
څو زرینې کرښې ۱
که هره ورځ تر بلې ډېر زړه سواندی وې او خلک در څخه ازار نه شي پوه شه، چې پر ښه لوري دې قدم اېښی دی. که نه، نو لوری دې بدل کړه.
تل موسکی اوسه! هره ورځ د خوښ ژوند لپاره یو دلیل ولټوه، موسکی شه او وخانده. دغه کار دومره تکرار کړه چې ټول کاینات ستا پر وړاندې تبسم وکړي.
په غذایي رژیم کې کوچنی بدلون ستا د ښه صحت او سالم ذهن ضمانت کوي، له همدې نن ورځې هڅه وکړه چې د ناسالمو غذاګانو له خوړلو ډډه وکړې. پرهېز وکړه، له هغه وروسته به وګورې، چې په بدن کې څومره د ښه توب احساس کوې.
هغه فکر چې همدا اوس یې په خپل ذهن کې لرې ستا راتلونکې تضمینوي. د نن ورځې فکرونه به دې د سبا، راتلونکې اونۍ، راتلونکې میاشتې او راتلونکي کال تجربې وي.
هر سهار دې د خپلې مینې او محبت سیکه له زړه څخه را وباسه او نورو ته یې ډالۍ کړه، تر څو تا ته هم د لمر په شان وړانګې خپرې کړي. هر یو ملګری چې ډېر درته ګران دی، نن له اخلاصه ورته و وایه: «سلام ملګریه! زړه دې خوشاله او ورځ دې نېکمرغه اوسه».