څه ډول په ځان کې د لوست مینه وروزو؟

دا مهال ډیری ځوانان له درسونو ور ها خوا لوست سره ډیره مینه نه ښيي، ځینې بیا د لوست مینه د فیسبوک او یا نورو انټرنیټي سایټونو  د څو کرښو لیکنو په لوستو ماتوي او دې ته د لوست نوم ورکوي، یو شمیر له نورو د ناستې او د هغوی د خولې د خبرو په معلوماتو بسنه کوي ، ځينې د ژوند تجربې لوست ګڼي، او ډیر وخت، په ډېرو مسایلو کې د  خپلو تجربو په بنسټ دریځ نیسي. ځینې ځوانان چې په زده کړه بوخت دي، خپل درسي کتابونه لوست بولي. او نورو کتابونو لوستو ته وخت نه بیلوي،  ایا دا لوست دی؟ په دې ډول لوست باېد بسنه وشي؟  په دا ډول لوست باور کولای شو؟ د دا ډول لوست لاملونه څه کېدای شي؟

کېدایشي له نه لوست  نه د ا ډول لوست هم تر یوې کچې ښه وي، خو غوره، د باور او قناعت وړ یې نشو بللی،  لوست هم ورته تر ډیره نشو ویلی، نو  د دا ډول لوست او نه لوست لاملونه څه دي؟ راځئ په دې اړه فکر وکړو او هغه لارې ولټوو چې په موږ کې د لوست د مینې کچه لوړولای شي.

ډیری په دې اند دی چې په پښتو ژبه کې  داسې کتابونه نشو موندلای چې  د دوی تنده دې پرې خړوبه شي، ځينې بیا وايي په نورو ژبو کتابونه لوستل به په پښتو ژبه د کتابونو د لوست  اړتیا ته زیان ورسوي، یو شمیر په نورو ژبو نه پوهیږي، او یو شمیر هم په کتابونو نه غواړي پېسې ورکړي، دا ځکه چې د ژوند نورې اړتیاوې ورته ډيرې اړینې وي.

که  په پښتو ژبه د کتابونو  مسلې ته راشو، نو دا منو چې ښايي په پښتوژبه   دومره کتابونه نه وي چې  د ډيرو زوقونو ځواب ووايي، خو لوست هم یواځې  په پښتو ژبه یا په خپله ژبه د کتابونو لوستو ته نه وايي، دا زموږ مینه ده چې غواړو په پښتو ژبه کتابونه ولولو، خو که موږ په خپله ژبه د خپلې خوښې کتاب نشو موندی او په بله ژبه یې هم نه لولو نو دا زموږ ستونزه ده، له خپلې ژبې سره یې مینه نشو ګڼلی،  دلته دا دلیل هم کیدی شي چې موږ له اره نه غواړو چې څه ولولو هسې مو په پښتو ژبه د خپل خوښې کتاب نشتوالی پلمه کړی دی.

پرته له انګلیسي او دوه درې نورو ژبو نه په نړۍ کې داسې ژبه نشته چې په هغې ژبه دې دهر ډول زوق کتابونه په اسانه وموندل شي، د نورې نړۍ خلک هڅه کوي په نورو ژبو د کتابونو په لوستو سره نه یواځې دا چې د خپلو افاقي معلوماتو کچه لوړه کړي، په خواکې یې په نورو ژبو خپل ژبنی مهارت نور هم ځواکمن او پیاوړی کوي.

 د نړۍ په نورو ژبو کې  په ساینسي ، تاریخي ،ټولنیزو او سیاسي مسایلو  پوهنیز کتابونه او همدا شان ادبي ستر شهکارونه موندلی اولوستی شو، چې ښآيي هیڅکله ونه توانیږو چې په پښتو ژبه کې دا ډول ستر اثار ومومو، نو موږ باید په پښتو ژبه د لوست په موخه خپله او په خپل لاس پر خپل مخ د وړیا  نړیوالې پوهې او تجربو ورونه ونه تړو.

په نورو ژبو لوست نه یواځې دا چې زموږ ژبنی مهارت پیاوړی کوي او زموږد معلوماتو کچه پراخوي ترڅنګ یې د متن لیکلو له نویو ډولونو سره مخ کیږو چې کېدای شي د یوه په زړه پورې متن په لیکلو کې له موږ سره مرسته وکړي. د دې په خوا کې د ټولنیزو مسایلو په  اړه کتابونه د نوروکلتورونو د خلکو  د ژورې پیژندنې په برخه  کې له موږ سره مرسته کوي او زموږ په ټولنه کې  د شته ستونزو په هوارۍ کې موږ ته د ډیرو غورولارو مخه پرانیزي، او تر ټولو اړینه او مهمه خبره یې داده چې موږ که وغواړو کولای شو په نورو ژبو د لوست په مټ  پښتو ژبې ته   د ژباړې او همدا شان د خپل کره شوي تخلیق په مټ ډېر څه ورکړو، نو غوره به دا وي چې د لوست لپاره خپله ژبه برید ونه ټاکو بلکه د لوست لپاره خپلې پوهنیزې ګټې په پام کې ونیسو او ژبني بریدونه ونړو. خو لیکل په خپله ژبه وکړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب