څوک د غيبو علم لري؟ (فتوى)

پوښتنه:
د هر څه نه مخكې سلامونه او نېكې هيلې وړاندي كوم.
ايا د غيبو علم فقط او فقط يوازې د الله سره دې كه څنګه، هيله ده چي پدې هكله دليل او ثبوت يي واضح كړې

قدرمنه وروره  وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
په علم غیب بې له الله تعالی څخه نور څوک نه پوهیږی، که هغه پیغمبر وی یا ملائکه او یا بل څوک، د غیبو علم یواځې او یواځې تر الله تعالی پوری خاص دی، الله تعالی فرمایی: قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّه، ووایه ای پیغمبره چی په اسمانونو او ځمکه کې بې له الله تعالی څخه بل څوک په غیبو نه پوهیږی او په بل ځای کې فرمایی: وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ، او له الله تعالی سره د غیبو کنجیانی دی، هېڅوک بې الله تعالی نه ورباندی نه پوهیږي
او له کومو غیبی شیانو لکه د دجال راتګ، د یاجوج او ماجوج راتلل او داسې نور چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې مونږ ته خبر راکړی دی هغه په حقیقت الله تعالی د وحی په ذریعه ورته ویلی دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله په غیبو نه پوهیږی، الله تعالی فرمایی: عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا (26) إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ، الله تعالی عالم الغیب دی د هغه په غیبو باندی هیڅوک نه پوهیږی، مګر هغه څوک چی الله تعالی یې غوره کړی د پیغمبرانو له جملی څخه. مطلب دا چی الله تعالی ورته د څه اندازه شیان خبر ورکړی وی
او نور ډیر ایاتونه شته چی په دی خبره تاکید کوی چی په غیبو بی له الله تعالی نه بل څوک نه پوهیږی او همدا د اهل سنت و الجماعت عقیده ده.

ځواب وركونكي مولوي مجيب الرحمن عاصم

اصلاح انلاین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب