څېړنه : دفیل مرغ غوښه خپګان له منځه وړي

ډاکتران او روغتیايي کارپوهان هغو خلکو ته دفیل مرغ دغوښې سپارښتنه کوي،چې وخت ناوخت خپه کیږي، ځکه دفیل مرغ غوښه د خوښۍ او خوشالي هارمون ( سیروټونین) تولیدوي او کولسټرول په کې کم وي.
په روسیه کې د خپګان د ناروغیو کارپوه یوګیني برون وايي : اړینه ده، چې دفیل مرغ غوښه وخورو ځکه، چې د ټریبټوپین په نوم مواد او اوسپنه لري، چې دخوښۍ هارمون (سیروټونین) تولیدوي او ډېر لږ کولسټرول لري، که یو څوک هره ورځ سل ګرامه دفیل مرغ غوښه وخوري هیڅ به خپه نه شي.
نوموړی وايي : روږدیدل د ناروغۍ یو ډول دی ، پر نشو روږدی کس بیا وروسته پر الکولو هم روږدې کیږي، روږدیدل په خپله نه رامنځته کیږي ، اړینه ده،چې لامل به لري، کټ مټ لکه خپګان، اختلاف ، ناخوښي ….
دا کارپوه وايي : دخپګان یو لامل دانسان په وجود کې دنیکمرغۍ او خوښۍ دهارمون کمښت دی ځکه خو زه دفیل مرغ دغوښې سپارښتنه کوم .

Dr sh Mirakai


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب