ځانونه څنګه خوشحال کړو؟
دا ياد ولره چې کينه او له بل څخه د غچ اخيستلو هيله ستا د دُښمن په پرتله ستا د روغتيا له پاره ډېره تاواني ده.
خوښي د ځمکې پر مخ هغه یوازينی هدف دی چې ټول وګړي يې بې له کومې استثناء په لټه کې دي. مؤمنان او کافران دواړه د خوښۍ په لټه کې دي، مګر په بېلابېلو لارو چارو.
يوازې مؤمنان کولای شي ريښتينې خوښۍ ته ورسيږي. د خوښيو ټول ډولونه پر خدای له کلکې عقيدې پرته هسې د ځان تېراېستنه او پوچ چورتونه دي.
د خوښۍ د تر لاسه کولو په اړه څو لارښوونې:
۱- په دې پوه شه چې که ته د نن ورځې په دايره کې و نه اوسېږې، فکرونه به دې تيت او پرک شي، چارې به دې ګډې وډې او تشويش به دې زيات شي. دا حقيقت په لاندې حديث شريف کې څرګند شوی:
که په ماښام کې يې د سهار په تمه مه اوسه، او که په سهار کې يې، د ماښام په تمه مه اوسه. (بخاری)
۲- تېر وخت او څه چې پکې وو، ټول هېر کړه. په هغو شيانو کې نښتل چې تېر شوي، له ليونتوب پرته بل څه نه دي.
۳- پام چې راتلونکی در باندې واکمن نه شي ځکه چې هغه د غیبو په نړۍ کې دی، مه پرېږده چې له راتلو مخکې دي وځوروي.
۴- پام چې نيوکې دې زړه مات نه کړي، ټينګ اوسه. دا په ياد ولره چې ستا د ارزښت له لوړوالي سره سمې د خلکو نيوکې هم زياتيږي. له نيوکو څخه د خپلو نيمګړتياوو په پېژندنه کې ګټه واخله، او هڅه وکړه چې د ځان د سمون په لور در سره مرسته وکړي.
۵- په خدای ټينګ باور ولره او ښه کارونه کوه، ځکه چې دا هغه ترکيبي اجزاء دي چې نېکمرغه ژوند ترې جوړيږي.
۶- که سکون، ارامتيا، او اطمينان غواړې، دا ټول د خدای په يادولو کې موندلای شې.
۷- په دې ټينګ باور ولره هر څه چې پېښيږي، د خدای له ارادې سره سم پيښيږي.
۸- له هيچا څخه هم د دې تمه مه لره چې مننه در څخه وکړي.
۹- ځان داسې وروزه چې د تر ټولو بدې راتلونکې له پاره چمتو اوسې.
۱۰- ښايي هغه څه چې پېښ شوي ستا په ګټه دي، که څه هم چې ته يې په څرنګوالي نه پوهېږې.
۱۱- مؤمن ته چې څه ويل شوي د هغه په ګټه دي.
۱۲- د خدای نعمتونه وشماره او شکر پرې وباسه.
۱۳- په ياد ولره چې ستا حال تر نورو ډېرو غوره دی.
۱۴- ارامي له يوه ساعت څخه بل ته ځي. ريښتيا چې له هرې ستونزې سره ارامي شته.
۱۵- د سختۍ او اسانۍ په دواړو حالاتو کې بايد سړی خدای ته راوګرځي، مرسته ترې وغواړي او شکر يې وباسي.
۱۶- مصيبتونه او غميزې دې بايد زړه پياوړی، او فکر دې رغنده لوري ته راکاږي.
۱۷- مه پرېږده چې کوچني او بې ارزښته شيان دې د تباهۍ لامل وګرځي.
۱۸- تل په ياد ولره چې ستا رب بخښونکی دی.
۱۹- ارام سلوک خپل کړه او له غوسې څخه ځان ساته.
۲۰- ژوند ډوډۍ، اوبه او سيوری دی؛ نو له دې پرته د نورو موادو د نشتوالي له کبله مه ځورېږه.
وفی السماء رزقکم و ما توعدون
«ستاسې رزق او هغه څه چې ژمنه يې در سره شوې په اسمان کې دي- الذاريات، ۲۲»
۲۱- زیاتره بدې پېښې چې ګمان کيږي پېښې به شي، هيڅکله هم نه پيښيږي.
۲۲- له ځان څخه ډېرو کړېدلو ته وګوره، بيا په خپل لږ کړاو شکر وباسه.
۲۳- دا حقيقت تل په ياد لره چې الله تعالی له هغو وګړو سره مينه لري چې د ازميښتونو په وړاندې يې ثابت قدم پاتې شي، نو په دې لټه کې شه چې ته هم له هغو وګړو څخه شې.
۲۴- تل هغه دُعاګانې له ځان سره تکراروه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته پرې د سختۍ پر وخت د لوستلو امر کړی.
۲۵- د يوه ګټور کار په کولو کې زيار وباسه او بيکاري شا ته واچوه.
۲۶- مه اوازې په خپله خپروه او مه د نورو ته غوږ نيسه. که په ناپامۍ کې دې اوازه تر غوږو شوه، باور مه پرې کوه.
۲۷- دا ياد ولره چې کينه او له بل څخه د غچ اخيستلو هيله ستا د دُښمن په پرتله ستا د روغتيا له پاره ډېره تاواني ده.
۲۸- سختۍ او مصيبتونه ستا ګناهونه رژوي، خو په دې شرط چې په سړه سينه يې وزغمې.
عائض القرنی د سعودي تبعه او وتلی اسلامي بلونکی او ليکوال دی. په حديثپوهنه کې دکتورا لري. د لاتحزن په نوم د ميليونونو په ټوکونو کې پلورل شوي کتاب ليکوال دی. دا ليکنه هم له پورتني کتاب څخه په لږ بدلون را اخيستل شوې.
ليکنه: عائض القرنی
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان