ږیره څه ته وايي؟
ږیره یا لحیة څه شی دی؟
ږیره دا نوم دی د هغه وېښتانو کوم چې په عذار، عارض او ذقن باندې راشنه شوي دي.
عذار : هغه وریښتان دي چې د غوږونو د سوريانو سره چې کم هډوکی دی د هغه څخه شروع کیږي بیا تر زامې پوري، علامه القلیوبي فرمائي چې د غوږونو او تندي سره یو سیده خط کش کړئ نو د غږونو سنګ ته او تر خط لاندي ځای ته عذار وايې
عارض: د زامي په هډوکو چې کم ورېښتان شنه شوي دي د عذار څخه لاندي بیا تر زني پوري دېته عارض وایې
ذقن: د دواړو زامو یو ځای کېدلو ځای ته ذقن وايې او د دا درې واړه ځایو نو ورېښتانو ته په شریعت کې ږیره( لحیه) وایې.
د ږيري یادونه په څرګنده توګه او يا د اشارې په ډول د قرآن شریف په ایاتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویناوو کې شوې ده.