څېړنه: هره ورځ دوه چارمغز خوړل د زړه د حملې خطر کموي

د امريکا روغتيايي څېړونکو په يوه نوې څېړنه کې ويلي چې د ورځې د دوه چارمغزو د خوړلو له امله د زړه د دورې خطر کميږي.

د امريکا د «جنرل اف کلینيکل نيوټريشن» په نامه په يوه روغتيايي خپرونه کې د امريکا د روغتيايي څېړونکو په تازه راپور کې راغلي چې د ورځې دوه چارمغز خوړل د زړه د حملې خطر کموي.

په دغه څېړنيز راپور کې دا هم راغلي چې په چارمغزو کې پروټين، ويټامين او ځينې نور مواد شته چې زړه ته قوت ورکوي او د بدن د کوليسترولو د زیاتوالي مخه نيسي، څو د زړه رنځونه او د زړه د حملې خطر کم کړي.

څېړونکو ويلي چې د چارمغزو له خوړلو سره په بدن کې د وينې جريان هم منظم ساتل کيږي چې د وينې د لوړ فشار مخه نيسي.

همداراز په راپور کې ويل شوي چې د چارمغزو له خوړلو سره د کوليسترولو، ګليسرو، ايل ډي ايل کوليسترولو په اندازه کې هم کموالی راځي.

په څېړنه کې دا هم ويل شوي چې د تور زيړي په رنځ اخته کسان هم چې زیاتره يې د زړه د دورې له ګواښ سره مخ دي د چارمغزو خوړول يې د تورزيړي او د زړه د حملې په مخنيوي کې ګټور ثابتيدای شي.

که څه له دې وړاندې په وچو ميوو کې د چارمغز په اړه ويل شوي وو چې د بدن د غټوالي د له منځه وړلو او ذهني قوت له پاره مفيد دي خو نويو څېړنو وښودله چې د زړه د ناروغانو له پاره هم چارمغز يو ګټوره ميوه ده.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب