پښتو لنډۍ ۲۸- پیل په پ
پۀ توراوربل مې سلام وايه ~ کۀ مرګی چپ ؤبيابۀ وکړوديدنونه
پۀ تورټوپک ويشتلی راشې ~ چې پرهارونه دې ګنډم خولۀ درکومه
پۀ تېره توره مې حلال کړه ~ داسې خومه وايه چې نۀ درسره ځمه
پۀ زړۀ مې تۀ يې بل څوک نۀ دي ~ کۀ دروغ وايم ژردې خواره شم مينه
پۀ شمله ګۍ دې ګل کتارکړل ~ دښکلونجونودې اوربل وشرماونه
پۀ لاالله مې دې قسم وي ~ چې بۀ داستا لۀ يارۍ وانخلم لاسونه
پۀ مخکې ځې پۀ بېرته ګورې ~ لکه دناوې نه چې جداچنغول شينه
پۀ ناموس ننګ پۀ وطن جنګ دی ~ دوطن جنګ ته پۀ غورځنګ ورځم مينه
پۀ نصيبونونۀ رغېږم ~ دعاشقۍ ښامارپۀ زړۀ خوړلی يمه
پۀ چپه خولۀ باندې ګويايم ~ ديارانې لۀ رنځه زېړه پېړه شومه
پۀ چل ګزيانودې وخدايه ~ يايې زماکړي يايې خاورې کړې خالونه
پۀ خولګۍ حال ويلی نۀ شم ~ مينې دې پټ پۀ زړګي راکړل تورداغونه
پۀ ځلميتوب خوښۀ ځلمی يې ~ کۀ دديلي نښې راوړې ياري دې کړمه
پۀ دنداسه دې شونډې سرې کړې ~ ګل لاله دې پۀ صحراوشرماونه
پۀ دنياسره وړانګه پرته ده ~ ليلاپۀ څڼوکې لاله ټومبلي دينه
پۀ زړۀ مې خپل وطن ورېږي ~ لکه دزاڼوقلقلې پسې کومه
پۀ زمانوورک شې بېلتونه ~ پۀ خوب ويده اوښکې مې ستالۀ لاسه ځينه
پۀ سپينه خولۀ دې پرهاروشه ~ لکه تنکۍ برړه ژاولې خوټوينه
پۀ سورپالنګ بۀ دې راخېژم ~ کۀ چاپرې مړکړم پۀ پالنګ بۀ شهيدشمه
پۀ شرم ډېردرنه شرمېږم ~ دزړۀ دحاله بۀ دې ورووروخبرومه
پۀ شمل ګۍ دې ګل کتارکړل ~ دښکلونجونودې اوربل وشرماونه
پۀ شمندروزکې نۀ ودېږم ~ ماله ململ دلارې مه راوړه مينه
پۀ غوړېدلي سرمين شوې ~ بيامې توبه ده سربۀ نۀ چوټي کومه
پۀ کابل مه اوره بارانه ~ يارمې شوقي دئ لونګۍ نۀ ورټولوينه
پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم ~ نجلۍ هوښياره کشمالوته نۀ راځينه
پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم ~ نجلۍ دغواو غوبنه ده رابۀ شينه
پۀ کنډوګي مې سرورهسک کړ ~ دکونډې لورلکه سپاهي ځان جوړوينه
پۀ لاالله مې دې قسم وي ~ چې بۀ داستالۀ يارۍ وانخلم لاسونه
پۀ ليدومينه نۀ ماتېږي ~ څويې دسپينې سينې تاونۀ کړې لاسونه
پۀ مادې څۀ احسان دی وايه ~ څوک چې ياري کړي زحمتونه قبلوينه
پۀ مادې دوه فساده وکړل ~ يودې مين کړم بل دې ورک کړم لۀ وطنه
پۀ مازيګردې کډې باروې ~ پۀ مازيګردګناه ګارو کډې ځينه
پۀ مخ کې ځې پۀ بېرته ګورې ~ لکه دناوې نه جداچې چنغول شينه
پۀ منډه وختمه بام ته ~ يارمې ونۀ لیدپۀ ژړاراښکته شومه
پۀ مورچل نېغ ورځه ټيټ نۀ شې ~ پښتون ځلمی لۀ مرګه څنګ نۀ کړي مينه