پښتو ته پخپله پښتنو په ټيټه سترګه کتلي!
د ښـاغلي حبيب الله غمخــــــور ليکنه
مالمو- سويډن ٢٧ / اګست /٢٠٠٤
په دي وروستيو ورځو کي مي په بېنوا ويبپاڼه کښي د نورو علمي مقالو په ترڅ کي يو مطلب (( پښتو هم د افغانستان رسمي ژبه ده )) تر نامه لاندي ولوست .
په نوموړي مطلب او ليکنه کي داوسني حاکميت د واکدارانو څخه ګيله پر ځای بولم او بايد ووايم چي زه ليکوال ، ژبپوه ، او اديب نه يم خو د ژوند د حالاتو پر اساس همېشه کوښښ کوم چي د خپل هيواد د تاريخي ، اساسي او فرهنګي روانو حالاتو ځان خبر کوم .
پورته سرليک وهڅولم يوه لنډه غوندي تبصره وليکم او هدف مي دادی چي د پښتو ژبي ښاغلي ليکوال ددغه ستونزي د پيدا کيدو او حل په هکله مفصلي مقالې وليکي تر څو افغان ولس ددغه ستونزي په ټولو اړخونو پوه شي .
له بده مرغه تر اوسه دا مسئله لکه څنګه چي ښايي نه ده څېړل شوې ، چي ولي پښتو ژبه په افغانستان کي دولتي شوې ( ملي شوې ) ده ؟
زما په عقيده که چيري موږ د پښتو ژبي سره د برخورد او اړيکو مسئله وڅېړو ، څو ټکو ته بايد پام وکړو ؛
١ _ پښتانه ددې هيواد تاريخي اوسيدونکي او پښتو ددوی ژبه وه او ده ، البته زه نه غواړم د پښتو ژبي پر تاريخي تکامل او تر نن ورځي پوري د پښتو ژبي پر تاريخ د استعمال پر ځای او وخت خبري وکړم . که پښتانه په دې هيواد کي څو زره کلن تاريخ لري نو ژبه يې هم همدا شان لرغونتوب لري . سره له دې چي پښتو شاهانو پرپارسي ژبو سيمو خپل واک او سلطنت ساتلی او هغه منطقې يې په خپل دولتي حريم کي د تاريخ په بېلابېلو دورو او د بېلابېلو وختونو لپاره ساتلي دي ، خو بيا هم لکه څنګه چي مالوميږي پښتوژبي هلته خپل ويونکي نه دي پيدا کړي ، برعکس د پارسي ژبي کارولو او رواج ته زمينه برابره شوې ده چي د دې خبري اصلي ريښي بايد ژبپوهان وڅېړي .
٢ _ سلهاوو کلونه پخوا چي زموږ په هيواد کي د لويو او کوچنيو شاهي رژيمونو د جوړيدو سلسله را پيل شوې ده بيا تر اوسه دغو شاهانو په خپلو درباري ، ادبي ، غونډو او محفلونو کي يوازي د پارسي ژبي شاعران او بيا را وروسته هندمندان دربار ته رابلل اويوازي هغوی دربار ته د ورتګ امکان درلود .
نه غواړم دهر پاچا نوم واخلم ځکه دا کار د همدې ليکني په توان کي نه دی ځکه په يوه کلمه سره وايم چي (( له پيل نه بيا تر اوسه )) دربار د پارسي ژبي د ويونکو ځای ؤ .
٣ _ ممکن په لسهاوو نور لاملونه هم وي چي ولي پارسي ژبي دومره پرمختګ وکړ او ډير ښه عالمان ، اديبان او شاعران لري چي حتی دپښتو ژبي ويونکو په منځ کي د پارسي ژبي د يو شمېر سرغندويه شاعرانو د شعرونو ټولګي لکه پنج کتاب ، ګلستان ، بوستان ، د حافظ صاحب ، خواجه عبدالله انصاري ، او نور په قوي ګمان دهمدغو شاهانو او ددوی پلوه ديني عالمانو درباد او پارسي ژبي ته د هغه چوپړ پايله ده چي اوس پخپل موجوديت په ټول تاريخ کي نه شي کولای مروجه ملي او دولتي ژبه شي .
ټولو ته څرګنده ده چي په ټولو پښتو ژبه ويونکو سيمو کي ماشومانو ته دديني لومړنۍ پوهي د تر لاسه کولو په لاره کي د پارسي ژبي او پورته ويل شوو کتابونو لوستل د فکري غنا او ليکلو زده کړي معيار بولي ، سره له دي چي که ښه پاملرنه وکړو دا تعبير ځکه ساده دی چي پښتو ژبي ماشومان که څه هم پارسي کتابونه لولي خو هغوی پښتو ليک لوست زده کوي نه پارسي ، ولي له ډيره پخوا د هغي دقيقي فرهنګي مداخلې پر اساس چي په پښتو ژبو کي شوي دي ، دا شان يو نا اګاهانه تعبير موجود دی ، چي دا لومړی ساده بريښي او د پښتو ژبي د رواجولو د مخنيوي پر ضد يې تاثيرات محسوس نه مالوميږي ولي په حقيقت کي دا ډير جور تاثير او ژوري ريښې لري .
٤ _ د لوی احمدشابابا له دربار نه بيا کله چي تيمورشا يو قزلباشه وکړه اوهغه دده ګرانه ښځه وه اوبيا تر همدی اوسنيو شېبو پوري زيات وخت قانونونو کي ليکل شوي دي چي پښتو رسمي ژبه ده او په دې راوروسته کي د رسمي کلمې سره د ملي کلمه هم يو ځای شوې ده چي په غټ ګومان دا کار يوازي د پښتنو دخوشحالۍ لپاره شوی دی . ځکه په عمل کي پښتو ته په دربار او دولت کي ځای نه دي ورکړه شوي .
په افغانستان کي د لوړو او مسلکي زده کړو موسسې ( پوهنتونونه ، دارلمعليمينونه ، او نور ) يوازي د هيواد په پلازمينه کابل کي وه او درسي کتابونه يې په دري ( پارسي ) ژبه وه لکه چي مخکي مي څرګنده کړه ارګ او دربار ته يوازي پارسي ژبو لار درلوده ؟ او که څوک رانه خپه نه شي ددربار او حتی ځينو شاهانو ژبه دري ګرځېدلې وه دوی په پښتوخبري نه شوای کولای او يا يې غلطه پښتو ويل .
٥ _ د افغانستان لپاره اکثريت کتابونه په دري ژبه تهيه کيدل ، او اکثره پښتوژبو ليکوالو هم ددې لپاره چي ددوی ليکني ګويا اعتبار ولري او د دولت له خوا تشويق شي ليکني او ژباړني په دري کولې .
٦ _ حقيقت تريخ وي که يوه شېبه موږ پښتانه پخپله ځان ته ګوته ونيسو له پيل نه بيا تر اوسه د انګريزانو د هغې پښتو دښمني پاليسۍ له مخي چي نه يې غوښتل پښتانه پوه ، د لومړنيو او لوړو زده کړو اوقلم خاوندان شي دخپلوګوډاګيانو اوهغو نوکرانو پواسطه چي په افغان ولس کي له مذهبي او يا بل اعتبارنه برخمن وه تبليغ کاوه او پښتانه يې د مکتب او تحصيل سره غبرګون ته هڅول همدا علت دی چي له بده مرغه سره له دې چي دا کلمه همېشه وايي چي تعليم پر نر او ښځو فرض دی ولي دهلک اونجلۍ ښوونځی ته له تګ نه مخه نيسي . په پښتنو کي پراخ تبليغ شوی دی او کيږي چي ښوونځی او لوړي زده کړي ددوی د اولادو عقيده خرابه وي . د همدې پښتنون دښمنه پاليسۍ دعملي کيدو پايله ده چي دغه لوی اکثريت د سواد له نعمت نه محروم او په پايله کي که غواړو او که نه ! بايد د بلي ژبي ويونکي پر دولتي څوکيو مقرر شي . هغوی څنګه پښتوژبي ته کار وکړي ؟
واقعيت دادی چي په پوهه د انسان عقيده نوره هم مکمله او ټينګيږي ، خدای پېژندنه ، حق پېژندنه ، اويا د نورو ټولو ناوړو کړو وړو په پايلو کي انسان يوازي د پوهي په نتيجه کي پوهيدلای شي .
٧ _ همدا پښتو ته په سرسري نظر کتل ددې باعث شول چي په حقيقت کي په ښوونځيو ، پوهنتونو او مسلکي موسسو کي نه په پښتو کوم کتاب شته او نه پښتو هلته ځای لري له شرمه ډکه خبره خو لاداده چي په زياتو تعليمي او تحصيلي موسسو کي پښتو د يوه ځانګړی مضمون په شکل ويل کيږي ، يوازي په کابل کي د رحمان بابا اوخوشحال خان ليسه په پښتو دي او په نورو ټولو کي په پارسي ژبه درس لوستل کيږي .
٨ _ موږ که وغواړو چي دخپل هيواد په تاريخ پوه شو او يا هغه ولولو _ نو ضروري ده چي د خدای بخښلي غبار صاحب ، کهزاد صاحب چي مورنۍ ژبي يې پارسي وه اثارو ته مراجعه وکړو او يا حبيبي صاحب چي هغه هم په دواړو ژبو ليکني کړي دي . که د افغانستان دتاريخ په هکله ټول ليکل شوي اثار راټول کړو دا به ثابته شي چي په پارسي ژبه زيات اثار ليکل شوي دي .
په دې وروستيو وختونو کي د پښتنو او پښتوژبي د تاريخ په هکله لږ څه نوري ليکني شوي چي دهغې جملې نه د ښاغلي استادغوث خيبري ليکني د يادولو وړ دي د هغه معلومات له مخي چي زه يې لرم ښاغلي خيبري صاحب همدا اوس د يوه تاريخي اثر په ليکلو بوخت دی خدای دي وکړي چي دا با ارزښته تاريخي اثر د يو چا په مرسته د چاپ بخت تر لاسه کړي او پښتانه يې په لوستلو سره د پښتو ژبي سره د جفا اوبيغورۍ اسناد اوشواهد مطالعه کړي .
٩ _ له هغې نېټې نه چي د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوی دی بيا تر اوسه پوري بېله نورمحمد تره کي بل هيڅ کوم ولسمشر يا پاچا په نړيوالو غونډو اومحفلونو کي په پښتو وينا نه ده کړې ، بلکي دهيواد په داخل کښي يې په پارسي اواوس رواج دی په انګريزي خبري کوي .
د بېلګي په توګه : ښاغلی حامد کرزی پښتون اوپه کندهار کي زېږيدلی دی مګر زياته علاقه لري چي په هيواد کي دننه په پارسي او انګريزي ژبو خبري وکړي .
د ټولو پښتون دښمنه تلاښونو سره _ سره دا يو حقيقت دی چي پښتانه غوڅ اکثريت چي بايد د ولس مشر په خبرو پوه شي او نړۍ والو غوږوته دا وښيي چي افغانستان خپله ژبه لري او په هغه وينا کوي .
سره له دې چي د ټولو منل شويو نړيوالو ديپلوماتيکو نورمونو په اساس ښه داده چي د يو هيواد چارواکي په بهر او داخل کښي د بهرنيانو سره پخپله ژبه خبري وکړي ، يوازي په هغو خاصو حالاتو کښي ددوو هيوادو د مشرانوتر منځ کومه خاصه مسئله چي بايد پټه او ددوی تر منځ وي د تړلو دروازو شاته دوه په دوه په انګريزي او يا بلي کومي هغې ژبي چي دواړه په اساني سره خبري پري کولای شي خبري کوي .
ولي ښاغلی کرزی په کابل کي د بهرنيو مشرانو او مطبوعاتي کنفرانسونو سره په انګريزي ، لويه جرګه او نورو غونډو کي په پارسي خبري کوي .
ډير داسي دليلونه شته او شواهد شته چي د پښتو ژبي سره د پښتنو لخوا د جفا او خپل سرۍ انکار نه منونکی اسناد دي او پر هغوی بايد کتابونه وليکل شي خو واکداران به دغه کار ته اجازه ورنه کړي .
په همدې اساس واضح اوڅرګنده ده چي :
_ په هغه هيواد کي چي پښتانه تر ټولو لوی اکثريت دي بيا هم دربار ، پاچاهانو بيا راوروسته ولسمشرانو ته پښتو بېګانه ښکاري .
_ د هيواد په اکثريت تعليمي او تحصيلي موسسو کي پارسي مسلطه ژبه اوپښتو بېګانه وه .
_ دولتي ټول کاروبار حتی په هغو ولايتونو کي لکه : کندهار ، فراه ، هلمند ، ارزګان ، زابل ، پکتيا ، خوست ، ننګرهار ، پکتيا ، کنړ ، لغمان ، کي چي ٩٥ ٪ پښتوژبي دي په پارسي ژبه سرته رسيږي .
_ راډيو ، تلويزيون ، اوچاپي خپروني غوڅ اکثريت په پارسي ژبه نشرات کوي . ان تر دې پوري دهغو بهرنيانو لپاره کوم چي په افغانستان کي ديپلوماتيکي اويا نوري دندي لري پارسي ژبي تر جمانان ګمارل کيږي . که رښتيا ووايو دهمدغوپښتنو واکدارو په اصطلاح برکت دی چي په بهر کي ديپلوماتانو اونورو کارکوونکو ته پارسي ورزده کوي ياني داسي پوه شوي دي چي د افغانستان رسمي او ملي ژبه پارسي ده . څنګه به توقع وشي چي پښتو مروجه دولتي يا ملي ژبه شي .
_ په دې وروستۍ لسيزه کي د مهاجرت په شرايطو کي يو شمېر اديبانو ، ليکوالو اوشاعرانو يو شمېر کتابونه په پښتو ژبه وليکل ، چي دهغوی دودول په پارسي ژبو کي د همدغو کتابونو د خصوصياتو او بڼي له مخي ډير ضعيف بريښي اوپارسي ژبو ته د هغو د ويلو اړينه نه پيا کيږي . داسي علمي تخنيکي اثار چي په هغو د پوهيدو اړتيا هر څوک او د هري ژبي ويونکي احساس کړي متاسفانه ډير کم او يا هيڅ نه دي ليکل شوی . هغه چي ليکل شوی دي د رواجولو او شهرت پيدا کولو لپاره يې هيڅ چا تلاښ نه دی کړی .
که ټول تاريخي شواهد ، دليلونه ، او د پښتو ژبي سره ناخوالي وڅېړو پايله به يې داوي چي :
تر څو چي خپله پښتانه ، پښتانه واکداران ، پښتانه ليکوال اوپوهان خپل دغه ملي او وطني لوی مسوليت درک نه کړي او دهغه د رفع کولو لپاره وجداناً کار ونه کړي او په پښتو ژبه داسي علمي تاريخي ، ادبي اوفرهنګي اثار ونه ليکل او ونه ژباړل شي او د نوي نسل لپاره يې لوستل اړينه ونه برښي د پښتو سرنويشت به خالي فرمانونه او د اساسي قانون په مادو کي دهغې په يادونه (( پښتوملي يا رسمي ژبه )) ده دا ستونزي او د پښتو ژبي بدمرغي پای ته نشي رسيدای . او پښتانه چي ددې ټاټوبي اصلي او تاريخي اوسيدونکي دي د خپلي ژبي د کارولو او هغې ته له درناوي نه به بې برخي وي .
زه په دې عقېده يم راځی چي د يوه افغان په صفت پر پښتو ژبي له سياسي او اډيا لوژيکي تجارت او په خبرو د هغې له ملاتړ او دفاع نه تير شو ځکه دا کار پښتانه له نورو لږه کيو څخه چي دهغو عام ولس هيڅ ګنا نه لري ليري کوي او د پښتنو دښمنان بيا له موقع نه په ګټه اخستلو سره د ژبو په جنګ کي سياسي ګټي لټوي .
ښه به داوي هغه څه سرته ورسوو چي په افغانستان او له هغه نه بهر د نورو ژبو ويونکي د خپلوعلمي او تخنيکي مالوماتو د پوره کولو لپاره په خپله وهڅيږي چي پښتوژبه زده او دا علمي اثار پرې مطالعه کړي .
ژبه هغه وخت غښتلې کيږي چي دويلو ، لوستلو ، او زده کولو اړتيا يې احساس شي .
ماته د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهنوال رسول باوري چي همدا اوس په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني مشر دی څو کاله پخوا له کابل نه په بېلابېلو وختونو کي ليکونه راليږل ، په لومړي ليک کي چي د ښاغلي ( رباني ) د زمامدارۍ وختونه وه د پښتوژبي سره ددښمنۍ کچه ليکلې وه ، اوبل وخت يې بيا د طالبانو په وخت کي د پښتوژبي سره لېوالتيا اوپارسي سره دښمنۍ اندازه راته ليکلې وه ، چي دا دواړه ليکونه زماسره همدااوس هم شته ، ددغو ليکونو په لوستلو سره هر انسان حيرانيږي چي په دې هيواد کي څه تيريږي ، متل دی چي وايي : نه بايد دومره خوږ شې چي ټول دي وخوري اونه دومره ترېخ چي ټول دي وغورځوي ؛ . د پښتنو منطقي اوله انصاف سره ملګرې کړنه زموږ دهيواد د ټولو ژبو په ګټه ده او د ژبنيو اختلافاتو څخه د ناوړه ګټه اخستونکو مخه به نېول شوې وي . ښه به داوي چي پښتو ژبه د خپلو پښتنو په واسطه غني اوغښتلې کړو او له بلې ژبي سره يې په جنګ وا نه چوو .
که پښتانه پښتو ته په درنه او وړ سترګه وګوري په هغه صورت کي به په افغانستان او له افغانستان نه بهر ټول نه دا چي د پښتو درناوی به وکړي ، بلکي هغه به زده ، په دولت ، دربار او مطبوعاتو کي عامه او مروجه ژبه شي .
په دې بايد پوه يو او ټينګ باور ولرو چي دهر چا عزت او لوړ تيا پخپلو کي ده .
په دې هيله چي پښتانه په دې تکل شي چي دخپلي ژبي عزت وکړي .