څنګه کولای شو خپل ښار شین و ساتو؟
سږ کال هم د هر کال په څېر د پسرلي په را رسېدو، سره د ښار په ګوټ ګوټ کي نوي نیالګیان ایښوول کیږي، خو دا نیالګي لکه د نمایش د پاره چي وي، یو څو ورځي وي او وروسته بیرته هغه آش هغه کاسه وي، نه نیال وي او نه درخته. د دې څو علته دي؛ لکه د نیالګیو تر ایښولو وروسته د هغه په صحیح ډول ساتنه نه کول (پر وخت نه اوبول، د یخ او ګرمۍ څخه نه ساتل)، نا مناسب نیالګي ایښوول، یعني دمختلف اقلیم درختي کرل؛ لکه د یخو یا نمجنو علاقو درختي په وچو سیمو کي ایښوول، د عوامو بې احتیاطي او بې پروايي او یا ئې په اهمیت نه پوهېدل او داسی نور. د دې پر ځال چي کال په کال پر یوه ځای تکرار نیالګي و لګول سي، باید د پورتنیو علتونو د مخنیوي دپاره ئې لاس په کار سو، چي وکولای سو په دوامداره توګه خپل ښار زرغون و ساتو. د ښار وګړي د درختو په اهمیت پوه کول دښار د زرغونوالي د پاره یو د مهمو ضرورتونو څخه دئ.
که چيري د ښار وګړي د درختو په ځانګړتیاوو خبر سي، کېدای سی د ښار په شینوالي کي ډېره مرسته وکړي؛ ځکه په ښار کي د درختو د ایښولو یواځینی مقصد دا نه دئ، چي ښار په ښایسته سي، یا د درختو د سایو څخه کار واخیستل سي، بلکي نوري مهمي ځانګړتیاوي هم لري، چي یو څو نمونې ئې په لاندي ډول دي.
لومړی: د درختو یو د مهمو ځانګړتیاو څخه په ښار کي د ککړي هوا څخه مخنیوی یا دهوا تصفیه کول دي. په هر ښار کي چي ګڼه ګوڼه زیاته وي، په هغه ښار کي د نقلیه وسایطو تګ راتګ هم زیات وي او د همدغه وسایطو دتیلو دسونګ په ذریعه هوا هم ککړه کیږي؛ ځکه دغه دتیلو سوځل د دود په شکل کاربن ډای اکسایډ اخراجوي او د هوا د ککړتیا سبب کیږي. ستاسو د لامعلوماتو دپاره! درختي هم انسان غوندي دورځي و هوا ته اکسیجن ایله (خپروي) کوي او کاربن ډای اکسایډ اخلي (ننباسی) او دشپې بیا اکسېجن ننباسی او کاربن ډای اکسايډ باسی. دا چي د ورځي په ښار کي ګڼه ګوڼه زیاته وي، نو کاربن ډای اکسايډ هم زیات اخراجیږي، لیکن کله چي په ښار کي درختي ډیري وي، همدغه کاربن ډای اکسايډ د درختو د لاري تنفس کیږي او کله چي درختي نه وی یا لږ وي، بیا دغه کاربن ډای اکسايډ د انسانانو سینو ته د تنفسي سیسټم د لاري ننوځي او هلته د اکسیجن د کمبود سبب کیږي، چي په نتیجه کي انسان د ساه لنډۍ سره مخ کیږي؛ ځکه تنفس سم نسی کولای، همدا علت دئ چي د ګڼه ګوڼي په ځای کي زموږ نفس تنګي کیږي او د سټړیا احساس کوو (ناحقه مو طبعت خراب وی) او د وخت په تېرېدو سره مو سږي خرابیږي او په ډول ډول ناروغیو یې اخته کیږو؛ لکه: ټیبي، د سږو سرطان، د ویني پي ایچ لوړېدل، عصبي سیسټم خرابېدل، وینه خرابېدل او داسي نور.
یوه درخته د ورځي و څلورو انسانانو ته اکسېجن برابرولای سي او یوه درخته په کال کي (۴۸) پونډه کاربن ډای اکسایډ ذخیره کولای سي. د بلي خوا د یوه ګیلن تیلو سوځل (۲۰) پونډه کاربن ډای اکسایډ تولیدوي، یا په بل عبارت موږ پر هر (۱۰۰۰۰) مایله موټر چلولو باندي (۷) درختو ته ضرورت لرو، تر څو دغه کاربن تنفس کړي.
دوهم! درختي د بادونو سرعت کموي: درختي د (۱۰) څخه تر (۵۰) فیصده پوري د بادونو سرعت کموي، چی د بادي توپانونو په مخنیوي کي غټ رول لوبوي.
درېیم! درختي ګرمي کموي: درختي د هوا د ګرمۍ په کمولو کي مهم رول لري؛ د مثال په ډول درختي د بلګونو د لاري اوبه تبخیروي (دبخار په شکل هوا ته اوبه باسی) او هوا په یخوي، همدا رنګه پر مځکه سایه کوي مځکه په یخوي. د دې عمليې په نتیجه کي یوه یوه درخته کولای سي، چي د یوه ټن ایرکنډیشن په اندازه هوا یخه کړي، یا په بل عبارت هغه سیمي، چي ډیري درختي لري د حرارت درجه ئې نسبت هغو سیمو ته چي درختي نه لري (۹) سانټي ګراډه کښته وي.
