ډاکتر عبدالظاهر
Dr. Abdul Zahir
له بلی خوا د ډاکتر عبدالظاهر د صدارت په دوره کی پر افغانستان په ۱۹۷۱ ۱و ۱۹۷۲ کی لویه لوږه راغله چی تقريباً ۵۰۰۰۰۰ کسان چی زیات يی ماشومان وه له لوږی مړه شوه . امريکا ۲۰۰۰۰۰ ټنه غنم و افغانستان ته را واستول . څنګه چی په هغه ورځو کښی د پاکستان او هندوستان مناسبات ډیر خراب وه ، د غنمو کښتی په کراچی کی زیات وخت و ځنډیدلی . بیا چی غنم له کښتی نه کښته شوه ، په کراچی کی زیات وخت پاته شوه . کوم وخت چی غنم افغانستان ته راورسیده ، خلک وختی له لوږی مړه شوی وه . د ډاکتر ظاهر بيروکراسی ونه شوا کولای چی ولس له لوږی نه وژغوری . د ۱۹۷۲ کال په جنوری کی د پاکستان صدراعظم ذولفقار علی بوټو افغانستان ته راغی ، د پاچا او ډاکتر ظاهر سره يی راساً خبری وکړی . دا خبرو د افغانستان مناسبات د پاکستان او غربی نړی سره مخ پر ښه کیدو کړه .
په دغه ورځو کی د کابل په پوهنتون کی د کمونست خواهانو او اسلامیستانو تر منځ شخړو اور واخیست چی په بهیر کی يی زیات محصلین ټپیان شوه . د اسلام خواهانو مشر غلام محمد نيازی وو چی د الاظهر پوهنتون يی په قاهره ویلی وو. په شخړو کی ګلبدین حکمتیار چی د اخوالمسلمین پر طرف جنګیده ، هم ښکیل وو. ګلبدین د شخړو په بهير کی يو محصل چی نوم یی سیدال وو ، ووژی . کوم وخت چی ګلبدین حکمتیار د څرخی پله په بندیخانه کی بندی شو ، غلام محمد نيازی په پوهنتون کی د ځان د ساتنی لپاره یومذهبی مرکزی ګروپ تشکيل کړ چی ریاست يی برهان الدین ربانی پر غاړه واخيست او معاون يی عبدالرسول سياف وو . دوی دواړه د الاظهر د پوهنتون فارغین وه .
کوم وخت چی ډاکتر عبدالظاهر په ۱۹۷۱ کی د افغانستان د شمالی او شمال غربی ولایاتو نه لیدنه کوله ، هلته دی په ډبرو وویشتل شو . دا ځکه چی ولس دا فکر کاوه چی د بهرنیوهیوادونو پر کومک سربیره د افغانستان حکومت د لوږی ځپلو سره هيڅ زړه خوالی نه ښکاره کوی . په سپتامبر ۱۹۷۲ کی ډاکتر ظاهر و شوروی ته سفر وکړ چی نور غنم هيواد ته راوړی . خو دا کار دده لپاره هيڅ ګټه ونه کړه او په افغانستان کی حالت نورمال نه شو. ډاکتر ظاهر مجبوره شو چی په سبتامبر ۱۹۷۲ کی د صدراعظم له دندی نه استعفأ وکړی .
ټول افغانستان