ځوانان او د واده ستونزه

واده يو غوره ټولنيز عادت دى چې د فطري اوطبيعي غوښتنو ځواب ويونکى او د يوې سالمې کورنۍ دتشکيل لپاره یوازینۍ لار ده، د هغې کورنۍ چې په لمن کې یې جسمي او رواني روغتيا، عفت او پاک لمني  پرته وي. له بل لوري کورنۍ په حقيقت کې د بشري نسل دوام او ديوې پرمختللې او متمدنې ټولنې اساس دي.
که له يوې خوا واده طبيعي غوښتنه ده خو له بل لوري واده الهي نعمت، د الله د حمکت نښه او نبوي سنت دى، خو نن ورځ زياتره کسان د هغو رواجونو او عادتو ترتاثير لاندې راغلي چې د ځان ښودنې، بې ځايه فخر، بې ځايه غرور، ملا ماتونکى مهر،  لوړ او بې ځايه مصارفو او داسې نورو  انګیزې په اساس منځ ته راغلي، په دې سره هغوي داستره الهي لورينه ځوانانو ته په یوې سترې ستونزې  بدله کړه، او د ځان او ټولنې سره یې سخت ظلم اوتیرى  وکړ.

د ځوانانو د يادې ستونزې ځينې علتونه عبارت دي له: لوړ مهر(ولور)، بې ځايه مصارف، بيکاري او کم عايد، دمسووليت نه  تیښته، ايماني ضعف، ټولنيزې ناخوالې او نور خنډونونه ديچې په ځينيو يې په لاندې توګه لنډ نظر اچوو.

لوړ مهر(ولور):

په افغاني ټولنه کې پلرونه دخپلو لوڼو لپاره داسې ملا ماتونکي مهرټاکي چې دهلک کورنۍ يې په خورا مشکل او سختۍ سره برابرولى شي. نن ورځ مهر يو ډول سوادګري ګرځیدلي ده، له يو لوري هغه خپل څښتن (نجلي) ته نه ورکول کيږي او له بلې خوا کچه يې خورا زياته وي. لوړ مهر وروسته له واده څخه ژوند سخت ستونزمن کوي چې ستونزې اوکړاوونه يې د هيچا له سترګو پټ ندي. حضرت محمد صلي الله علپه وسلم ټيټ مهر تر ټولو غوره مهر بولي او په اړه يې فرمايي: (ترټولو غوره مهر هغه دى چې ترټولو لږه اندازه ورته ټاکل شوي وي،
او په بل ځاي کې وايې:ترټولو بابرکته واده هغه دى چې لږاوسپک مهر ولري.
همدا ډول په دې اړه په بل ځاي کې داسې فرمايې: ترټولو غوره او بابرکته ښځې هغه دي چې مهر يې لږ وي.

بې ځايه مصارف:

په ډیرو ښارونو او بانډو کې خلک په واده کې دځان ښودنې، وياړ او يوې ناسالمې سيالۍ په اساس په بې ځايه مصرفونو لاس پورې کوي. یاد کسان هڅه کوي چې د ښار په ترټولو غوره هوټل او صالون کې د خپلوعزيزانو واده ترسره کړي او د بل هر چا په نسبت زيات وګړي راوبولي، هغوي دښار تکړه سندرغاړي خپل محفل ته دعوت کوي چې په دې ډول سره د هغوي د واده مصارف حتى ترميليون افغانيو هم اوړي. ځيني وګړي خوبيا په لومړي سر کې دهلک په کورنۍ دا شرط ږدي چې واده بايد په هوټل کې ترسره شي، په دې اړه نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايي: ترټول غوره واده هغه دي چې ترټولو لږ مصارف ولري.

بيکاري او کم عايد:

بيکاري او لږ عايد دوې هغه ستونزې دي چې په زياتره هیوادونو کې شته، خو په شاته پاتي او هغو هیوادو کې چې تازه پرمختګ يې پيل کړي، ياده ستونزه په بزګري دزياتې اتکا، دصنعتي پرمختګ ضعف، د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ رکود او دماشيني ځواک پر ځاي د بشري ځواک څخه داستفادې له کبله بيخي زياته ده .

که يو ځوان په داسي نامطلوبو  اقتصادي  شرايطو کې واقع وي چې نه د کار زمينه ورته مساعده وي او نه ښه مالي حالت ولري، هغه به څه ډول د واده او ژوند دومره زيات مصارف پوره کوي؟! په نتيجه کې  ډيرى ځوانان اوپيغلې درواني ستونزو سره مخ کیږې اوکله خو بيا له ټولنې او هر څخه متنفر کیږې ځکه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: فقر اوناداري ممکن انسان کفر ته سوق کړي.
–  دمسووليت نه  تیښته: له بدمرغه نن ورځ ډېری  ځوانان دکورني   مسوولیتونو څخه د تیښتې په مرض اخته دي، چې لوى علتونه يې په نفس باندې داعتماد نشتون او د کورني مسووليتونو سره د مخ کیدو وېره ده، په دې ترتيب سره هغوي نشي کولاي چې د واده په اړه ټينګ هوډ وکړي او کله کله خو بيا ځوانان په بې ځايه خيالاتو او د کورنۍ څخه د زياتو توقوعاتو له امله هم نشي کولاي چې واده ته مخه کړي.

د ځوانانو دواده ستونزه تنها د يادو عواملو زېږنده نده په حقيقت کې ډېر نور عوامل هم شته، خو يو څيز چې د يادولو وړ دي هغه دا چې داسلام څخه ناسم پوهاوی ، کلونوکلونو جنګ جګړې او ناخوالي، بې سواده او داسي نور باعث شوي چې په ټولنه کې مهر لوړشي، دواده مصارف له حد څخه تيرى وکړي او غلط او نادرست رواجونه دواده په مهمو برخو او ارکانو بدل شي، چې په نتيجه کې واده په يوه ستره اجتماعي ستونزه اوړي او دا کار دټولنې د فقر، فساد او ګډوډۍ  لامل ګرځي.
دحل لاره څه ده؟

آياهمداسي پرېږدو چې ټولنه په همدې طوفان کې غرقه او لاهو شي؟ آيا همداسي پرېږدو چې په ټولنه کې  دفساد کچه لا لوړه شي؟….. نه! ټولنه بايد له دې دردونکي حالت څخه وژغورل شي، خو دحل لاره څه ده؟ زما په اند یوازې يوه لاره پاتې  ده هغه هم داسلام احکامو ته مخه کول دي،  که چیرې دژوند په هر ډګر کې مونږ د قرآن او احاديثو په حکمونه عمل وکړو نو انشا الله چې ټولنه به له ټولو ستونزو څخه ژغورل  کیږې. انشاالله

عبدالباقي سلطاني

د انجمن فرهنګي رسالت غړی

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب