پښتو لنډۍ ۳- پیل په الف
ارمان ارمان خپله وطنه ~ د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه
ارمان ارمان دی لويه خدايه ~ چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه
ارمان ارمان سپينې سپوږميه ~ سلام مې وروړه د همزولو تر کېږديه
ارمان بۀ ډېر راپسې وکړې ~ بيا بۀ وطن راپسې ګورې نۀ بۀ يمه
ارمان دې نۀ کړي هغه ميندې ~ چې خپل زامن د وطن لار کې قربان کړينه
اس بۀ مې ولې مستي نۀ کا ~ چې سفر ته د جانان پۀ لورې ځينه
اسپه دې زين کړه روانېږې ~ تر غوړاشو څڼو دې مزي ونغښتنه
اسره د خدای او رسول ښه ده ~ څوک چې اسره د بنده کړي نادان بۀ وينه
اسره مې خدای ته وه بيا تاته ~ ځواب دې راکړ خپل طالع مې ژړوينه
اسلام کښتۍ کفر درياب دی ~ شيطان نهنګ دی عالمونه غرقوينه
اسمان او ځمکه بۀ هم نه وي ~ همېش رژېږي د بوستان ښکلي باغونه
اسمان او ځمکه دواړه ژاړي ~ چې يو اشنا له بل نه اخلي رخصتونه
اسمان بۀ خود زما پر خوا وي ~ چې داحمدتر بيرغ لاندې جنګ ته ځمه
اسمان پۀ ستورو ښايسته دی ~ لکه د پېغلې نجلې غاړه پۀ خالونه
اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي ~ لکه ليلا چې پۀ مخ ووهي خالونه
اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي ~ چې ستوري نۀ وي اسمان څۀ ښايست لرينه