پښتو لنډۍ ۳۲- پیل په پ
پۀ دنداسه دې شونډې سرې کړې ~ بيادې نارې کړې ياره تاستي کومه
پۀ دنيادوه شيه مزه کا ~ ياسپينه خولۀ يادې بوړي ټوپک غږونه
پۀ دنياښۀ راسره وکړه ~ پۀ اخرت دهرچاګوښې عملونه
پۀ دنيامه نازېږئ خلکو ~ دشاجهان پاچانه پاتې شول ملکونه
پۀ دنيامه نازېږئ خلکو ~ دنيافاني ده پۀ ارمان بۀ ځنې ځونه
پۀ دېوال غنی راته مه ږده ~ زۀ بۀ درواوړم ستاخاوري مې ژړوينه
پۀ ديدن دومره دمه کېږي ~ لکه رنځورپۀ امساواخلي قدمونه
پۀ ديدن کله مړېده شته ~ کۀ يې ترسپينې غاړې واړوې لاسونه
پۀ دې ونۀ شوه دلته ناست يم ~ اروامې ستاپۀ کټ منګولې لګوينه
پۀ ډېر احتياط مې خولګۍ واخله ~ چې دپېزوان پۀ پروغوڅ نۀ شې مينه
پۀ ذوالجلال زما قسم دی ~ ستاجدايي ملک الموت دی روح مې وړينه
پۀ ذوالجلال مې دې قسم وي ~ چې دې ونۀ وينم ژړاراله راځينه
پۀ رالوېدودې يم خوشاله ~ هسکه چې تالاندې بې پته خلک شينه
پۀ رنځ مې خپل اشنا پوهېږي ~ طبيبه څۀ له دې ګولۍ عبثومه
پۀ رنګ بدرنګ پۀ عمر تنګ شوم ~ پۀ زړۀ څورنګ دخپل جانان دلاسه يمه
پۀ رنګ سړی نۀ سړی کېږي ~ سړی هغه دی چې يې خوی دسړي وينه
پۀ ريبارانوپوره نۀ شوه ~ اوس بۀ لمن يارته پۀ خپله غوړومه
پۀ زړۀ دې څۀ دي راته وايه ~ ترتاتېرېږم بيابۀ وکې ارمانونه
پۀ زړۀ مې ته وې خدای رانۀ کړې ~ اوس کۀ تمامه دنياراکي څۀ يې کړمه
پۀ زړۀ مې ځای دګيلو نۀ شته ~ هلته بۀ يې وايم چې دې سرپۀ څنګل ږدمه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی ~ دوست اودښمن لپاره شنه شم وخاندمه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی ~ دې نورعالم ته پۀ خنداګورم مينه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی ~ چې همېشه دغم سودا پۀ کې کومه
پۀ زړۀ مې غم سترګې مې ژاړي ~ باڼۀ ولاړدي اوښکې غواړي رخصتونه
پۀ زړۀ مې خښ دغم خنجر دی ~ چې مې رايادشي دليلاشينکي خالونه
پۀ زړۀ منلی يار مې ته يې ~ دالباسي خندادهرچاسره کړمه
پۀ زړۀ هغه خلک ژړېږي ~ چې دمحفل ياران يې تورې خاورې خورينه
پۀ زکندن مې راحاضرشه ~ چې زۀ سلګۍ کړم سترګې چاته واړومه
پۀ زيارتودې وۀ خاونده ~ يا يې زما کړې يايې خاورې کړې چې ځمه
پۀ ژبه هېڅ ويلی نۀ شم ~ پټ پۀ اشناپسې رنځورلۀ غمه شومه
پۀ ژړاژاړم سودمې نۀ شي ~ يومسافرشوم بل لۀ ياره جلاشومه
پۀ ژړاتل راپسې ژاړه ~ زۀ مسافريم ددعاطمع لرمه
پۀ ژړامه راپسې ژاړه ~ دعاکوه چې ستاديدن مې نصيب شينه
پۀ ژړانۀ درپسې ژاړم ~ تاپۀ دعاکې يادوم ژړاراځينه
پۀ ژړامه راپسې ژاړه ~ سهاردعاراپسې کوه ماښام نفلونه