څیړنه: ماسته مو د شکر له ناروغی څخه ژغوري

که تاسې په خپل ورځنۍ ژوند کې ماسته نه استعمالوي نو له دې وروسته يي د خپل خواړه یوه اړینه برخه وګرځوي.

په هارورډ عامې روغتیا اداره کې شوې دغه نوې څیړنه ثابته کړې چې د ماسته زیات یا ورځنۍ استعمال به انسان د شکر له ناروغی څخه په ژغورولو کې ډیره زیاته مرسته وکړي.

څیړنې په اساس د ورځې ۲۸ ګرامه ماسته خوړل به د شکر ناروغی خطر ۲۰٪ کمه کړي.

څیړنې په اساس د یو لک او نهه څلویښت زره کسانو ژوند او ژوند کولو طریقه له څیړلو څخه دا معلومه شوه چې هغه کسان چې هر ورځ ماسته استعمالوي په هغوي کې د شکر ناروغي په کمه اندازه لیدل کیږي.

د دغې څیړنې څیړونکي وايي چې د زیاته اندازه ماسته خوړل په زیاته اندازه د شکر ناروغي خطر کمولو نښې ښيي. که څوک غواړي چې له دغې ناروغی څخه په امان وي نو له ۲۸ ګرامو څخه هم زیاته اندازه ماسته استعمال کړي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب