څنګه په خپلو وختو کې برکت واچوئ؟

ریښتیا، آیا کله مو سوچ کړی چې ژوند څه شی دی. ژوند ږموږ د ورځو‎ُ او شپو، اونیو او کلونو ټولګه ده، ژوند زمونږ د ثانیو او دقایقو نه جوړ شوی څلی دی ، له همدې امله ده چې امام حسن البنا رحمه الله فرمایي: وخت پخپله ژوند دی. نو اوس که موږ غواړو خپل ژوند اوږد کړو، نو لاره یې دا ده چې له  خپل وخت نه سمه ګټه واخلو او هغه په ښه توګه  تنظیم کړو.

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

لاندې ټکي ستاسې سره پدې لاره کې مرسته کوي.

1.    پلان جوړول.

2.    د لمړیتوبونو ورځنۍ پاڼه جوړول.

3.    د سبا ورځې کارونه یو ځل بیا له سره کتل.

4.    د وخت د تنظیم وسایل کارول.

5.    د وخت د تنظیم د فرهنګ خورول.

6.    کارونه په ښکاره ډول لیکل( د فرعي لیست جوړول ، تر څو د کار برخې او اجزا هم ښه واضح شي).

7.    د درانده کار لرې کول (کوم کار چې وړتیا یې نلرې نو سم دواره یې له ځانه لرې کړه).

8.    خپل ځان په کارونو کې نمونه مه جوړوه(ډیر کوښښ مه کوه تر څو کار دې تر ټولو غوره او ښه وي).

9.    خپل وسایل دې په ښه توګه سمبال کړه.

10.     ځان ډاډه کړه چې ستا لیک یا نور لیږل شوي شیان ټاکلي کس ترلاسه کړل.

11.    د دندې ځای ته په ټاکلي وخت ځان رسوه.

12.    د تکراري کارونو لپاره یو چک لیست جوړ کړه(تر څو په بیا جوړولو کې ستا وخت ضایع نکړي)

13.    ورته کارونه سره غونډ کړه ( تر څو په پرله پسې توګه له یو بل څخه ګټه واخلې)

14.    ساعت وخت ناوخت ګوره (په هرکار کې د وخت څارنه کوه )

15.    د تاریخ څارنه کوه ( تر څو تر ټاکلې مودې خپله دنده سرته ورسوې)

16.    د دندې لپاره د وخت په ټاکلو ځان روږدی کړه

17.    ګوډ مات کارونه له ځانه سره مه ساته.

18.    د مننې ټکۍ په خوله کې ساته (له مرستندوی څخه تل مننه کوه).

19.    کوم کار چې نشې کولی، د سره پیل مه پرې کوه

20.    په چټک لوستلو ځان روږدی کړه

21.    د موټر له وخت څخه ګټه واخله، هغه وخت چې تا کور ته رسوي یا چیرته په سفر وځې

22.    په خپل دفترکې نرم پاسته ځایته مه خوشحالیږه

23.    سره تړلي فایلونه د اړوند کار په وخت کې پرانیستي پریږده (ترڅو د کار په وخت کې ورته متوجه شې).

24.    د اړوند کار لپاره له تلیفون څخه ګټه واخله

25.    شته مهارتونو ته نوره هم وده ورکړه

26.    خپل ځان او  کار اړوند مسؤولین په ښه توګه وپیژنه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب