پیشي او موږک-ماشومانو کیسه
یو وخت په یوه ځنګله کي یوه لویه ونه وه، په لوړو ښاخونو کي یې یو بم خپله ځالګۍ جوړه کړې وه، لږ څه لاندي په ونه کي یو غار وو، چي ګیدړي خپل کور پکښي جوړ کړي وو، په ریښو کي یې یوې پیشي کور جوړ کړي وو او په یو بل کوچیني سوري کي یوه موږک ژوند کاوه.
یوه ورځ یوه ښکاري یو جال (دام) کښېښود او په شپه کي پیشي په دام ونیول سوه، په دا سهار چي موږک له یو بل ځای څخه کور ته راروان وو او ویې ولیدل چي پیشي بنده ده نو ډېر خوشحاله سو خو لږ وروسته بیرته خوابدي سو، د هغه د کور پر سر په لوړو ښاخونو کي بم وو، موږک په دې پوهېدي چي که دی کوښښ وکړي چي خپل کور ته ننوزي نو بم به پر ده یرغل وکړي او که بم ونه نیوي نو ګیدړه به یې ونیسي، موږک لږ فکر وکړ او بیا یې پیشي ته وویل:
– ګوره چي ښکاري راسي نو ستا کار به خراب سي او زما کار به تر تا لا خراب سي، که غواړې چي موږ دواړه ژوندي پاته سو نو موږ باید سره ملګري سو، که زه تا ایله کړم نو ته باید ما د ګیدړي او بم څخه وساتې.
پیشي وویل:
– ښه وایې، زه تا ته هغونده اړتیا لرم لکه ته چي ما ته لرې، مه بېرېږه، ما ته نژدې راسه.
کله چي ګیدړي او بم ولیدل چي موږک او پیشي سره ملګري سول نو په دې پوه سول چي نور نه سي کولای چي موږک ونیسي، موږک سملاسي کار شروع کړ او د جال تارونه یې په غاښو وژوول تر څو چي جال سوری سو خو دا کار یې ډېر کرار – کرار وکړ، موږک ټوله شپه او ورځ کار وکړ او چي سهار سو کار خلاصېدو ته نژدې سوی وو، په دې وخت کي ښکاري بیرته راغلي چي وګوري څه شی یې نیولي دئ، پیشي وارخطا سوه خو موږک آرام وو ځکه چي هغه یو پلان جوړ کړي وو او پلان یې ډېر ښه کار کاوه، چي ښکاري ښه رانژدې سو موږک تار پرې کړ، پیشي لکه برېښنا په خپل غار ننوته او موږک نور په خطر کي نه وو ځکه چي هیڅ چا د هغه د غار لار نه بندول.
د دې څخه موږ دا زده کوو چي کله کله، موږ مجبوره کیږو چي حتی له دښمن سره لا دوستي وکړو او خپل ژوند وژغورو.
( له یوناني سرچینې څخه)