ډيره مالګه خوړل «ینې» ته ضرر رسوي

عام ډول باندې مالګه د وینې د فشار لوړولو لامل ګڼل کیږي خو اوس طبي پوهانو د مالګې ډير استعمال یو بل تاوان هم څرګند کړی دی.

د چین جنان پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې د مالګې ډیر استعمال د فشار لوړولو سربېره د ډير عمر کسانو ینې ته هم ډير تاوان رسوي.

څېړونکي وايي چې د انسان بدن ته د لږې مالګې اړتیا وي او د امریکا حکومت له همدې کبله صحت مندو کسانو ته په ورځ کې د چای د یوې کاشوغې په اندازه د مالګې خوړلو وړاندیز کوي.

په مالګه کې موجود «سوډیم» د نورو چارو سربېره په بدن کې موجودو اوبو جریان په برابرولو او عصبي نظام منظم کولو کې مرسته کوي.

خو د مالګې ډير استعمال بیا جانبي عوارض هم لري او د فشار لوړولو سربېره ینې ته هم تاوان رسوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب