پښتو لنډۍ ۱۱- پیل په ب
باقي بۀ څوک نۀ وي دنيا کې ~ غيردالله نه چې موجودبۀ پۀ کې وينه
بالښت دکوره درته راوړه ~ مړوند مې خپل دی نوريې نۀ درلاندې ږدمه
بام ته پۀ منډه وختمه ~ يارمې ونه ليدپۀ ژړاراپرېوتمه
باڼه چترۍ سترګوته نيسم ~ له چترۍ اوري دغمونوبارانونه
باڼۀ دې زماپۀ زړۀ کې خښ شول ~ اواريې کاږه چې مې زړۀ ونه چوينه
باڼۀ دې غشي دپولادو ~ داکږې وروځې دې ليندې سوری دې کړمه
باورمې نۀ شي چې بۀ جوړشم ~ زۀ دکاږۀ اوربل شمال وهلی يمه
باهو مې وؤ پۀ لاس مې نکړۀ ~ اوس داشنادربارته ځم خالي لاسونه
بخت اوقسمت نه مې زړۀ بددی ~ نوروته ګل زمادپاره اغزي شينه
بخت بۀ مې هلته رابیدارشي ~ چې مروراشناپخلاراسره شينه
بخت بۀ مې هلته رابیدارشي ~ چې دخوبه راته سترګې پورته کړينه
بخت دې پۀ سردی زماياره ~ سالومې باديووړتاوکړۀ ديدنونه
بخت دې دهېچاکوټه نۀ شي ~ بخت چې کوټه شي پادشاهان ټکرې خورينه
بخت مرورشونصيب ژاړي ~ قسمت دغم پۀ جېلخانه کې بندي کړمه
بخت مې له تخته کوزپرې باسي ~ خدايه زماپۀ بخت دې څۀ ليکلي دينه
بخت مې ياري راسره نۀ کړي ~ که مې نګين دسلېمان پۀ ګوته شينه
بخته دخدای دپاره ويښ شه ~ څوک ترقيامته پورې نۀ کوي خوبونه
بخته نمراده چېرې لاړې ~ يوځلې راشه چې دسيال سره سيال شمه
بدن مې دېګ صورت مې غوښې ~ اوښکې ښوروابېلتون ترې اورلاندې کوينه
بدن مې وچ لکه رباب دی ~ زړۀ مې شابازدی اندېښنې پرې غږومه
بدن مې وچ لکه لرګی شو ~ بېلتون ظالم پۀ وچ لرګي اورلګوينه
بدن يې باغ زنه مڼه ده ~ نجلۍ وړه ده دخوراک بۀ کله شينه
برالاحال ويلای نۀ شم ~ مينې دې پټ پۀ زړۀ راکړي دي داغونه
برايې چېرې وې مينه ~ چې شاليلا دسپينې خولې کړل خيراتونه
برايې ستاکره مېلمه وم ~ ترسرمې لاندې وؤدپروبالښتونه
بری بۀ خدای ستاپۀ نصيب کا ~ پۀ توروڅڼومې زيارت جاروکومه
برېتونه تاوکړه خوله مې واخله ~ پۀ ناتاوکړو برېتوخوله نه درکومه
برېښناپړکېږي ابشارژ اړي ~ غرونواغوستي بخملي ورېښمين شالونه
بس ده چې موردې قهر وکړ ~ نامردې تاله مناسب نه ؤ قهرونه
بس ده همدومره جفابس ده ~ له دې نه زيات پۀ ما غريب مکړه ظلمونه
بس دی له باغ څخه بۀ ووځو ~ ګنګو ماښام دی مرغۍ شنو ونوته ځينه
بګړۍ بۀ هلته کږه کېږدم ~ چې پر ميدان باندې غمازوشرموينه
بګړۍ دې ول پرول مزه که ~ لکه چې زلفې ول پرول مزه کوينه
بګړۍ کږه تړه اشنايه ~ يوخوښه اېشي بل يې پېغلې خوښوينه
بلبلان ټول پۀ ژړاژاړي ~ بوراپۀ توره خولګۍ وخواړه ګلونه