څلورم! درختي ږغ کنټرولوي: درختي کولای سي چي د شور، ځوږ او لوړ ږغ درجه (۵۰٪) فیصده کمه کړي. شور، ځوږ او لوړ ږغ د انسان په بدن کي د کولسټرول کچه او د ویني فشار لوړوي او انسان تند مزاجه او ژر احساساتي کوي. د هغه خلګو د پاره چي کورونه ئې د سړک پرغاړه وي او د موټرانو د اوازو څخه په تکلیف وي، هغو ته درخته کښینول ښه علاج دئ.
پینځم! درختي دمریضانو په جوړولو کي خورا مهمه ونډه لري: څیړنو ښودلې ده چي هغه عملیات سوي مریضان، چي داطاق څخه ئې د درختو منظره معلومیږي، تر هغو مریضانو ژر جوړیږي، چي درختي دخپل اطاق څخه نه ویني. او هغه مریضان چي دا منظره ویني، د درد احساس ئې هم نسبت هغو مریضانو ته کم وي، چي د درختو منظره نه ویني.
شپږم! درختي مو فکر در مثبتوي: څېړنو ثابته کړې ده، چي درختي انسانان د منفي فکر څخه را ګرځوي، یعني هغه انسانان چي د شینګییاوو سره ئې ژوند وي، اکثره ئې د مثبت فکر خاوندان وي.
اووم! درختي د ازموینو په کامیابه کولو کي هم مرسته در سره کوي: څېړنو ښودلې ده، چي درختي د ازموینو په شپو کي ومحصیلنو او د ښوونځي زدکړیانو ته ارام او سکون ورکوي، د درس ویلو انرژي ورکوي او حافظه ئې قوي کوي.
اتم! درختي کولاي سي د انسان د زړه درزئ کم کړي او د سر ماغزه پر ارامه کړي.
نهم! درختي د ښار پیادروونه (درې ګزیان) ساتي: درختي د ښار پیادروونه د ژر خرابېدو څخه را ګرځوي؛ ځکه د درختو ریښې ئې د مځکي لاندي برخه محکمه کوي او بلګونه ئې د خپلي سایې په واسطه د مځکي سربېرنه خوا د لمر د شدت څخه ساتي.
لسم – درختي د سېلابونو په مخنیوي کي هم مهم رول لري.
یوولسم! درختي او د درختو ګلان زموږ چاپېریال ته ښه بوی ور بخښي.
دیارلسم! درختي دښار اقتصاد ته ګټه رسوي: ځکه کوم ښار چي شين او صفا وي نو هغه ښارته سیلانیان هم ور ډیر ورځي.
څوارلسم! د درختو ایښوول صدقه جاریه ده: سرور کائینات او د ساینس پوهانو سردار او استاد حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا أَوْ يَزْرَعُ زَرْعًا فَيَأْكُلُ مِنْهُ طَيْرٌ أَوْ إِنْسَانٌ أَوْ بَهِيمَةٌ إِلاَّ كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ. متفق علیه.
ژباړه: کوم مسلمان چي یوه درخته شنه کوي یا کښت کري او بیا د هغه څخه انسان، مرغه یا حیوان خوراک کوي، نو دا د (مالک) لپاره صدقه ګرځي. دا ضروري نه ده، چي خامخا به درخته مېوه داره وي؛ ځګه کله چي موږ د درختي څخه اکسېجن تنفس کوو، دا هم یو ډول د خوراکونو څخه دئ، نو د دې څخه دا معلومیږي، چي دهري درختي ایښوول صدقه جاریه ده. ښار د ټولو ګډ کور دئ، نو باید د ښار په شین والي کي هر وګړی، هره کورنۍ، هره کوڅه، هر مسجد، هر کلی یا ناحیه، هر تجار، هر شرکت، هر ښوونځی، هر پوهنتون، هره پوسته، ښاروالي، ولایت، قومنداني او نور ټول ګډه برخه واخلي.
که چيري موږ د دغه نظریې څخه چي وای (په یوه ګل نه پسرلی کیږي) و دغه نظریې ته را و وځو، چي وای (چکه چکه دریاب میشه)، لیري نه ده چي په لنډ وخت کي به مو هیواد ګل وګلذار سوی وي. که چيري هر وګړی د درختو په اهمیت ځان پوه کړي او پر ځان ئې عملي کړي، د هري کورنۍ مشر خپله کورنۍ تر بیه کړي، د هر مسجد امام خپل مقتدیان تربیه کړي، دهر کلي مشر خپل کلیوال تربیه کړي، هر تجار او شرکت په مالي مرسته کي برخه واخلي، هر ښوونځی، هر پوهنتون د خلګو په پوهاوي، د صحیح نیال په واردولو او په صحیح ډول ایښوولو او روزلو کي برخه واخلي او هره پوسته، ښاروالي، ولایت، قومنداني ئې په ساتنه او حفاظت کي برخه واخلي، نو لیري نه ده، چي ښار به مو سمسور وي، صحت به مو جوړ وي، روح به مو ارام وي او دهر افت څخه به په امن کي او د دې هر څه تر څنګ به مو بې شمېره ثوابونه ګټلي وي.
عبدالسمع نوري
افغان محصل
وانکو ور، کاناډا