څرنګه د کمپيوتر چارج څخه ډېره استفاده وکړو؟
ايا تر اوسه دداسي حالت سره مخ سوي ياست چي په يوه غونډه صنف كي مو ليپ ټاپ برق خلاص كړى وي او كمپيوټر مو بند سوى وي ايا خوابدي نه ياست چي ليپ ټاپ مو دكار په منځ كي برېښنا خلاصوي او كار مو نيمګړى پاتيږي ايا تر اوسه مو دخپله ځانه پوښتنه كړې چي ستاسي بيټرۍ بايد څونده كار وكړي نو بايد وويل سي چي دبېټرۍ دوام دكارونكو دپاره يوه دوامداره ستونزه ده.
پدغه ليكنه كي به وڅېړو چي دوينډوز د setting څخه څنګه ګټه واخلو ترڅو زموږ دليپ ټاپ بېټرۍ ډېر دوام وكړي.
د برېښنايي جوړښت لا ښه كول:
ستاسي دليپ ټاپ پرده او هرډيسك دبرېښنا تر ټولو لوى مصرفونكي توكي دي چي دبرېښنايي پلان په جوړولوسره كولاى سي چي دبېټرۍ څخه تر ډېره كار واخلي. برېښنايي پلان دهارډوېر او سيسټم سيټينګ هغه مجموعه ده چي ستاسي دليپ ټاپ برېښنايي چاري كنټرولوي او ښيي چي دليپ ټاپ برېښنايي چاري بايد څنګه تنظيم سي.
د كښته برېښنايي حالت څخه ګټه واخلى:
دويندوز مختلف ډولونه دبرېښنا دسپما دغه لاندي حالتونه وړاندي كوي:
– Windows 7: Sleep او Hibernation.
– Windows Vista: Sleep او Hybrid Sleep (چي د Sleep او Hebernationمجموعه ده).
– Windows XP: Standby (لكه نيمه بيده يا خوب وړى) او Hibernation (لكه ژور بېده).
Sleep (Standby):
پدغه حالت كي ستاسي دليپ ټاپ سكرين او هرډيسك بنديږي او ستاسي ټول خلاص پروګرامونه په هرډيسك كي نه بلكي په موقتي حافظه (RAM) كي ساتل كيږي كه چيري ستاسي كمپيوټر بند (Standby) سي نو ستاسي ټول ليكل سوي شيان به هم له منځه ولاړسي نو پكارده چي Standby حالت ته تر تلو مخكي خپل كړى كار وساتو.
كه چيري تاسي په ورځني كار كي خپل ليپ ټاپ څو واره بندوي او چالانوى نو دابه ستاسي په ګټه وي چي خپل كمپيوټر Standby حالت ته واړوى د بېلګي په ډول په دفتر كي دكمپيوټر ونو تر منځ ګرځي راګرځي يا دكار په جريان كي يو بل كار پيداكيږي نو خپل كمپيوټرونه Standbyحالت ته اړوى ترڅو ديوې خوا ستاسي بېټرۍ ډېر دوام وكړي او دبلي خوا كمپيوټر ډېر ژر خپل لمړني حالت ته ورګرځي او ستاسي دكمپيوټر پر سكرين به همغسي فعاله پاته وي څنګه چي تاسي پرېښي وه.
Hibernation:
پدغه حالت كي ستاسي كمپيوټر ستاسي ټول كړي كار په هرډيسك كي ساتي او وروسته بنديږي كله چي تاسي كمپيوټر بيا روښانه كړى نو ستاسي ډيسك ټاپ به همغسي پاته وي څنګه چي تاسي پريښى وو. هايبرنيشن تر Standby هم لږ برېښنا مصرفوي خو ترStandby لږ په ځنډ روښانه كيږي او اماده كيږي.
Hybrid Sleep:
دبرېښنا دسپما دغه حالت په لمړنى توګه د ډيسك ټاپ كمپيوټرونو دپاره ډيزاين سوي وو. Hybridsleep ستاسي تر كار لاندي ډېټا په هرډيسك كي ساتي او وروسته كمپيوټر دبرېښنايي سپما يو كښته حالت ته راولي.
دسكرين برېښنا وركمه كړئ:
دسكرين د روښنايي كمول هم ستاسي دبېټرۍ برېښنا سپموي ددغه كار دسرته رسولو لپاره دتوليدونكي كمنۍ معلومات وګورئ ځكه چي دهري كمپنۍ كمپيوټر دبل څخه جلا وي خو دبېلګي په ډول به يې په يوه كمپيوټر كي دروښيو لاندي عكس وګورئ.
عكس : ( دfn بټن سره دکيبورډ هغه بټن کښيکاږی چی دلمر عکس باندي وي)
وايرليس كارډ بند كړئ:
دبرېښنا يو بل مهم مصرفونكى ډيوايس وايرليس كارډ دى هغه وخت چي تاسي ديو نيټورك سره نه ياست وصل نو پام مو وي چي خپل وايرليس كارډ غير فعاله كړئ.
د برېښنا د سپما يو شمېر نوري لارښوني:
د دې دپاره چي دبيټرې بريښنا وسپموى او برېښنا هلته موجوده نه وي نو لاندي لارښوني په غور ولولى.
(Scheduled Tasks) يا تقسين بندي سوي دندي: هغه دندي او پروګرامونه چي تاسي دهغوى دپاره وخت ټاكلي وي چي بيا كمپيوټر دټاكلي وخت په را رسېدو سره هغوى اتومات خلاصوي نو مهرباني وكړى هغوى دكاره وغورځوى.
په Notification bar كي دپروګرامونو ليست راكم كړى: كوښښ وكړئ چي دپروسيسر كار راكم كړى دساعت تر څنګ و Notification ساحې ته وګورئ او هغه پروګرامونه او سامان چي ستاسي نه پكاريږي هغه بند كړى.
ويډيو مه ګورئ: د DVD,CD ، فيلمونو، سندرو او ګيمونو دكتلو څخه ډډه وكړئ هغه وخت چي تاسي برېښنا ته لاس رسى نلرى او غواړى چي دليپ ټاپ بيټرى مو ډېر دوام وكړي.
حافظه يې ورزياته كړئ:
د RAM په زياتولو سره تاسي كولاى سئ چي د Virtual ميموري بوج راكم كړئ او ورسره ورسره د برېښنا سپما ته لار هواره كړئ.
كم تركمه يو بله بيټرۍ هم ورسره وساتئ:
كه چيري تاسي دخپل ليپ ټاپ دپاره دوهمه بېټرۍ هم دځانه سره يوسى نودابه ستاسي كاري ظرفيتونه نور هم لوړ كړي. ددوهمي بېټرۍ دپيداكولو لپاره دتولېدونكي كمپنۍ سره تماس ونيسه او يا هم په نژدې بازار كي وګورئ.
د بېټرۍ د چارجولو لين د ځان سره ساتئ:
كله چي تاسي يو خواته ځى نو تل دكمپيوټر دچارج لين دځان سره وړى تر ځو په هرځاى كي ستاسي دكمپيوټر دچارجولو شونتيا وي.
دبېټرۍ دسيټينګ په برابرولو او ددغه لارښونو په عملي كولو سره به تاسي وتوانيږئ چي پرخپل برېښنايي سيسټم سته فشار راكم كړي او برېښنا وسپموي تر څو تاسي په لږ برېښنا ډېر وخت كار وكړئ.