څنګه کولی شو چې په ژمي کې خپلې زرغونې خونې ګرم وساتو؟

څنګه کولی شو چې په ژمي کي خپلي زرغونې خوني (ګرین هاوس یا هاي ټونل) ګرم وساتو؟
ددې دپاره څو طریقې سته او هره یوه چي ستاسو دپاره ارزانه او اسانه تمامیدل هغه عملي کړي او په ژمي کي دتازه سبزیجاتو څخه ګټه واخلي

۱- د پسونو یا بزو په واسطه یې ګرمولای سي: ځکه پسونه یا بزې دبدن حرارت تولیدوي چي د زرغونې خوني تودیدو سبب کیږي. د زرغونې خوني په پاي کي داسي ځاي ورته جوړ کړی چي د شپې هلته وساتل سی او ونه کولای سی چي د زرغونې خوني تباتاتو ته تاوان ورسوي.

۲- دچرګانو په واسطه یې هم ګرمولای سي: ځکه چرګان هم دبدن زیات حرارت تولیدوي چي د زرغونې خوني د تودیدو سبب کیږي لیکن چرګان یو کوچنۍ باد پکې ته ضرورت لري چي ګرمه هوا د نوري خوني خواته پوري وهي داسی پکه چي په بېټري هم چلیږي. دوی ته هم د زرغونې خوني په پاي کي داسي ځاي ور جوړ کړی چي د شپې هلته وساتل سی او ونه کولای سی چي د زرغونې خوني تباتاتو ته تاوان ورسوي.

۳- د دوه لایه پلاسټیک په واسته یې هم ګرمولاي سی: زرغونه خونه داسی جوړه کړي دوه پلاسټیکه سر پر سر ولري او د دوي دوو په مینځ کي یو فوټ کدر فاصله ورکي لوړ پلاسټیک د دباندي خوا څخه دیخي هوا مخنیوي وکړي او لاندي پلاسټیک بیا د دننه خوا کرمه هوا خوندی کوي.

۴- کمپوسټ یا امبار تر خاوري لاندي ښخ کړي: کمپوسټ یا امبار هم حرارت تولیدوی او خاوره غني کوي، په داسی طریقه چی یو فوټ یې تر خاوری لاندي ښخ کړي

۵- اور ورته بل کړی: که چير مو لرګي ډیر وي نو دشپې دخوا اور په زرغونه خونه کي ډيره پایده کوي او که مو ګاز ډیر وي د هغه څخه هم استفاده کولای سی (یادونه: دلته په کاناډا کي یې اکثره بزګران د ګاز په ذریعه کرموي)

۶ – دننه په زرغونه خونه کي پر هره جیوه (رو) باندي جلا جلا کوچنی پلاستیک واچوي او دغه طریقه یې تر ټولو مفیده ده.

پدرنښت
عبدالسمع نوري
افغان محصیل
وانکو ور، کاناډا

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب