پیوند شوي رحم؛ ښځه د زوی خاونده کړه

سويډن کې یوه ښځه د پیوند شوي رحم په مرسته مور شوه.

د ډاکټرانو په وینا د طب په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې له پیوند شوي رحم څخه ماشوم پیدا کیږي. د پیدا شوي ماشوم ۳۶ کلنه مور پیدایشي رحم نه درلورد چې وروسته د یوې پاخه عمر لرونکې ښځې خپل رحم دغې ځوانې ښځې ته ورکړ او ډاکټرانو هغه رحم په کامیابی سره پیوند کړ.

ماشوم زیږولو وخت کې ځینې ناروغیانې او یا هم د سرطان علاج سره ښځه له رحم څخه محرومیږي او د ماشوم لرلو یوازینی لار له دې مخکې د کرايي ماشوم اخیستل و.

د راپورونو په اساس د مور روغتیاي حالت نورمال دی او ماشوم زیږولو وروسته هیڅ ډول مشکل سره نه ده مخه شوې.

دغه مور او پلار د ماشوم لرلو لپاره ډیرې لارې وازمویلې چې وروسته گوتنبرگ کې د سالگرینا پوهنتون لخوا د رحم پیوندولو مشوره ورکړل شوه او ډاکټرانو دغې مور ته د بلې ۶۱ کلنې ښځې رحم پیوند کړ چې په مرسته يي مور شوه.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب