پښتو لنډۍ ۱- پیل په الف
اباسين راغی غاړې غاړې ~ پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه
اباسين بيا پۀ څپو راغی ~ پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه
اباسين بيا څپې څپې دی ~ هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه
اب و دانه مې شوه تمامه ~ ليلا پر زړۀ راکړۀ د تورو ګوزارونه
اب کوثر جانانه راشه ~ د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه
اپت وهلي کښت ته راغلم ~ نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه
اټې اټې زلفې دې توی شوې ~ د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه
اجر و جزا د عمل حق ده ~ څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه
احمده خدای دې جنتي که ~ تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
اخر بۀ خاورې شې صورته ~ که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه
اخر بۀ خاورې شې بدنه ~ که دې هر څو پر وطنو وګرزومه
اخر بۀ خاورې شې جانانه ~ ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه
اخر بۀ پاتې شې ميدانه ~ مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه
اخر بۀ دا دنيا شي ورانه ~ تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه
اخر بۀ کند کچکول راواخلم ~ چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه
اخر به مرم پاتې بۀ نه شم ~ ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه