څه ډول زامن غواړې؟

زوى دې د بد ملګري له ملګرتيا نه وژغوره، لکه هماغه ډول چې ىې له بدې ناروغۍ نه لرې ساتې. څارنه يې له کوچنيوالي څخه شروع کړه او کنه نو ناروغي به خپره شي او بيا به ىې علاج ګران وي.

د زوى د روزنې پر مهال له زور او رټنې څخه کار اخيستل، د هغه د لا سرکښۍ سبب کېږي او هغه ته ناز ورکول، کمزورتيا ور زده کوي او د دې دواړو جرمونو ترمنځ ستا پر وړاندې راولاړېږي!

زوى د اۤس د بچي په څېر دى چې که د هغه د خوښې هر څه ورکړل شي، سرغړونه کوي اۤن تر دې چې کنټرولول يې ګرانېږي او که د هغه د خوښې له شيانو څخه منع کړاى شي، هغه داړونکى حيوان ترې جوړېږي چې د خپل شاوخوا له هر څه نه کرکه کوي. له همدې امله هغه ته په ورکړه او منعه کې حکيم اوسه او هغه ته له ډېرې مينې ورکولو ډډه وکړه، ځکه ستا او هغه د نېکمرغۍ لپاره مضر دى.

پلرونه له خپلو زامنو سره مينه او له لورګانو څخه نفرت کوي؛ خو ما ډېر ليدلي چې لورګانې له زامنو ډېر د پلرونو د نېکمرغۍ سبب شوي.

زوى ته دې پر خپل نفس د اعتماد روزنه ورکړه که څه هم چې ته شتمن واوسې؛ نو که هغه په خپله ځان ته کسب او کار پىدا کړ او د علم زده کړې ته ىې شا کړه؛ نو هغه پر خپل ځاى مه کېنوه، په کور کې يې له ځان سره مه مېشت کوه او له خپله جېبه خرچه مه ورکوه، ځکه په دې ډول ته په هغه کې د ژوند د سفر پر مهال د سختۍ زغملو روحيه وژنې او ما دا ډول ډېرې بيلګې ليدلي دي.

که زوى د ځان پر وړاندې د خپل پلار له توجه څخه نهيلى شي، سرغړونکى او خپلسرى کېږي او که د پلار په توجه پورې زړه وتړي، لټ اموخته کېږي. غوره پلار هغه دى چې زوى يې له مهربانۍ نهيلى نشي او نه هم خپل زوى ته د خپل لطف او توجه د پابندۍ روزنه ورکړي.

د زوى د روزنې پر مهال د هغه په رټنه کې افراط کول، هغه له تا څخه لرې کوي او د هغه په مينه کې افراط کول، تا له هغه څخه لرې کوي؛ نو هوښيار اوسه ګنې د روزنې موقع دې له لاسه وځي.

که دې وليدل چې زوى دې د ژوند له سختىو ځورېږي او د لمنځه وړلو لپاره ىې کار کوي؛ نو دا ورته له دې څخه غوره ده چې په نعمتونو کې يې پټ کړې او پر هغه تا اعتماد وکړي.

که زامن دې فاسد وي؛ نو پام چې خپله شتمني په واک کې ور نکړې، ځکه هغه څه چې تا د کلونو په تېرېدو لاس ته راوړي، هغوى يې په څو ورځو کې لمنځه وړي، تا پرې رسوا کوي، پرلمن دې تور داغ پورې کوي او په پاى کې دې الله تعالى ته سپاري!

هغه نېک زوى چې دعاء درته کوي او خلک دې د هغه په واسطه په نېکۍ يادوي، له هغه زوى څخه ډېر غوره دى چې تا هېروي او په خپله بده رويه له تاسره بدي کوي. ستا زوى ستا د وجود يوه برخه ده، نو ايا غواړې چې وجود او ځيګر دې په دردونو او ناروغيو اخته شي او کنه غواړې چې پاک او سالم واوسې؟

که هر پلار د خپلې ورځې او وخت يوه برخه د زوى د ساتنې او روزنې لپاره بېله کړې واى، پلرونه به نور د زامنو له سرغړونې نه واى ستړي شوي.

عزتمن پلار کوښښ کوي چې زوى يې تر هغه لوى شي او هوښىار پلار کوښښ کوي چې زوى ىې د هغه په څېر شي او فکر نه کوم داسې پلار به هم وي چې له ځان څخه د خپل زوى د کم راتلو کوښښ وکړي.

زوى فطرتا له تقليد سره مينه لري او تر ټولو خوښ شى ورته له مور او پلار څخه تقليد کول دي؛ نو په کور کې د هغه او د هغه له مور او له کور څخه د باندې له خلکو سره د خپلو کړو وړو څارنه کوه.

څوک چې کور ته شر را دننه کړي؛ نو خپله ښځه او زوى يې هم په هغه کې د برخې اخيستلو لپاره دعوت کړي دي، که څه هم ګومان وکړي چې هغوى ىې له شر څخه لرې ساتلي…

ګناهګار پلار خپل بد زوى ته وويل: ايا له ما څخه نه شرمېږې، همدا ما روزنه درکړه او اوس راسره بدي کوې؟!

زوى يې ورته وويل: غوره دا ده چې ته د خپل پرودګار پر وړاندې خجالت شې، ځکه ته يې پيدا کړى يې، نعمت يې درکړ او ته بيا هم بدي کوې؟؟؟

پلار: زما پروردګار ډېر بښونکى او مهربان دى!

زوى: نو ښه به دا وي چې ته هم له ما سره مهربانه واوسې او بښنه راته وکړې!

پلار: د پروردګار رحمت او بښنه ما جنت ته داخلوي په داسې حال کې چې زما رحمت او بښنه تا دوزخ ته ننباسي!

زوى: که ما ماشوم او ناتوان ته توجه وکړې، زه به د خپل رب د رحمت په واسطه ستا له مهربانۍ بې نىازه شم!

پلار: ايا له دې وروسته زما اطاعت کوې او خبره مې منې که نه؟

زوى: نه، مګر تر هغې چې ته د الله تعالى اطاعت ته ور وګرځې!

پلار: ښه نو، د خلکو پر وړاندې ماسره بدي مه کوه!

زوى: لاسونه دې وتړل شه او خوله دې بنده شه!!!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هکذا علمتني الحياة کتاب له پښتو ژباړې څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب