادب او بیان ماهر وي خو زړه یې د ‘نفاق ‘ ګوډی وي، دا ډول د ژبي ماهرين نن څومره ډېر دي او د تشذهنه ځوانانو په ګمراه کولو بوخت دي، خدایه ته یې ژبې پڅي کړې.