پښتو لنډۍ ۲۵- پیل په پ
پورته پۀ ناوراپسې راشه ~ کۀ سپينه خولۀ خورې کۀ دپوڅوکنډکونه
پوره دې نۀ کړه خپله هوډه ~ پۀ نيمه لارکې دې زنګون ولګاونه
پوښتۍ مۍ ماتۍ شوې يارۍ کې ~ مورته بانه کړم چې برېښ کوي مينه
پورې کمرۀ کې زېړه ګله ~ يابۀ دې پرې کړم يا بۀ ځان وغورځومه
پۀ احتياط پۀ رودګډېږه ~ يويې لۀ موره چېرې غرق نۀ شې مينه
پۀ اخرت بۀ اشناغواړم ~ دنيافاني ده لاس مې ونه رسيدنه
پۀ اخرت بۀلالی غواړم ~ پۀ دې دنيا يې ظالمان نۀ راکوينه
پۀ اخرت بۀ جانان غواړم ~ پردې فاني دنيا يې رانۀ کړل لاسونه
پۀ اخرت بۀ اجر غواړم ~ پردې فاني دنيامې تېرکړل زحمتونه
پۀ اخرت بۀ ورته ګورم ~ نوی مين يم پۀ ديدن نۀ مړېږمه
پۀ اخرت چې خدای قاضي شي ~ زۀ بۀ لومړی عرض پرجانان باندې کومه
پۀ اخرت چې خدای قاضي شي ~ زۀ بۀ دفتر دبې کسۍ وغوړومه
پۀ اخرت چې خدای قاضي شي ~ زۀ بۀ کاغذ ستا دجفاوړاندې کومه
پۀ اخرت خوارشې ريباره ~ لېږلی ما وې بند دې ځان ته وتاړنه
پۀ اخرت خوارشې غمازه ~ پۀ ايروپټ اوردې لاړۀ پرې ودې سومه
پۀ اخرت کې بۀ نارې کړم ~ چې ناداني وه پۀ ګناه نۀ پوهېدمه
پۀ اخرت کې بۀ دا وايم ~ چې ياررانۀ کړۀ دسرکو شونډوسرونه
پۀ ازلي قلم مې بايلو ~ خوشې دعوه دبېلتانۀ سره کومه
پۀ اسمان ځمکه کې غايب شوې ~ زما ورکه ياره ګوره تا پسې بۀ مرمه
پۀ اسمانونو کې غوغاشوه ~ دمدينې سرداردخدای دربارته ځينه
پۀ اسمانونوکې واوره نۀ شته ~ زماناښادزړګی واورې اوروينه
پۀ اشنايي دې نازېدمه ~ پۀ جدايي دې لکه ګل ورېژېدمه
پۀ لويوغرونوکې مې مېشته شوه ~ غنچې دګلوبۀ اشنالره لېږمه
پۀ لويوغرودخدای نظردی ~ پۀ سريې واورې پۀ لمن زېړي ګلونه
پۀ لېونتوب دې نۀ وېرېږم ~ پۀ زړۀ مې ګرځې تومتي نۀ شم جانانه
پۀ مامته کې دې خنداشوه ~ ستاپۀ ملاله خنداکورونازېدمه
پۀ مادې څۀ وکړۀ چې لاړې ~ ځان دې پخپله بې ديدنه کړمينه
پۀ مادې څۀ کړې بلاده ~ پرمخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه
پۀ مادې څۀ کړي دي خدايه ~ چې نوردې ګل کړۀ زۀ غوټۍ ولاړه يمه
پۀ ماکانې دققنس وشوې ~ پرمېروډکي ټولوم ځان پرې سېزمه
پۀ مټيزتوب درسره نۀ ځم ~ پۀ پاکه مينه درسره يم څوچې يمه
پۀ مخ دې پشم دخولودی ~ خلک ګمان دمرغلروپرې کوينه
پۀ مخه راغلې مخ دې پټ کړ ~ ګناه مې وايه چې توبه پرې وکاږمه
پۀ بۀ کوم سړی خفه وي ~ چې زکندن يې دجانان پۀ غېږ کې وينه
پۀ مرګ بۀ دواړه سره ومرو ~ ارمان ارمان دی دژوندوخلکوبېلتونه