پښتو لنډۍ ۲۹- پیل په پ
پۀ ناموس ننګ پۀ وطن جنګ دی ~ دوطن جنګ ته پۀ غورځنګ ورځه مينه
پۀ نصيبونونۀ روغېږم ~ دعاشقۍ ښامارپۀ زړۀ خوړلې يمه
پېزوان يې بياپۀ شونډوسپورکړ ~ لکه کوتره پۀ هواچورلک وهينه
پيشتری پوخ کړه مامېلمه کړه ~ پۀ دې پلمه بۀ مشغولاسره کوونه
پيغمبري ګل بۀ ترې جوړشي ~ کۀ پۀ لنډۍ زنه دې ووهل خالونه
پۀ اصل څوک نۀ سړی کېږي ~ سړی هغه دی چې خوی دسړي وينه
پۀ اصل ګل دګل ګلاب دی ~ کم اصل ګل چې بويوم ډک دي باغونه
پۀ انارباغ کې مې ياربايلود ~ خدايه قيامت کړې چې نورهم بې باغه شينه
پۀ انارباغ کې دې خولۀ راکړه ~ کۀ شوې پېښمانه شين توتي شاهدلرمه
پۀ اندېښنومې ځان پاچاکړ ~ سرمې راپورته کړملنګ ددوهې ومه
پۀ اسويلوبۀ دې لمبه کړم ~ ژرشه لۀ زړۀ مې ځان خبرکړه مړه بۀ شمه
پۀ اوسېلوبۀ مې لمبه شې ~ داوسېلومخې له مه راځه مينه
پۀ اوسېلومې اسمان سورشو ~ ښايسته ستوري پۀ لړزه راغلۀ مينه
پۀ اوسېلومې اسمان سورکړ ~ داراڼۀ ستوري شوۀ نينې وترکېدنه
پۀ اوسېلومې اسمان شين کړ ~ ځکه مې بندکړل پۀ حمل کې بارانونه
پۀ اوسېلومې زړۀ ناسورشو ~ دياردهجرطاقت نۀ لرم مينه
پۀ اوښکولوندګرېوان مې ګوره ~ مغروره ياره بياښېرې درته کومه
پۀ اوښکوخوښ يم چې بهېږي ~ باردغمونومې دزړۀ نه کموينه
پۀ باغ کې مه وله کوترې ~ يوه بۀ مړه کې بيابۀ نۀ راځي سيلونه
پۀ باغ کې سرې غوټۍ ته وايه ~ چې تاته تورکشمالي ډېرسلام کاونه
پۀ باغ کې مه وله ډبرې ~ ښاخ بۀ زخمي کړې بيابۀ نۀ نيسي ګلونه
پۀ باغ کې مه ګرزه جانانه ~ ګلان شرمېږي مخ پۀ پاڼوپټوينه
پۀ بام ولاړې هوادارې ~ داوښکودارې مې لۀ سترګوڅخه ځينه
پۀ بړبړراشه ديارغمه ~ کۀ سل مې نوروي تابۀ پاس پۀ تندي ږدمه
پۀ بسم الله کټ ته ورخېژه ~ دنجلۍ کټ دجنغوزي دئ مات بۀ شينه
پۀ بلۍ کلکه ګټه کېږده ~ دعاشقانوناسته تل پۀ بلۍ وينه
پۀ بېلتانۀ زۀ روغه نۀ کړم ~ بېلتون ظالم دی اشنايان جداکوينه
پۀ پاتې ژوند کې بۀ څۀ خوند وي ~ چې يوم پۀ لاس پرجانان خاورې اړومه
پۀ پاچاهۍ کله خوښېږم ~ چې پۀ يوه ګړۍ دياره جدايمه
پۀ پاولو ډکه کۀ راواوړې ~ پرزکندن باندې کۀ يمه جوړبۀ شمه
پۀ پت کې تورتورمسلی ښۀ دی ~ بې پته يارکۀ شاهزاده وي څۀ يې کمه
پۀ پخوانوسترګومې ګوره ~ اوس مې جامې دملنګۍ اغوستې دينه
پۀ پخوانوسترګومې ګوره ~ کۀ مې مخ زېړ وي ستاغموبۀ کړی وينه
پۀ پخوانوسترګومې ګوره ~ څۀ وشوياره چې نېستي راغله مينه
پۀ پخواني اشنابۀ ورشم ~ غږبۀ پروکړم کۀ مې واوري فريادونه