پښتو لنډۍ ۲۱- پیل په پ
پرسينه يولالی ځايېږي ~ زۀ لونګين اومين دواړه ځايومه
پرشرع ټينګ دپاک حضرت شه ~ ورځ دمحشرشته شفاعت بۀ دې کوينه
پرعاشقانورحم وکړئ ~ پۀ نيموشپويې لۀ خولې خېژي فريادونه
پرعاشقانوزېری وشو ~ وصال پاچاشوبېلتون قېددعمرشونه
پرغټه وخېژه څاروکړه ~ چې دنيازمنوکډې ځي که اړوينه
پرکتاب پروت جانانه ګوره ~ اوښکې مې توی شوې دکتاب پربياضونه
پرکلاغنی راته مه ږده ~ دعاشقانولارې چانيولې دينه
پرکلانيمه راښکاره شوه ~ پۀ نيمايې صورت مې اورولګېدنه
پرکوڅه تېرشوم ګنهګارشوم ~ شرنګاريې خېژي زولنې راته راوړينه
پرکوڅه تېرشوم ګنهګارشوم ~ مالااشناونۀ ليدۀ لاس مې تړينه
پرکوڅه تېرشوې بياراتېرشوې ~ نصيب دې نۀ ؤزۀ پربام ولاړه ومه
پرکوڅه ښکته پورته کېږې ~ لاردې ژوره که اوبۀ راستنوينه
پرککرۍ مې وينې راغلې ~ پاس پۀ تندي مې بازدغم کوترې خورينه
پرکنډواوړې پناکېږې ~ داسورسالودې بادوهي ژړاراځينه
پرکنډوښه شوې راښکاره شوې ~ چې ترې پناشوې سل کلن رنځوردې کړمه
پرکنډواوړې پناکېږې ~ پنادې مه شه دسالوسرۀ پلوونه
پرکنډوکې دې غنی کېښوئ ~ زۀ دبخمل پڼې لرم دروابۀ وړمه
پرګړنګودرسره تللای ~ چې ته لوېدای مادې نيولای مړوندونه
پرګلاب ناست بوراته وايه ~ ګلونه ژرژربويوه خزان راځينه
پرګودرسپينه سپينه اوړې ~ پۀ سمه لاره تېرېدم ودې ويشتمه
پرګودرسورسالوښکاره شو ~ ماويل تورواوبواورواخست مينه
پرګودرنښه راته کېږده ~ چې شاليلامنګی پۀ سوري ډکوينه
پرګورستان مې سلام وايه ~ چې خاورې نۀ کړي دجانان صدف غاښونه
پرګورستان مې سلام وايه ~ چې خاورې نۀ کړي دځوانانو تورسرونه
پرګورستان مې سلام وايه ~ چې خاورې نۀ کړي دجانان نري برېتونه
پرلارې تلې کږه وږه شوې ~ لۀ ډېره خياله دې ژېړګل وشرماونه
پرلارې تلم مړاوی ګل پروت ؤ ~ مادځوانۍ لوبې پرې کړې تازه مې کنه
پرلارې ځم بدن مې رېږدي ~ رنځوره نۀ يم ديارغم مې رېږدوينه
پرلارې ځم شرنګامې خېژي ~ ستادتومت ځنځيرپۀ غاړه ګرځومه
پرلارې ځم ګوره زنګېږم ~ ماداشنادخولې معجون خوړلي دينه
پرلارې ځم شاته ګورم ~ دابې وفاجانان بۀ کله ووينمه
پرلارې ځم ګوتې مې موښلي ~ زۀ داشناروغۍ راستۍ وهلې يمه
پر لارې ځم ټوله زنګېږم ~ دخوبه نۀ يم ديارغم مې زنګوينه
پرلارې ځم سرمې زنګېږي ~ ماداشنادخولې ماجون خوړلي دينه
پرلارې ځمه نۀ پوهېږم ~ وړوکی يارپۀ سفرځي ماژړوينه