څرنګه زړونه وګټو؟

که تاسو غواړئ چې د خلګو زړونه و ګټئ نو دا لس ماديزه ليکنه مو په روزنېزه زندګي کې عملي کړﺉ:

١- کوشش وکړﺉ چې هر چاته په تخلص غږ وکړﺉ، که يې تخلص نه ؤ نو په خپل نامه غږ وکړﺉ.
٢ – له هر چا سره د هغه کس پر مسلک خبرې وکړﺉ، خاص پر خپل مسلک مه ږغيږﺉ. مثلاً له يو نجار سره ناست يې د الماريو ، دروازو او همدارنګه د مېزونو پر کيفيت خبرې ورسره وکړه.
٣ – که له چا سره مخامخ شوئ، نو د پوښتنې کولو پر مهال يې د کورنۍ د مشرانو پوښتنه هم وکړه، او کوشش وکړه چې د هغه کس مشرانو ته د هغوی کورني نومونه وکاروئ مثلاً آغاجان، آغا … ښه ده؟
٤ – که کوم کس تا سره په بالمقابل احترام ژوند کوي، او کومه ورځ مو پر يو شي بحث سره راغئ نو ددې لپاره چې له هغه نفر سره دې احترام له منځه لاړ نشي، په حاضر مجلس کې د ده نظر ومنه خير ده .
٥ – دا جملې چاته مه کاروﺉ: دا جامې، خولۍ، جانفر ، موبايل… له تاسره خوند نه کوي دا لرې کړه.
٦ – که له چاسره مخ شوئ نو د ستړي مشې پر وخت يې لاس د څو ثانيو لپاره په خپل لاس کې و نيسه، او د خدای پاماني پر مهال داسې يو جمله ورته ووایه چې هغه کس ددې حس وکړي چې ستا له ماسره زړه غواړي مثلاً ورته ووايه:
” ضرور به اِن شاء الله يوه ورځ په ځانګړي ډول سره کښينو ستامجلس ماته ډير خوند راکوي”
٧ – که ستا په ملګرو کې کوم کس ښه پس منظر نه درلود يعني پخوا يې اخلاقي نظام ضعيفه ؤ خو اوس جوړ شوی ؤ، نو پخوانۍ د بداخلاقي خاطرې يې مه ور يادوه ځکه هغه اوس پرې شرمېږي.
٨ – که له کشرانو سره مخ شوئ نو هغوی ښه تشويق کړﺉ او د پرمختګ ډاډ ورکړﺉ، او که له مشرانو سره مخ شوئ نو په ټولنه کې د هغوی دخدماتو له کبله مننه ترې وکړﺉ.
٩ – که چا په مجلس کې د يو موضوع په اړه ضعيفه دلايل وړاندي کړل نو ته نېغ په نېغه انتقاد مه پرې کوه لومړی د ده خبرې وستايه وروسته په کراره پر هغه موضوع باندې رڼا واچوه، او دا لاندې خبره بار بار کوه:
” لکه څنګه چې فلانی صاحب هم مخکې دې موضوع ته اشاره وکړله” نو به هغه کس خپل اعتبار حس کړي کوم چې ته یې ورکوي.
٩ – يو مسلکي کس که هر څومره په خپل مسلک کې ضعيفه وي خو بيا هم ته ښه اعتبار ور کړه مثلاً:
ته د ژورنالېزم په اړه خبرې کوي او ښه کافي اندازه معلومات هم لري، خو په مجلس کې يو فارغ التحصله ژورناليست ناست دی اَما په خپل مسلک کې لياقت نه لري، ته بايد بار بار دا لاندې خبره تکرار کړي:
” زما لپاره مناسبه نه ده چې په ژور نالېزم کې وږغېږم دلته ژورناليستان ناست دي”
١٠ – که يو کس په ډيرو ضعيفو دلايلو سره خبرې کولې بيا يې هم ته په ښه غور سره واوره، او ور.سته بيا په شيرينو او لطيفو الفاظو سره قناعت ورکړه.

مظلوم بهار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب